Connect with us

تازه خبرونه

د اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

خپور شوی

د

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له یوې خوا له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونو کډوالو بېرته راستنېدا او له بلې خوا د اوبو د کمښت او د کابل وچېدا له ګواښ سره مخ کړی؛ نړیوال بنسټونو یې «ناورین» بولي او خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو هڅو پرته به ورسره بشري، اقتصادي او امنیتي منفي اغېزې نورې هم پراخې شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په آسیا کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسوول ارشاد ملک کابل ته له وروستي سفر وروسته ویلي، چې د سږنۍ واورې کچه «د پخوانیو کلونو پر پرتله ډېره کمه» ده او دا حالت د ځمکنیو اوبو زېرمو ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

د ارزونو له مخې؛ په تېرو لس کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه له ۲۵ تر ۳۰ مټرو پورې ټیټه شوې او نږدې نیمایي څاه‌ګانې وچې شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله او مالګینو توکو د ککړتیا له کبله د څښلو لپاره روغتیایي ندي. دا مهال ډېرې کورنۍ اړ دي، چې د خپل میاشتني عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو د اخیستو لپاره ولګوي.

د اقلیمي بدلونونو له پراخېدا سره هم‌مهاله افغانستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۵ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا شاهد دی. دې شمېر د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې څخه ډېر کړی او د اوبو پر محدودو بنسټیزو سرچینو یې بې‌ساری فشار راوستی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

«مرسي کورپس» بنسټ خبرداری ورکړی: په هغو سیمو کې، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو کوربه دي؛ درې ‌پر‌ څلور کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی «سخت یا ډېر سخت» بولي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر د خلکو سیمه‌ییزې شخړې او نښتې زیاتې شوي او دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه شخړې په افغانستان کې د اوبو له موضوع سره تړاو لري.

جنوبي ولایتونه په ځانګړي توګه کندهار پرله‌پسې وچکالیو ځپلی او بزګران یې اړ کړي، چې خپلې کروندې پرېږدي. یو له دې بزګرو وايي: «هغه ځای، چې یو وخت شین او آباد و؛ نن پر دښته بدل شوی دی. وچکالي یو غلی قاتل دی، چې هر څه له منځه وړي.»

په همدې حال کې د نړیوالو بشري مرستو سخت کمښت هم دا بحران ژور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته بشري مرستې د تېر کال پر پرتله ۳۷ سلنه کمې شوې دي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر بنسټونه د اوبو او روغتیا مهمې پروژې ودروي یا محدودې کړي، چې په پایله کې یې سلګونه زره کسان له بنسټیزو مرستو بې‌برخې شوي دي.

سره له دې، چې اسلامي امارت چارواکو کابل ته د شاه‌توت بند او له پنجشېر څخه د اوبو د لېږد پروژو د پلي کېدا ژمنې کړې؛ خو مرستندویه بنسټونه وایي، چې له پراخې پانګونې او د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت پرته دا ژمنې د بحران د پراخېدا ځواب نشي کېدی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې افغانستان سره له ټولو ستونزو د اوبو د کمښت له نوي واقعیت سره د تطابق وړتیا لري؛ خو دا کار د نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د مرستو پرله‌پسې کمښت نه یوازې د بشري حقونو د ښه کېدا سبب نه‌ګرځي، بلکې د میلیونو وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو کړاوونه نور هم زیاتوي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمه‌ییزه همکاري

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

Published

on

د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.

سیمه‌ییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.

په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.

یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.

دغه راز د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکاره‌کېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.

په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه‌، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د غزې له خلکو سره  ۵۳۰ ټنه مرسته وکړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رياست الوزراء پر حکم دغه مرستې د یوه پلاوي له‌خوا له پېر وروسته چمتو او د مصر عربي جمهوریت ته ولېږل شوې، چې د رفح بندر له لارې د فلسطين – غزې ته ورسېدې.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د غزې ولس ته خپلې ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې د مصر د رفح بندر له لارې رسولي، چې پر ۲۲زره کورنیو به ووېشل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رياست الوزراء پر حکم دغه مرستې د یوه پلاوي له‌خوا له پېر وروسته چمتو او د مصر عربي جمهوریت ته ولېږل شوې، چې د رفح بندر له لارې د فلسطين – غزې ته ورسېدې.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د نږدې پېنځه سوه زره امريکايي ډالرو پر ارزښت ۵۳۰ ټنه خوراکي توکي او البسه په ٤٢ لاریو کي لېږل شوي، چې شاوخوا دوه ويشت زره کورنيو ته به ووېشل شې.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو لوريو غوښتي؛ په غزه کې دې د اوربند د بنسټيزه کولو لپاره معنالرونکې هڅې تر سره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روزګان په د هراود کې ٣ کسان د دوه ماشومانو د قتل پر تور ونیول شول

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

Published

on

د روزګان ولایت پولیسو د دې ولایت د دهراود  ولسوالۍ د کلاچې د اړوند سیمې په یوه کور کې له دوه ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو پر تور د درې کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. 

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

ویل کیږي، چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!