تازه خبرونه
د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران
هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمهییز نوښت کې راټول شوي وه.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ويلي، د مسکو د شپږمې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی و.
هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمهییز نوښت کې راټول شوي وه.
حسن کاظمي قُمي له ایرنا خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه د تېرې جمعې پر ورځ په مسکو کې د ۱۰ هېوادونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبتالي امیر خان متقي په ګډون ترسره شوه.
هغه زیاته کړې: په نړیوال ډګر او په ځانګړي توګه په فلسطین او لبنان کې له روانو بدلونونو سره – سره، د افغانستان موضوع اوس هم له سیمهییزو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.
په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر دا ټینګار هم کړی، چې د ګاونډ هېوادونو وړتیاوې او سیمهییزې همکارۍ له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، چې پر ستونزو بریالی شي.
د ایرنا د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د چاپېریال امنیت هم یو له سیمهییزو اندېښنو څخه ګڼل شوی دی.
د مسکو فارمټ ناسته د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې جوړه شوه او د سیمهییزامنیت د ټینګښت، مهاجرت د کمېدا په اړه او د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ښه کېدا ته د حل لارو پر لټون راوڅرخېدله.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ2 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
