تازه خبرونه
د قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول
اسحاق ډار د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له پلان شوي پوځي اقدام څخه خبر شو او بیا یې منځګړیتوب ته راودانګل، چې ورسره د هغه شپې د عملیاتو د درولو لامل شو.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چې اسلامآباد تېره میاشت د قطر پر غوښتنه د افغانستان پر وړاندې خپل احتمالي پوځي عملیات وځنډول.
اسحاق ډار د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له پلان شوي پوځي اقدام څخه خبر شو او بیا یې منځګړیتوب ته راودانګل، چې ورسره د هغه شپې د عملیاتو د درولو لامل شو.
هغه زیاته کړې؛ د قطر هڅې ناکامې شوې او د منځګړیتوب له ناکامۍ ناخوښه شو.
ډار ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت باید پخپلې پالیسۍ بیاکتنه وکړي؛ له هغه وخت راپدېخوا، چې دوی واک ته رسیدلي له ۴۰۰۰ څخه ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۲۰ زره ډېر نور ټپیان دي.
هغه خبرداری ورکړی؛ پاکستان “د افغانستان له خاورې څخه د راپورته شوې ستونزې حل کولو” وړتیا لري؛ خو ټینګار کوي، چې د “ورور هېواد” پر وړاندې مستقیم نظامي اقدام ښه غوراوی ندی.
ډار روسیې او بحرین ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمهییز ثبات لپاره خورا مهمه ده.
نوموړي دا ادعا هم کړې، چې اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه د پاکستان له دریځ ملاتړ کړی او د افغان کډوالو د ستنولو بهیر “پر درناوي” روان دی.
د افغانستان اسلامي امارت د اسحاق ډار دې څرګندونو ته تر دې دمه ځواب ندی ویلی.
په دې وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی؛ پاکستان پرلهپسې ډول اسلامي امارت د ټي ټي پي پر ساتلو تورن کړی، خو دا ادعا تل کابل رد کړې او څرګندوي، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په کور کې دننه پخپله حل کړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”
عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
هغه پر افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نهوینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»
جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه3 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه3 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه2 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
