Connect with us

لوبی

د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو سبا پیل کیږي

دا لیګ به په قانوني او ځانګړي ډول د آریانا نړیوالې راډیو ټلویزیوني شبکې له لارې پر ژوندۍ بڼه تولید او خپور شي.

خپور شوی

د

Futsal first match

د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو، چې تمه ده سبا (جمعه د غبرګولي شپاړلسمه) پیل شي، چې و ورسره به کورنۍ او نړیوالې لېوالتیاوې هم راوپاریږي.

دا لیګ به په قانوني او ځانګړي ډول د آریانا نړیوالې راډیو ټلویزیوني شبکې له لارې پر ژوندۍ بڼه تولید او خپور شي.

د پرانیستې پر ورځ، چې د جمعې په ورځ به ترسره شي؛ د تېر پړاو اتل، صداقت کابل لوبډله به په لومړۍ لوبه کې د نورزاد نیمروز سره مخ شي.

د جمعې پر ورځ په دوه‌یمه لوبه کې پیروزي پنجشېر لوبډله به د آریا فورج سره مخ شي.

که څه هم لوبډلې اوس هم د خپلو جوړښتونو د وروستي کولو په حال کې دي؛ د لیګ تنظیموونکو تائید کړې، چې له ایران څخه ډېری لوبغاړي او روزونکي په سیالۍ کې شامل شوي او نور نړیوال لوبغاړي پر لاره دي.

تمه ده، چې له ازبکستان څخه یو لوبغاړی هم ډېر ژر په لیګ کې له ګډون برخمن شي. د برازیل د فوټبال دوه ستوري هم د لیګ په دوه‌یمه نیمایي کې له لوبډلو سره یوځای کیدو ته چمتو دي، چې د جولای پر دوه‌ویشتمه پیل کیږي او د اګست تر شپاړلسمې پورې دوام کوي.

د لیګ لومړۍ نیمایي، چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي؛ له آرام ورځو سره به ترسره شي او د جون تر لومړۍ به دوام وکړي. له هغې وروسته د جون له دوه‌یمې څخه تر یوویشتمه پورې د پړاو منځنۍ وقفه پلان شوې ده.

د افغانستان په فوټسال کې د لومړي ځل لپاره به لوبې د ویډیو څار سیسټم پر کارولو ترسره شي، چې د قضاوت ښه کولو او په سیالیو کې د روڼتیا زیاتولو لپاره یو اړین ګام دی.

لوبې معمولاً هره ورځ پرته له شنبې ورځې څخه پدې توپېر ترسره کیږي، چې پرانیستونکې لوبې به په دې شنبه کې ترسره شي.

د تېرو پړاوونو ته ورته د آریانا نړیواله راډیو او تلویزیوني شبکه په افغانستان کې د فوټسال د ودې او پراختیا بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي. د مینوالو لپاره په یوه مهم اقدام کې ټولې لوبې به یو ځل بیا په آریانا نیوز کې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د سیالیو ژوندۍ خپرونه به د جمعې پر ورځ د غبرګولي شپاړلسمه/ د جون شپږمه د کابل په وخت د ماسپښین پر ۳ بجو پیل شي. د ورځې دوه‌یمه لوبه به د مازیګر پر ۵:۴۵ ترسره شي.

دا لیګ، چې هر کال په خپل وقار او مقام کې وده کوي؛ مخ پر زیاتېدونکی سیمه‌ییزه پاملرنه ځانته اړولی او تمه ده، چې زړه راکښونکې او چټکتیا لرونکې سیالۍ له تاکتیکي ډانګلو سره به د نویو ستورو یو بل پړاو نندارې ته وړاندې کړي.

لوبی

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوه‌ویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال  ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.

Continue Reading

لوبی

هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

Published

on

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ  ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.

دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړه‌راکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!