تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر افغانستان ته په خپل سفر کې د همکارۍ ژمنه کړې
اسلامي امارت ويلي، چې د کډوالۍ او کورني بې ځایه شویو د ستونزو د ښه حل په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره هوکړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي افغانستان ته د خپل سفر بر دوه یمه ورځ د اسلامی امارت له اړوند چارواکو سره لیدلي او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړی دی.
د اسلامي امارت چارواکو څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په دې اړه د هر راز همکارۍ ژمنه کړې او خپلو اصلي سیمو ته د بې ځایه شویو د ستنیدو او هېواد ته د کډوالو د راستنېدو په برخه کې یې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هیله لري چې کابل ته د فلیپو ګراندي سفر به د کورنیو بیځایه شویو او راستنېدونکیو کدوالو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د ګډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ چارواکي ویلی، چې افغانستان ته له راستنیدونکیو افغانانو او په کور دننه بې ځایه شویو افغانانو سره به خپلې مرستې له سره پيل کړی.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالی کمیشنر فلیپيوګراندي له شپږ میاشتنې ځنډ وروسته کابل ته راغلی او وایي؛ هېواد ته د راستنېدونکیو افغانانو او په کور د ننه له بېلابېلوعواملو له کبله بې ځایه شویو سره به خپلې مرستې پراخې کړي.
هغه زیاته کړې، چې افغانان تر بل هروخت اوس زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې له تېرو ۴ لسیزو راپدیخوا له افغانانو سره مونږ همکاري کوو او دا بهیر به روان وساتو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی فلیپيوګراندي وایي: مونږ په تېر کې هم له افغانانو سره مرستې کړې او اوس به هم دا بهیر روان وساتو؛ ځکه، چې افغانان اوس ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مسوولین وایي؛ هڅه کوي له هغو افغانانو سره همکاري ډېره کړي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي او له بې ځایه شویو افغانانو سره به هم مرستې وشي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویلې؛ هڅه کوي، چې د بېځایه شویو کسانو لپاره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې نورې هم زیاتې تر لاسه شي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلان خروټی وایي: مونږ کوښښ کوو، چې خپلو هغه هېوادوالو ته، چې هېواد ته راستنیږي مرستې برابرې کړو مونږ له یو ان اچ سي ار مننه کوو، چې ورته مرستې برلبروي.
د ملګرو ملتونو دې عالي رتبه چارواکي له عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.
عبدالله عبدالله ویلي، چې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستې او همکارۍ د افغانانو اړتیاوو ته په کتو سره خورا اغېزناکې دي. هغه له افغانانو سره د نړۍ د مرستو او همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د هغو افغان اتباعو وضعیت، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د امریکا لخوا قطر، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي؛ ناڅرګند دی.
سپینه ماڼۍ په دې اړه وايي، امریکا ته د هغو افغانانو د لېږدولو ژمنه کوي، چې په تېرو شل کلونو کې یې په افغانستان کې له دوی سره همکاري کړې ده.
کډوالي او بې ځایه کېدل له لسیزو راپدیخوا د افغانانو یوه له سترو ستونزو ده.
د نوي حکومت له واکنمیدو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د وضعیت د لا خرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. همدې اندېښنو د دې کمیشنرۍ مشراړ کړ، چې کابل ته سفر وکړي او له چارواکو سره د کډوالو په ستونزو خبرې وکړي. د شمېرو له مخې، په تېرو اووه میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو او ترکیې ته تللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي: مونږ له قطر سره له نږدې کار کوو، چې هلته خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او له ګاونډ هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي؛ پاتې همکار خلک امریکا ته راولېږدوي او زمونږ له ځینو شریکانو او متحدینو سره مرسته وکړي، چې له زمونږ سره ولاړ او زموږ تر څنګ یې جګړه کړې.
د نوي حکومت له راتګ او د بهرنیو مرستو له کمیدو او د بندیزونو له امله په افغانستان کې بېوزلي او لوږه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو دعالي کمشینرۍ چارواکو د خپل سفر پر مهال ويلي؛ که څه هم په اوکراین کې د ګډوالۍ د زیاتېدو ستونزه په پراخیدو ده؛ خو ژمنه کوي، چې له افغانانو سره به خپلي همکارۍ جاري ساتي.
تازه خبرونه
افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .
ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
