تازه خبرونه
د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو به په قطر کې ترسره شي
د افغانستان حکومت هوکړه کړې، چې د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو دې په قطر کې ترسره شي.
افغانستان، امریکا او قطر د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو ترسره کولو لپاره په داسې حال کې چمتووالي په ډاګه کړې، چې د دغو خبرو د پیل نېټه نده روښانه؛ خو په حکومت کې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د خبرو د لومړي پړاو لپاره پر قطر د ټولو لوریو هوکړه شوې ده.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي؛ قطر اوس هم د افغانستان د سولې په بهیر کې همکار دی او له قطر پرته نور هېوادونه هم شته، چې د سولې په بهیر کې یې همکاري کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تراوسه د مذاکراتو د نورو پړاوونو په اړه هوکړه نده شوې.
د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي کابل ته په سفر کې د حکومت له مشرانو او طالب پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د دواړو لوریو له خوا ډېر بندیان آزاد شي او په روانه اوونۍ کې به دا بهیر بشپړ شي.
د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي مطلق القحطاني څرګنده کړې، چې په دې ورځو کې به ډېر بندیان خوشي شي. تمه لرو، چې په دې اوونۍ کې د بندیانو آزادول پای ته ورسیږي او بل پړاو ته ورسیږو، چې د افغانستان لپاره یو تاریخي پړاو دی. یعنې د خبرو میز ته د افغان لوریو کیناستل، چې د روان خونړي بحران لپاره یوه د حل لار ومومي.
حکومت ویلي؛ د مذاکراتو لپاره ټول چمتو والی نیول شوی او حتا اجندا یې هم طالبانو ته وړاندیز شوې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ په خبرو کې د پرمختګ ستر خنډ طالبان دي، مونږ د خبرو اجندا جوړه کړې او طالبانو ته سپارل شوې، خو ځواب یې تر دې دمه تر لاسه شوی ندی.
تراوسه درې زره طالب بندیان د دولت له زندانونو او سلګونه دولتي سرتېري د طالبانو له بند خوشي شوي دي. د دواړو لوریو تخنیکی پلاوي په کابل کې د دوه زره نورو طالب بندیانو پر نوملړ کار کوي.
د ملي امنیت شورا ویلي د حکومت او طالبانو د تخنیکي پلاوي د کار له بشپړیدو سره به د بندیانو آزادول بیا پيل شي.
تمه ده، چې د طالبانو د دوه زره نورو بندیانو له خوشي کیدو سره د جون په میاشت کې مذاکرات پيل شي.
تازه خبرونه
د طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د طب افغان زدهکړیالانو د خپلو زدهکړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلامآباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې مشر صاحبزاده وسیم حیدر، د اسلامآباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او د اسلامآباد د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.
د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان طبي زدهکړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زدهکړو پر دوام اغېز کولی شي.
له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زدهکړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.
وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زدهکړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.
دغه دوسیه د ډېرو افغان زدهکړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زدهکړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زدهکړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامآباد ستره محکمه به اوس د افغان زدهکړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.
تازه خبرونه
د ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بشري حقونو «حالوش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نهدرلود.
حالوش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول.
عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي.
د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته دوام ورکړی دی.
حالوش ویلي، چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د قربانیانو کورنیو د مړو د لېږد او خاورو ته سپارلو لپاره هڅې کولې.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د قربانیانو کره شمېر او د پېښې ټول جزئیات یې په خپلواکه توګه نهدي تائید کړي او د یو شمېر قربانیانو هویت او د مړینې کره لامل اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
تازه خبرونه
افغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي هند ته د سفر پر مهال په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د څارنې له یوه خصوصي لابراتوار او د ګجرات ایالت له څو هغو کارخونو لیدنه وکړه، چې طبي وسایل، خوراکي توکي او د طبي محصولاتو اومه توکي تولیدوي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کیفیت د څارنې، د لابراتوار له تخنیکي وړتیاوو د ګټې اخیستنې او د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د هوکړې له مخې؛ هندي لابراتوار به افغان لوري ته د همکاریو داسې بشپړه طرحه وړاندې کړي، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ګډو همکاریو د څرنګوالي د روښانه کولو لپاره تخنیکي ناستې ترسره شي.
دغه راز یاد لابراتوار د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی او د عامې روغتیا وزارت به هم اړین معلومات دې مرکز ته وړاندې کړي.
د دې سفر په بله برخه کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي د ګجرات ایالت د طبي وسایلو له یوې تولیدي کارخانې، د خوراکي توکو له یوې لویې تولیدي کارخانې او د طبي محصولاتو د اومو توکو له یوې تولیدي کارخانې لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال د تولیدي بهیر، تخنیکي وړتیاوې، د ټکنالوژۍ کارونه او د کیفیت د معیارونو مراعاتول وکتل شول. همدارنګه، د معیاري طبي وسایلو، خوراکي توکو او د طبي محصولاتو د اومه توکو د تولید او برابرولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له شته وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د شوې هوکړې له مخې به هندي کارخانې د خپلو تولیدي محصولاتو تفصیلي نوملړ له افغان لوري سره شریک کړي، چې د اړتیاوو له ارزونې وروسته د باکیفیته او معیاري محصولاتو د مناسبې بیې په بدل کې د برابرولو زمینه برابره شي.
دغه راز د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې د طبي وسایلو د تولید د زمینې د ارزونې لپاره، د طبي وسایلو د تولیدي کارخانې مسوولانو ته د سفر بلنه ورکړ شوې ده.
دا لیدنې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د سیمې هېوادونو له تخنیکي او تولیدي وړتیاوو څخه پر ګټه اخیستنه د باکیفیته او معیاري درملو، طبي وسایلو او طبي توکو ته د لاسرسي زمینه نوره هم پیاوړې کړي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
څار3 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
لوبی1 day agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ3 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
-
لوبی2 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
