تازه خبرونه

د منځنۍ او سویلي آسیا نښلېدا د امنیت او هوساینې زیری لرلی شي – زلمی خلیلزاد

خلیلزاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دا چاره کولی شي د دواړو سیمو هېوادونو ته د نور ډېر امنیت او هوساینې زمینه برابره کړي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د لېږد رالېږد، اړیکو او انرژۍ په برخو کې د نښلېدنې پراخېدا کولی شي دواړه سیمې له بدلونونو سره مخ کړي.

خلیلزاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دا چاره کولی شي د دواړو سیمو هېوادونو ته د نور ډېر امنیت او هوساینې زمینه برابره کړي.

هغه دا څرګندونې د ترمذ خبرو اترو د دوه‌یم پړاو د جوړېدا په غبرګون کې کړې، چې ټاکل شوې سبا (پنجشنبه د غبرګولي څوارلسمه) په ازبکستان کې پیل شي.

ټاکل شوې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version