تازه خبرونه
د م.م عمومي منشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې له غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
څومره، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه نږدې کیږي، د بهرنیو او کورنیو چارواکو ترمنځ د خبرو لړۍ هم زیاتیږي. له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په واشنګتن کې د امریکا د بهرنیو چارو له سرمنشي سره د دې غونډې په اړه خبرې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، دوی له ملګرو ملتونو سره د افغانستان پر وضعیت له نږدې خبرې کړي او د ښځو پر کار او زدهکړو د بندیز په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
انتونیو بلینکن وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د رهبرۍ رول لوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي؛ یقیناً موږ به د افغانستان د وضعیت په اړه له نږدې خبرې وکړو، زه د طالبانو د وروستي اقدام په اړه هم خپله ژوره اندېښنه څرګندوم، چې یو ځل بیا یې افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د عملیاتو بهیر یې هم خراب کړی دی.
همدارنګه د يوناما سياسي مرستيال مارکس پوتزل د رییس الوزار له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، چې د ٢٢ هېوادونو او دوه نړيوالو ټولنو استازي به د افغانستان، سيمې او نړۍ د بشري حقونو او امنيت په اړه د دوحې په غونډه کې خبرې وکړي.
د دې بنسټ خبرپاڼه د پوتزل د څرګندونو له مخې په ډاګه کوي؛ نوموړي د امنیت ټینګښت، له نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت کړنې ستایلي او وایي، چې دغه کړنې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ پر مثبت تعامل اغېز لري.
د رییس الوزار اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي: اسلامي امارت د اسلامي شريعت او ملي ګټو په چوکات کې د نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، ښوونې او روزنې او د مطبوعاتو آزادۍ ته درناوى کوي. همدې مسائلو ته پر کتو هيله لري، چې د دوحې د غونډې ګډونوال د مثبتو او مهمو مواردو په پام کې نيولو سره ګټورې او مثبتې پرېکړې وکړي.
عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د نړیوال امنیت خوندیتوب، د نشه یي توکو د کښت، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال بشپړ مخنیوی او د اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.
هغه ویلي، چې افغانستان به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
ټاکل شوې د دوحې غونډه، چې د مۍ میاشتې پر لومړۍ او دوهیمه جوړیږي؛ د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو عمومنشي ګډون وکړي.
ځینې خلک پدې باور دي، چې ښايي دغه غونډه د نړيوالو مسايلو په اړه د روسيې، چين او امريکا په څېر هېوادونو د نظر د اختلاف له کبله ګټوره پايله ونهلري.
تازه خبرونه
په روسیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر له میشتو افغانانو سره ولیدل
په دې ناسته کې سفیر ګل حسن حسن له ګډونوالو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان په اړه د روسیې له مهم ډیپلوماتیک ګام ستاینه وکړه او هیلهمن شو، چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندل به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د روسیې په فډراسیون کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د دې هېواد له میشتو افغانانو سره تعارفي ناسته ترسره کړې ده.
په دې ناسته کې سفیر ګل حسن حسن له ګډونوالو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان په اړه د روسیې له مهم ډیپلوماتیک ګام ستاینه وکړه او هیلهمن شو، چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندل به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
سفیر همدارنګه ټینګار کړی، چې هغه به له خپلې کاري ډلې سره یوځای په روسیه کې میشتو افغانانو ته صادقانه خدمت وکړي او هڅه به وشي، چې د دوی ستونزې او اړتیاوې پخپل وخت حل کړو.
په روسیه کې د میشتو افغانانو قومي مشرانو او د زدهکړیالانو استازو هم د ناستې پر مهال خبرې وکړې.
دوی د افغانستان په اړه د روسیې له وروستي دریځ څخه خوښي څرګنده کړه او د سفیر ګل حسن حسن له ټاکل کېدو یې هرکلی وکړ.
ویناوالو ویلي؛ د روسیې لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې پراخوي، بلکې په روسیه کې به د میشتو افغانانو د ننګونو په حل کې هم اغېزمن رول ولوبوي.
تازه خبرونه
له ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییز ایستل وحشیانه دي – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد ویلي: هغه د هرات په سرحدي سیمه کې له خپلو همکارانو څخه، چې هلته د سلګونو زره افغان کډوالو سره د مرستې لپاره تللي؛ ځوروونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د سولې پخواني افغان ــ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد له ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییزې ایستنې ته په غبرګون کې دا کړنه “وحشیانه” یاده کړې او له ایران څخه یې د دې بهیر د ورو کولو او له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد ویلي: هغه د هرات په سرحدي سیمه کې له خپلو همکارانو څخه، چې هلته د سلګونو زره افغان کډوالو سره د مرستې لپاره تللي؛ ځوروونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ایراني ځواکونه له سړکونو پرته له مخکنۍ خبرتیا افغانان نیسي، په بسونو کې اچوي او تر افغان پولې یې رارسوي.
هغه زیاته کړې: “کله، چې کډوال غواړي په سولهییز توګه له خپلو کورنیو سره له دې هېواده ووځي؛ نو دوی ته ویل کیږي، چې د دوی د کورنۍ غړي به جلا وشړل شي او دوی باید پخپله د هغو لټون وکړي.”
خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې افغانستان پخپله له جګړې وروسته په بحران کې دی؛ نشي کولی په لنډ وخت کې دومره لوی شمېر کډوال جذب کړي.
هغه دا ټینګار هم کړی؛ ډېری راستنېدونکي کلي یا خپلوان نلري، چې ورستانه شي.
هغه له ایران اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل؛ د جبري ایستنې بهیر دې ورو او له افغان او نړیوالو مرستندویه ادارو سره همغږي وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې کډوال انسانه او باعزته خپل هېواد ته ستانه شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د جنرال میلي د وسلو پرېښودو پرېکړه احمقانه وه
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د کابینې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د پوځ له دې پرېکړې سره، چې په افغانستان کې یې د میلیارډونو ډالرو پوځي تجهیزات پرېښول؛ مخالفت و او پدې اړه یې له جنرال میلي سره بحث هم کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړي او د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي یې د پوځي تجهیزاتو د پاتې کېدو پر وړاندیز “احمق” وباله.
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د کابینې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د پوځ له دې پرېکړې سره، چې په افغانستان کې یې د میلیارډونو ډالرو پوځي تجهیزات پرېښول؛ مخالفت و او پدې اړه یې له جنرال میلي سره بحث هم کړی دی.
هغه زیاته کړې: “زه پوهیدم، چې میلي یو احمق دی.”
ټرمپ ويلي: جنرال میلي استدلال کړی و، چې له افغانستان څخه د تجهیزاتو لېږدول ګران تمامیږي او غوره یې پرېښودل دي؛ خو دا پرېکړه او د امریکايي ځواکونو چټک او نامنظم وتل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې شېبه” وه.
هغه ټینګار کړی، چې اصلي ستونزه نه یوازې د سرتېرو ایستل ول، بلکې د وتلو هغه نامنظمه، وژونکې او سپکوونکې طریقه وه، چې په کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړې: ” نه یوازې مونږ له افغانستان څخه راووتو، بلکې له شرموونکو تلفاتو سره مو هغه ځای پرېشوو، چې راته شرم دی.”
ټرمپ له دې مخکې هم د جو بایډن اداره او د امریکا پوځي قومندانان پدي بڼه وتلو تر نیوکې لاندې نیولي او دا یې د هېواد د معاصر تاریخ ترټولو بده پوځي پرېکړه یاده کړې وه.
د فاکس نیوز د راپور له مخې: جنرال میلي، چې اوس متقاعد دی؛ تر اوسه یې د دغو نویو څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو پخوا یې ویلي وه، چې ټرمپ فاشیست دی او واک ته له بیا رسېدو سره به له خپلو منتقدینو غچ واخلي.
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان وتل مو د تاریخ له شرمه ډکه شېبه وه – ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days ago
د محرم لسمه د امن په فضا کې ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د دوغارون له لارې ۴۹۰ زره افغانان ستانه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې پروژه پرانیستل شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کونړ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پر ۳۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days ago
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي