لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړه
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربهتوب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په کانټیننټال جام سیالیو کې د ګډون لپاره له کابله د ټایلینډ پلازمېنې بانکاک ته روانه شوه.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربهتوب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.
ټاکل شوې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روان کال د زمري پر یوولسمه / د ۲۰۲۶ز.کال د اګست پر دوهیمه د ټایلینډ د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي.
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) پیلیږي او د تېر پړاو اتلولي ګټونکی ابومسلم فراه به په پرانیستونکې لوبه کې د فاریاب له سرسبز یاشلر سره مخ شي.
دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي.
په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او ټولې لوبې به په کابل کې د کوربه او مېلمه په بڼه ترسره شي.
ابومسلم فراه به د سرسبز یاشلر پر وړاندې له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع لړۍ پیل کړي. آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هغه نوې لوبډلې دي، چې په دې پړاو کې له سیالیو سره یوځای شوې دي.
په دې پړاو کې نورې ګډونوالې لوبډلې دا دي:
- عینو مېنه
- آرمان افسي
- استقلال کابل
- خراسان فاریاب
- سرخپوشان خوافي
- طوفان هرات
د افغانستان د بېلابېلو سیمو مینهوال کولی شي دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې له ۷:۳۰ څخه په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه ننداره کړي.
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي او لوبډلې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره له یو بل سره ولوبیږي.
لوبی
افغانستان په اماراتو کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي
دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګلهدېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووهلسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۶ز.کال د ټسټ، یو ورځنیو او شلاوریزو لوبو کوربتوب وکړي.
دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګلهدېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووهلسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.
افغانستان به بیا د اوکټوبر له اووهویشتمې څخه تر د نومبر لومړۍ پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې شلآوریزې لوبې ترسره کړي. دواړه لوبډلې به وروسته د نومبر له پېنځمې څخه تر نهمې او له دیارلسمې تر ۱۷مې پورې په دوه ټسټ لوبو کې هم سره مخ شي.
له دغو سیالیو سره به افغانستان په ۲۰۲۶ز.کال کې ټولټال څلور ټسټ لوبې ترسره کړي، چې د دې لوبډلې لپاره په یو کال کې تر ټولو ډېرې ټسټ لوبې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د دغو لوبو ارزښت د لوبغاړو د ودې او تجربې لپاره مهم بللی او څرګندوي، چې د منظمې او باکیفیته نړیوالو لوبو برابرول د کرکټ بورډ له اړینو لومړیتوبونو څخه دي.
په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو دقیق ځای اوس هم د افغانستان کرکټ بورډ نهدی اعلان کړی.
لوبی
د افغانستان شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې بحرین ته ۳ پر ۱ماتې ورکړه
دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.
د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳ – ۱ماتې ورکړه.
دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.
افغانستان له دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او د «ډي» ګروپ درېیم ځای یې خپل کړ. تاجکستان د دې ګروپ لومړی او اردن دوهیم ځای خپل کړ.
د افغانستان لوبډلمشر حبیبالله هوتک د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. هغه د بحرین له یوه لوبغاړي څخه د توپ له ترلاسه کولو او له دوه ساتونکو څخه بریالی تېر شو او په یوه پیاوړې توپوهنه یې د بحرین دروازه پرانیسته.
بحرین له ګول خوړلو وروسته د افغانستان پر دروازه بریدونه زیات کړل او په اووهویشتمه دقیقه کې یې د مساوي کولو ښه فرصت درلود،؛ خو د علي مرهان علي توپ له دروازې پورته ووت.
د لومړۍ نیمایي په وروستیو دقیقو کې هم بحرین څو نور فرصتونه جوړ کړل؛ خو د مساوي ګول پر وهلو بریالی نهشو.
بحرین په دوهیمه نیمایي کې خپل بریدونه روان وساتل او په نههپنځوسمه دقیقه کې یې مساوي ګول وواهه. عبدالله ابراهیم د کارنر له توپوهنې وروسته پر سر ګول وواهه او پایله یې ۱-۱ کړه.
افغانستان ۱۱ دقیقې وروسته بیا مخکښ شو. یاسر ساپي د حمیدالله حیدري له پاس وروسته پر چپه پښه توپ وواه او د بحرین دروازې ته یې وردننه کړ.
فرزاد تاجک په څلوراتیایمه دقیقه کې د افغانستان درېیم ګول وواهه. هغه د بحرین له دروازهساتونکي څخه له تېرېدا وروسته توپ تشې دروازې ته ولېږه او د افغانستان بریا یې یقیني کړه.
د لوبې په وروستیو دقیقو کې د بحرین مدافع کرار حسین له یوې نښتې وروسته له سور کارت سره مخ شو.
سره له دې بریا افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته لار ونه موندله. تاجکستان د ګروپ لومړۍ لوبډلې د سیالیو وروستي پړاو ته ووته او افغانستان د درېیم ځای له خپلولو سره له سیالیو پاتې شو.
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoمصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان څه باندې ۴۰ کلن جنګ او طبیعي آفتونه زغملي دي – م.م
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ماشومانو د زده کړې په لاره کې ډېر خنډونه پراته دي – اوچا
-
سوداگري4 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
