Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه په دوحه کې دوه‌یمه ناسته جوړه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

نن (د سلواغې نهه‌ویشتمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه‌یمه دوه ورځنۍ ځانګړې غونډه د دې ټولنې د عمومي منشي پر کوربه‌توب جوړه شوه.

ټاکل شوې، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړي؛ خو د دوی خبرې به د تړلو دروازو تر شا روانې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه بحث، د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور ارزونه او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقوق د دغې غونډې د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د راپورونو له مخې، د دوحې په غونډه کې به د نړۍ د شاوخوا ۲۰ هېوادونو استازي د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغانستان په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالان او د هېواد د مدني ټولنې استازي هم ګډون لري.

د اسلامي امارت پلاوي په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دوی له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه، چې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر استازیتوب دې پر لوړه کچه دغه غونډه جوړه او د خبرو اترو وړاندیز هم شوی و، چې د نه منل کېدو پر دلیل اسلامي امارت پرېکړه وکړه، چې دې غونډې ته پلاوی نه لیږي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دوی له دې ناستې څخه هیڅ تمه نه‌لري.

بل خوا یو شمېر پوهان په دې باور دي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مسئلې په اړه کومه لویه پرېکړه ونه‌شي او یوازې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه پرېکړه ممکنه ده.

ویل کیږي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به لومړی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر مشرۍ د هېوادونو استازي خبرې وکړي او بیا به د مدني ټولنې له استازو او د افغان ښځو د حقونو له فعالانو سره هم هر اړخیزې ناستې ترسره شي.

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!