Connect with us

تازه خبرونه

د نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۵

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راوتلو سختو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له ۱۰۰ ډېر کسان اوس هم ورک ګڼل کېږي.

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.

چارواکو مخکې ویلي ول، چې سېلابونه د دوشنبې ورځې ماسپښین شاوخوا درې بجې پارون ښار وځاپه او د ښاروالۍ ودانۍ، څو هوټلونه، د مخابراتو دفترونه، پارکونه، پلونه او لسګونه استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي دي.

د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې سېلابونو د ولایت په مرکز کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او اټکل کېږي، چې مالي زیانونه یې شاوخوا ۳۵ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېږي.

اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیانمنو شویو ته یې د مرستو ډاډ ورکړی. په داسې حال کې، چې د ژغورنې ډلې اوس هم په سیمه کې د مرستو او لټون عملیات پر مخ وړي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو پر محدودیتونو بیاکتنه وکړي – ملګري ملتونه

دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې کړي او په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون حقونه خوندي کړي.

دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته خپلو کاري ځایونو ته بې‌خنډه لاسرسی او زیان‌منو خلکو؛ ښځو او نجونو، ته د مرستو رسول ډېر اړین دي.

هغه ویلي؛ ښځو ته د دې زمینه برابرول، چې ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، د اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره یوه اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټېفان ډوجاریک د څرګندونو له مخې؛ د سپټمبر اوومه هغه ورځ ده، چې کال مخکې افغان ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې.

نوموړي ویلي، پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او په عامه ژوند، زده‌کړو او د کار په ډېرو برخو کې د هغوی د بشپړ ګډون مخنیوی مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دغه محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدا پر وړاندې هم جدي خنډ دي.

ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د افغان ښځو د لاسرسي محدودول افغانانو ته د ژغورنې او نورو مرستو د رسولو وړتیاوې کمزورې کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ

د هه‌نګاو بشري حقونو ټولنې راپور ورکړی، چې ولي‌جان نورزي د چارشنبې پر ورځ د ایران د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شو.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۶, ۱۴۰۵

 

ایران په رفسنجان زندان کې یو ۲۹ کلن افغان زنداني وګړی، چې پر اعدام محکوم شوی و؛ اعدام کړی دی.

د هه‌نګاو بشري حقونو ټولنې راپور ورکړی، چې ولي‌جان نورزي د چارشنبې پر ورځ د ایران د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شو.

د یاد راپور له مخې، نورزی درې کاله مخکې د «عمدي وژنې» پر تور د ایران د پولیسو له‌خوا په رفسنجان کې ساتل‌کېده، چې وروسته بیا قضايي ادارې پر اعدام محکوم کړی و.

هه‌نګاو ویلي، نورزی د نیول کېدا پر مهال د ایران د پولیسو د ډزو له کبله ټپي شوی و او د همدې ټپ له کبله یې د تګ وس نهډرلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!