Connect with us

تازه خبرونه

د برتانیا سرتېري باید د سولې خبرو تر پایه په افغانستان کې پاتې شي – د لارډانو کمېټه

خپور شوی

د

د بریټانیا د لارډانو جرګه ګۍ پرون سې شنبه ( د مرغومي ۲۳) وړاندیز وکړ، چې بریټانیایي سرتېري دې د سولې خبرو تر پای ته رسیدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

دغې جرګه ګۍ یا کمېټې د بریټانیا له حکومت وغوښتل، چې د امریکا د سیاست د څارنې پر ځای دې ملي سیاست پلی کړي.

د نړیوالو اړیکو او دفاع کمېټې د بریټانیا او افغانستان په اړه په خپل خپور شوي راپور کې د انګلستان پر سیاست نیوکه کړې او هغه روڼ نه بولي او د امریکايي ځواکونو پر بې وخته وتلو یې هم اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې که د سولې په خبرو کې د ځواک او واک وېش رامنځته شي؛ د انګلستان حکومت اړ دی ، چې له طالبانو سره پخپل چلند له سره غور وکړي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا۸۵۰ بریټانیايي سرتېري په افغانستان کې میشت دي او دا هېواد د افغانستان لپاره درېیم دوه اړخیز مرستندوی دی، چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې۱۶۷ میلیون پونډه پراختیایي رسمي مرسته لري.

د کمېټې یا جرګه ګۍ راپور د افغانستان لپاره د بریټانیا پر ډیپلوماسۍ، پوځي او ستراتیژیکو مرستو د څېړنې ښکارندویي کوي، چې بهرنیو چارو وزارت، د ګډو ګټو پراختیا دفتر (اف سي ډي او) او دفاع وزارت پرې ټینګار کړی دی.

راپور له خپلو نړیوالو ملګرو ( امریکا، ناټو او افغانستان حکومت) سره د انګلستان همکاري هم په پام کې نیسي.

د کمېټې مشر د دغه راپور په اړه ویلي: د بریټانیا د ملي امنیت په مسله کې د افغانستان نسبي لومړیتوب له  ۲۰۱۰ کال راپدیخوا راټیټ شوی؛ خو د هېواد ننګونو او د بریټانیا پر ګټو د بالقوه اغېز کچه یې کمه شوې نده.

هغه زیاته کړې: د افغان حکومت وضعیت ماتېدونکی دی. په داسې حال کې، چې د طالبانو تاوتریخوالی دوام لري او د القاعده او داعش په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې هڅې کوي. افغانستان د انګلستان په واټونو کې د ۹۵ سلنې هیرویینو سرچینه ده.

هغه دا هم ویلي: دا د افغانستان لپاره یو حساس پړاو دی؛ په قطر کې د سولې خبرې د اوونۍ په پای کې بیا پیل شوې او د تاوتریخوالي کچه بې سارې لوړه شوې او د یو بېوزله او بې ثباته هېواد ځورول هم روان ساتل شوي دي. 

هغه ویلي؛ د بریټانیا حکومت باید سمدلاسه د جو بایډن له نوې ادارې سره د افغانستان پر ستراتیژۍ ګډ کار وکړي او تر هغه وخته پورې، چې له امریکا او ناټو سره د سولې هوکړې ته رسیدلي نه وي، په افغانستان کې د دوی پر دوامداره شتون ټینګار وکړي. حکومت باید د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د څو ګوني چلند غوښتنه وکړي؛ د سیمه ییز ثبات، له تروریزم سره مبارزه او د مخدره توکو د کر او قاچاق  پروړاندې د مبارزې غوښتونکي شي.

دغه راز راپور ښیي، چې انګلستان د افغانستان په اړه د خپلواکه سیاست لرلو ته لږه لیوالتیا ښودلې؛ خو د امریکا له تګلارې یې ملاتړکړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو دوامداره شتون د دوحې په خبرو کې د افغان حکومت دریځ ته اړین دی او په افغانستان کې یې د بایډن له حکومت سره د بریټانیا پر ښکېلتیا  هم ټینګار کړی دی.

په راپور کې څرګنده شوې، طالبانو تر دې دمه دا نده ثابته کړې، چې دوی بدل شوي او له ایډیالوژیک پلوه له ۲۰۰۱ راپدیخوا د بشري حقونو له پرمختګ سره مخالفت کوي.

دغه راز که څه هم طالبان د سولې پر خبرو بوخت دي؛ خو خبرو او واک شریکولو ته د دوی ژمنتیا پوره روښانه نده.

کمېټې دا هم په ډاګه کړې، چې د بریټانیا حکومت باید پوره پاملرنه او غور وکړي، چې څنګه د سولې خبرو اترو په صورت کې له طالبانو سره خپلې راتلونکې اړیکې مدیریت او لار ورته اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لارډانو کمېټه د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د بشري حقونو مسله په ځانګړي توګه د ښځو او لږه کیو حقونه په خطر کې ګوري.

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان هوایي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له‌خوا بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پېښور عالي محکمې د افغان زده‌کړیالانو جبري ایستل ودرول شول

دغه زده‌کړیالان، چې د افغانانو د ځانګړې ونډې له مخې په څو طبي او غاښونو طب په پوهنتونونو کې منل شوي؛ په خپله دعوه کې ویلي، چې د دوی د منلو بهیر د قانون له مخې ترسره شوی او د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون هم د دوی د ویزو د صادرېدا لپاره د نه‌ممانعت سند ورکړی دی.

Published

on

د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا کې د طب او غاښونو د څانګو د ۱۴ افغان زده‌کړیالانو جبري ایستل لنډمهاله درولي او اړوند چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلی ځواب وړاندې کړي.

دغه زده‌کړیالان، چې د افغانانو د ځانګړې ونډې له مخې په څو طبي او غاښونو طب په پوهنتونونو کې منل شوي؛ په خپله دعوه کې ویلي، چې د دوی د منلو بهیر د قانون له مخې ترسره شوی او د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون هم د دوی د ویزو د صادرېدا لپاره د نه‌ممانعت سند ورکړی دی.

د زده‌کړیالانو وکیل په محکمه کې استدلال کړی، چې د پاکستان د طب او غاښونو څانګو شورا له‌خوا د افغان زده‌کړیالانو د منلو د لغوه کولو پرېکړه، دوی ته د خپل دریځ د څرګندولو له فرصت ورکولو پرته او د پاکستان د اساسي قانون د ځینو مادو او نړیوالو ژمنو خلاف شوې ده.

محکمې د یوه لنډمهالي حکم پر صادرولو د دغو ۱۴ زده‌کړیالانو جبري ایستل درولي او اجازه یې ورکړې، چې د راتلونکې محکمې تر پرېکړې پورې خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

ټاکل شوې، چې د دې قضیې بله غونډه د اوکټوبر پر دولسمهمه ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!