لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلونو لږ عمره لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه پر ۳۵ منډو وګټله
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو لږ عمرو ملي لوبډلې د سې شنبه پر ورځ د مرغومي ۲۸ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان په ۳۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې، چې لوبډلمشر سلیمان ساپي پر ۷۶ توپونو ۶۲ منډې تر سره کړې.
اعجاز احمدزي هم په ۵۰ توپونو ۴۵ منډې وکړې.
پاپوا نیو ګیني لوبډله د ۲۰۱ منډو هدف ته د ۲۰.۵ آورونو په ۶۵ منډو کې اوټ شوه.
د افغانستان لپاره اشرالحق نوید په زړه پورې لوبه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې.
دغه راز نوید ځدراڼ، ننګیالي خروټي او نوراحمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په پای کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر سلیمان ساپی د خپلو سیالانو پر وړاندې د افغانستان په ګټه د ۶۲ منډو پر جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
لوبی
افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
