سوداگري
د هېواد په لویدیځ کې صادراتو کچه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې
د هرات ګمرک چارواکو ويلي، چې د اسلام کلا له بندر څخه هره ورځ څه باندې ۵۰ موټر صادراتي توکو ایران او نورو بهرنیو بازارونو روان دي.
د هرات ګمرک مشر مهاجر فراهي وايي؛ د اسلام کلا او تورغنډۍ له لارې مو د صادراتو کچه له ۴۰ سلنې هم لوړه شوې دی او د ورځې ۵۰ لارۍ صادرات لرو.
د هېواد د لویديځې حوزې د صادروونکیو اتحاديې مشر محمد عثمان انصاري ویلي؛ د هېواد په لویدیځ کې سوداګر حیواني محصولات، بوټي، غالۍ او وچې میوې صادروي.
که څه هم د هرات له دوه بندرونو تورغونډۍ او اسلام کلا څخه د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه ډېره ده؛ خو سوداګر ټینګار کوي، چې د توکو د صادراتو لپاره باید نورې آسانتیاوې هم برابرې شي.
غالۍ صادروونکی فرید احمد صبور وایي: کله، چې د صادراتو خبره راځي؛ مونږ کولی شو په ورو ورو صادرات پیل کړو، فرمایشونه تر لاسه او د سپارښتنو له مخې کار وکړو.
د هرات عطارانو اتحادیې مشر عبدالسلام امیني ویلي؛ مونږ ویلي شو، چې کېدی شي له ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنې پورې د بوټو او درمل صادر وي؛ خو ۴۰ سلنه به وادرات وي.
که څه هم سوداګرو سږ کال ډېر محصولات بهرنیو بازارونو ته صادر کړي؛ خو اوس هم داسې لار نشته، چې خپل محصولات اروپايي او امریکايي بازارونو ته ورسوي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ مشر محمد زبیر دین پرور ویلي؛ زمونږ هڅه دا ده، چې هوايي دالانونه رامنځته شي؛ ځکه هغهه ستونزې، چې د صادرونکیو پر وړاندې وې اوارې شوي او د الله پاک فضل دی، چې د تېر کال پر پرتله د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د تورغونډۍ او اسلام کلا له بندرونو هره ورځ له ۳۰۰ ډېر موټر، چې سوداګریز توکي په کې بار وي تګ راتګ کوي؛ خو صادرات یې د وارداتو په پرتله کم دي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.
-
نړۍ4 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانیا د افغانستان په ګډون د څلور هېوادونو وګړو ته ویزې وځنډولې
