روغتيا
د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتوالي خبر ورکړ
د روغتیا نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په اپریل میاشت کې د کرنا ویروس تائید شوی شمېر ۲۸۲ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
په اپریل میاشت کې د کرونا ویروس ټولې تائید شوې پېښې ۴۹۵۴ ته رسېدلې وې.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې په مارچ میاشت کې له دې ناروغۍ ۴ کسان مړه شوي. په داسې حال کې، چې په اپریل میاشت کې له دې ناروغۍ ۹ کسان مړه شوي دي.
د دې ټولنې د راپور له مخې؛ د اپریل په میاشت کې ۱۸۰۴۹ پېښې کتل شوي، چې د مارچ پر پرتله ۵۰ اعشاریه ۷ سلنه ډېرې دي.
دغه راز د ازموینې مثبتې پېښې په مارچ کې د ۱۰ اعشاریه ۸ سلنې څخه په اپریل کې ۲۷ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړې شوې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې په اپریل میاشت کې څه نا څه ۱۹۶ زره کسان واکسین شوي دي.
د بدخشان سیمه ییزو روغتیايي چارواکو هم منلې، چې د کرونا ویروس پېښې په کې مخ پر زیاتېدو دي.
د بدخشان ولایت د روغتیا رییس عتیق الله فیضي وايي، په تېرو درې اوونیو کې له ۱۱۰۰ څخه زیاتې کتنې شوي، چې ۳۶۶ یې مثبتې دي.
روغتيا
ازبکستان او یونیسف افغانستان ته د درملو رسولو پر آسانتیاوو ټینګار وکړ
دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
د ازبکستان د طبي تجهیزاتو او درمل جوړونې صنایعو د پراختیا ادارې مسوولانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق( یونیسف) استازو او د ازبکستان د درمل جوړونې شرکتونو استازو په یوه غونډه کې افغانستان ته د درملو د رسولو د بهیر پر آسانه کولو ټینګار کړی دی.
دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
همدارنګه د درملو د پېرلو په بهیر کې روڼتیا، د داوطلبۍ پړاوونه، د دوهاړخیزو هوکړهلیکونو د لاسلیک میکانېزم او افغانستان ته د درملو د رسولو فرصتونه هم د غونډې د بحث موضوعات ول.
د راپورونو له مخې، د ازبکستان پلاوي او د یونیسف استازو په تاشکند کې د« بایوفارما سیټي» نوم درمل جوړونې د ځانګړي ښارګوټي له جوړېدونکې پروژې او د درمل جوړونې له تخنیکي پوهنتون څخه هم لیدنه کړې ده.
روغتيا
له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا په کندهار کې له ۳ زره څخه د ډېرو رواني ناروغانو درملنه شوې
د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د کندهار افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په تېرو پېنځه کلونو کې د هېواد په سویلي حوزه کې له ۳ زره څخه ډېر رواني ناروغان، چې نرینه او ښځې دي؛ په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي.
د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د رواني ناروغانو د درملنې په مرکز کې هم ۴۰۵ ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي او له روغېدا وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دغه مرکز د هېواد په سویلي حوزه کې یوازنی مرکز دی، چې د دې حوزې رواني ناروغان په کې رغېدلي دي.
مسوولانو ويلي، اوسمهال په دې مرکز کې ۱۵۸ نرینه او ښځینه ناروغان، چې ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښ رامنځته کوي؛ ساتل کیږي او تر درملنې لاندې دي. د ۸۰۴ نورو ناروغانو درملنه هم په خپلو کورونو کې روانه ده.
ډاکټران وايي؛ هغه ناروغان، چې ټولنې ته جدي ګواښ وي؛ په دې مرکز کې پرلهپسې د ساتنې زمینه ورته برابره شوې ده او منظمه درملنه یې کیږي.
یو شمېر هغه ناروغان، چې مخکې په نامناسب حالت کې دغه مرکز ته راوړل شوي وه؛ اوس د رغېدا په حال کې دي او له ترلاسه شویو خدمتونو خوښي څرګندوي.
د هلال احمر د سویلي حوزې د ریاست مسوولان وايي، د بېوزلۍ او کورنیو ستونزو له کبله د رواني ستونزو له زیاتېدا سره دوی له شته ننګونو سره – سره هڅه کوي رواني چوپړتیاوې پراخې کړي، چې ډېرو ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته ولاړ
د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د یوه پلاوي پر مشرۍ د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د تجربو د شریکولو لپاره بېلاروس ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.
د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت مرستیال بیریس اندرسیوک د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر او مل پلاوي هرکلی کړی او دغه سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر به د سفر پر مهال د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرانو سره لیدنه وکړي او د بېلاروس له دولتي طبي پوهنتون، د درملو له دولتي تولیدي شرکت، د زړه او سرطان ناروغیو د درملنې له تخصصي مرکزونو، د جمهوریت د روغتیا ساتنې او وباپېژندنې له مرکز او د ښار له بېړنۍ کلینیکي روغتون څخه لیدنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دغه سفر کې به د روغتیايي چوپړتیاوو، طبي زدهکړو، د درملو تولید او د روغتیا د تخصصي برخو د پراختیا په برخو کې د تجربو پر شریکولو هم خبرې وشي.
-
سوداگري4 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تازه خبرونه3 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
-
لوبی2 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی3 days agoافغانستان بنګلهدېش ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
