تازه خبرونه

د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې مسوولانه ندي

ذبیح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ اسلامي امارت د دا ډول غیرمسوولانه او پاروونکو څرګندونو سخت غندنه کوي او د پاکستان له اړوند بنسټونو غواړي، چې د افغانستان په اړه له رسمي دریځونو د وتلو او غیرمنطقي تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره تمرکز وکړي.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۷, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څرګندونې، چې د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه شوې؛ نه یوازې له واقعیت سره کوم تړاو نلري، بلکې د یوه مسوول پوځ له دریځ او معیارونو سره هم ښکاره ټکر لري.

ذبیح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ اسلامي امارت د دا ډول غیرمسوولانه او پاروونکو څرګندونو سخت غندنه کوي او د پاکستان له اړوند بنسټونو غواړي، چې د افغانستان په اړه له رسمي دریځونو د وتلو او غیرمنطقي تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره تمرکز وکړي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد دی، چې ځواکمن امنیتي جوړښت او رهبري لري او پر ټولې خاورې یې بشپړ حاکمیت ټینګ دی.

هغه زیاته کړې: « مونږ په ښکاره ټینګار کوو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې هر ډول څرګندونې او د ګواښ ژبې کارول د افغانستان ملت ته د منلو وړ ندي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د پاکستان له اړوند بنسټونو څخه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته پر کتو مسوولانه چلند وکړي او سنجول شوې او محتاطه وینا خپله کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي شپاړلسمه) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان امنیتي مسایلو په ځانګړي توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ډېر پام رااړولی و.

هغه د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړې ته په نغوته کې ویلي، چې په دې هوکړه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه‌کارول شي؛ خو د ده پر وینا، دا مهال په افغانستان کې ترهګرې ډلې او منع شوي بنسټونه حضور لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

Trending

Exit mobile version