Connect with us

سوداگري

د ترکمنستان صنعتکاران د هرات ساختماني توکو پېرودلو ته لیواله دي

خپور شوی

د

د ترکمنستان د صنعتکارانو اقتصادي پلاوى، چې هرات ته پر درې ورځیني سفر راغلی؛ د مرمر د ډبرو، سیخ او د ودانیزو رنګونو د تولید له کارخونو لیدنه وکړه.

هرات ته د ترکمنستان د خصوصي سکټور د اقتصادي پلاوي غړي وایي؛ د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي. دغه راز هڅه کوي، چې هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ساختماني توکي واخلي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او ترکمنستان د صنعتکارانو ترمنځ  ځینې تفاهم لیکونه هم  لاسلیک شي.

د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي غړی چاریار وایي: په دې سفر کې، چې مونږ هرات ته کړی؛ هغه محصولات مو، چې په کارخونو کې ولیدل په ځانګړي توګه د مرمر او اونیکس ډبرو، لاسي صنایعو، په برخه کې  دا رښتیا هم زړه‌راکښونکي دي. په طبیعي توګه، لاسي صنایع د نړۍ ترټولو قیمتي او مشهور  توکي بلل کیږي. مونږ د هغو محصولاتو له امله حیران شوو، چې مونږ دلته ولیدل.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي، د هرات صنعتي ښارګوټي اوس په بېلابېلو سکټورونو کې د توليدي توکو د صادرولو توان لري. دا مهال د مرمرو د پروسس په برخه کې شاوخوا ۴۰ شرکتونه فعالیت کوي، چې د هرات له صنعتکارانو سره د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي هوکړه د ساختماني توکو د سوداګرۍ په برخه کې یو ارزښتناک ګام بلل کېدی شي.

د یوې کارخونې خاوند احسان الله په دې باور دي، چې په دې وروستيو کلونو کې د ساختماني توکو د توليد وضعيت ښه شوى، د مرمر او سیخ د توليد او پروسس په برخه کې ظرفيتونه زيات شوي دي.

ویل کیږي، چې دا مهال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې اته سوه کارخونې فعالې دي، چې د ترکمنستان اقتصادي پلاوی به د ساختماني توکو د پېرلو په برخه کې د هرات له صنعتکارانو سره هوکړې ته ورسېږي.

سوداگري

له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقي‌زاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Published

on

ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنې‌پټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقي‌زاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

نقي‌زاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.

Continue Reading

سوداگري

ازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

Published

on

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجایوف په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ازبکستان او افغانستان په پام کې لري، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

خوجایوف زیاته کړې؛ په تېرو پېنځه کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ ځله زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هم بحث کړی او دغه راز یې ازبکستان ته د افغان پلاوي د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه زیاته کړې، چې له مبارکې روژې وروسته به همکارۍ عملاً  په کابل ښار کې د یوه سوداګریز فورم د جوړولو او د ځانګړو محورونو پر بنسټ د یوې نقشې د ترتیبولو له لارې پیاوړې شي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک لوري سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې تر سره کړي.

Continue Reading

سوداگري

افغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

Published

on

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټرانزیټي توکي، چې د چمن او کوټې په ښارونو کې له میاشتو– میاشتو راپدېخوا بند پاتې ول، اوس یې د بیا صادرولو لپاره د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه ترلاسه کړې ده.

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د تېر کال د تلې د نښتو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهمې لارې بندې او د کراچۍ بندرونو له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري درېدلې وه.

د نوې لارښوونې له مخې؛ په چمن او کویټه کې بند پاتې سوداګریز توکي به له اصولو سره سم او د ګمرک د کارکوونکو تر څار لاندې کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي. جواز لرونکي ټرانسپورتي شرکتونه باید لومړی خپل رسمي غوښتنلیک وسپاري او بیا دې د هر ۱۵ باروړونکو لاریو کاروان د یوه ګمرکي کارمند پر ملتیا حرکت وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ اوږده ځنډ او خنډ افغان او پاکستاني سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او زرګونه توکي په کراچۍ بندرونو کې بې برخلیکه پاتې دي.

تمه ده، چې د دې پرېکړې پلي کېدا به پر سوداګرو اقتصادي فشارونه راکم کړي او د سیمې د سوداګریز بهیر په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!