روغتيا
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي له بریټانیايي ډیپلوماټ څخه د روغتیایي همکاريو غوښتنه وکړه
نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي د شنبې پر ورځ (د زمري شلمه) د افغانستان لپاره د بریټانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: په دغه کتنه کې، چې په کابل کې ترسره شوې؛ د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره پر مرستې، نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنې، د مور او ماشوم د روغتیا په اړه همکارۍ او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو جلبولو بحث او خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي: په تېرو دوه کلونو کې د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې او د دوی یو لوی شمېر اوس هم په مرکز کابل او په ولایتونو کې د روږدو د درملنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.
دغه راز د بریټانیا د سفارت چارسمبالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړه.
ویل کیږي، چې افغانان هر کال په میلیونونو ډالر له افغانستان څخه بهر د ناروغانو پر درملنه لګوي؛ ځکه، نو خلک په هېواد کې د معیاري روغتونونه جوړول غواړي او نه غواړي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو پیل کړ
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوهیم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
دا کمپاین به د می له اتهلسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوهویشتمې روان وي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.
روغتيا
د قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
د قابلو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په افغانستان کې د یوه پیغام پر خپرولو د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره د قابلګۍ په برخه کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
په پیغام کې راغلي، چې قابلې د روغتیايي نظام مهمه برخه ده او کولی شي د ډېرو مخنیوي کېدونکو مړینو مخه ونیسي. په ځانګړي توګه په هغو هېوادونو کې لکه افغانستان، چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
-
لوبی2 days agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoله ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
-
تازه خبرونه3 days agoد ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان سفارت فرهنګي اتشې د مسکو په درې ورځني« د نړۍ رنګونه» نندارتون کې ګډون وکړ
-
څار3 days agoڅار: د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
-
تازه خبرونه2 days agoمسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
