تازه خبرونه
د جنوبي آسیا پوهنتون افغان زدهکړیالانو ته بورسونه ودرول – ټایمز آف انډیا
د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کېکې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.
ټایمز آف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د جنوبي آسیا پوهنتون د افغانستان له لوري د مالي ونډې د نهورکړې له کبله افغان زدهکړیالانو(محصلانو) ته د بورسونو ورکړه درولې ده.
د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کېکې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: بوټان هېواد ټینګار کړی، چې په داسې حال کې افغان زدهکړیالانو ته د بورسونو روان ساتل، چې افغانستان خپله مالي ونډه نهده ورکړې؛ د هغو غړو هېوادونو پر وړاندې عادلانه نهده، چې په منظم ډول خپله مالي ونډه ورکوي.
د هغو مالي اسنادو له مخې، چې ټایمز آف انډیا ترلاسه کړي؛ افغانستان له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راپدېخوا دې پوهنتون ته هیڅ مالي مرسته نهده ورکړې او د دې هېواد وروستۍ ثبت شوې ورکړه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۳۰۷ زره ډالره وه.
د یاد پوهنتون رییس زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدا راوروسته په دې تړاو هیڅ رسمي اړیکه نیول شوې نهده.
هغه ویلي، چې هند د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نهپېژني؛ نو، ځکه د دې موضوع د حل لپاره د رسمي اړیکو رامنځته کول هم ناشوني وه.
سره له دې، چې بورسونه درول شوي دي؛ خو یاد پوهنتون ویلي، که د افغان چارواکو هوکړه ترلاسه شي، چمتو دی افغان زدهکړیالان په تېره ښځینه زدهکړیالانو ته انلاین زدهکړې برابرې کړي.
د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کېکې اګروال زیاته کړې، که د افغانستان مالي ونډه د کوم غړي هېواد یا بلې ادارې له لوري ورکړ شي؛ نو افغان زدهکړیالانو ته د بورسیو د بېرته پیل امکان هم شته.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د نوې دورې د جذب لپاره ۲۵ افغانانو د لیسانس او ۶۶ نورو د ماسټرۍ او ډوکتورا پروګرامونو ته غوښتنلیکونه سپارلي وه؛ خو په پای کې هیڅ افغان زدهکړیال په دې پوهنتون کې نوملیکنه ونهکړه.
تازه خبرونه
په بهرنیو چارو وزارت کې د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان تشریح شو
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
تازه خبرونه
په ۱۰ ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه پیلېږي – د بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په ۱۰ ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکسپاڼه کې خبر ورکړی، چې د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په سروبي او قرهباغ ولسوالیو(کابل)، سپین بولدک(کندهار) شینډنډ(هرات) کلدار یا حیرتان(بلخ) مومندره یا تورخم(ننګرهار) ګرشک(هلمند) امام صاحب(کندوز)، جاغوري(غزني) او څمکنیو(پکتیا) ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه وړاندې کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
International Sports4 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
-
سوداگري4 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
