Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو سپارښتنه وکړه

خپور شوی

د

د رویترز د څرګندونو له مخې: له هغې وروسته، چې د عمران خان پلویانو د هغه کور ته د پولیسو د ننوتلو مخه ونیوله؛ نو پاکستنيو پولیسو د یکشنبې پر ورځ د هغه د نیولو امر وکړ.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په اکتوبر میاشت کې دغه ۷۰ کلن د کرکت اتل او سیاستوال د بهرنیو مشهورو شخصیتونو د ډالیو د پلورلو پر تور مجرم پېژندلی او د نیولو سپارښتنه یې کړې ده.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې په فساد ضد محکمه کې د هغه پر ​​وړاندې تورونه درج کړل، چې تېره اوونۍ یې د نیولو امر صادر کړ. له هغې وروسته، چې عمران خان د بار بار احضار سره سره محکمې ته حاضر نه‌شو.

خان د تېر کال په پیل کې پر پارلماني رایو له دندې لرې شو او له همغې ورځې راپدیخوا یې د ټاکنو سمدستي غوښتنه کړې ده.  د خهغه دا غوښتنه د هغه د ځایناستي شهباز شریف لخوا رد شوه، چې ټاکنې به د روان کال په وروستیو کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې ترسره شي.

هغه تېر کال د بېړنیو ټاکنو د پیل لپاره د ټول پاکستان پر کچه د لاریونونو مشري وکړه او په یوه لاریون کې پر ډزو ولګېده او ټپي هم شو.

هغه د یکشنبې پر ورځ محکمې ته د نه حاضرېدو او د ډزو پېښې ته په نغوته کې وویل: دوی(پولیس) پوهیږي، چې زما ژوند ته ګواښ شته او زیاته یې کړه، چې محکمو مناسب امنیت چمتو کړی ندی.

د خان مرستیال فواد چودري ویلي؛ ناشونې ده، چې عمران خان ونیول شي؛ ځکه، چې هغه د سترې محکمې د خوندیتوب ضمانت ترلاسه کړی دی.

چودري وایي، چې حکومت غواړي د پخواني لومړي وزیر له نیولو سره سیاسي ګډوډي جوړه کړي او له وخت مخکې ټاکنو مخه ونیسي، چې د هېواد په ځوانانو او ښاري رای ورکوونکیو کې اوس هم خپل ځای لري.

رویترز څرګنده کړې، چې د اسلام‌آباد پولیسو په یوه بیان کې ویلي: کله، چې عمران خان د لاهور په خپل استوګنځي کې ونه موندل شو؛ نو دوی یې د نیولو امر صادر کړ.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د څرګندونو له مخې؛ خان اړ دی، چې د مارچ پر اوومه عدالت ته حاضر شي. که هغه په دې کار کې بریالی نه‌شي، نو پولیس اړ دي، چې هغه ونیسي او عدالت ته یې وروپېژني.

سیمه ییز خبرونه

ایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی

د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.

Published

on

ایران وايي، چې د تېلو بندول به تر هغې روان وساتي، چې پر دې هېواد بریدونه پای ته ونه‌رسیږي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټرمپ څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي بنسټونو د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا خامنه‌یي له غوراوي خبر ورکړ، چې ورسره نړیوال مالي بازارونه هم له اندېښنو سره مخ شول.

ټرمپ څرګنده کړې؛ امریکا د ایران پوځ ته جدي زیان رسولی او وړاندویېنه یې کړې، چې شخړه به د هغه له ټاکل شوي څلور اوونیز وخت څخه مخکې پای ته ورسیږي. که څه هم هغه د بریا له څرنګوالي څه ندي ویلي.

اسرائیل ويلي؛ د دوی د جګړې موخه د ایران د مذهبي واکمنۍ د سیسټم نسکورول دي.

امریکایي چارواکو ويلي، چې د واشنګټن هدف د ایران د توغندیزو وړتیاوو او اټومي پروګرام له منځه وړل دي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړه یوازې د ایران د حکومت له اطاعت سره پای ته رسېدلی شي.

د ایران یوه ویاند دولتي رسنیو ته ویلي، “مونږ هغه کسان یوو، چې د جګړې پای ټاکو.”

دغه راز ویل کیږي، چې د تهران د تېلو پر چاڼ‌خونې له برید وروسته د جګړې له کبله د هرمز تنګي د بندېدا ګواښ نړۍ ته د انرژۍ نه‌رسېدلو په اړه بېلابېلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اندېښنې رامنځته کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

مجتبا خامنه‌یي د ایران نوی مذهبي رهبر شو

نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس له‌خوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنه‌یي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.

Published

on

ایران د دوشنبې پر ورځ د علي خامنه‌یي ځایناستی د هغه زوی سخت دریځی مجتبا خامنه‌یي د مذهي رهبر په توګه ونوماوه.

رویټرز راپور ورکړی، چې مجتبا یو داسې عالم دی، چې د ایران په امنیتي ځواکونو کې نه یوازې پراخ نفوذ لري، بلکې له پلاره ورپاتې د سوداګریزو برخو رهبري هم کوي.

نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس له‌خوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنه‌یي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.

د خبرګانو مجلس د تهران د وخت له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: “د یوې پرېکنده رایې له مخې آیت الله سید مجتبا حسیني خامنه‌یي د ایران درېیم رهبر شو.”

دا مقام مجتبا ته په حکومتي چارو کې بشپړواک ورکوي.

ټرمپ د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا د ټاکنې په غبرګون کې ویلي: “وګورو، چې څه پېښیږي.

ټرمپ د نوي مذهبي رهبر له نومولو وروسته له اسرائیل ټایمز سره په یوه مرکه کې له هر اړخیز ځواب ویلو څخه ډډه کړې؛ خو یوازې یې وویل: ” وګورو، چې څه پېښیږي.”

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ په دې مرکه کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسول د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ګډه پرېکړه غواړي.

د مجتبا پلار ستر مذهبي رهبر علي خامنه‌یي له یوې اوونۍ څخه ډېر وخت کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په پیل شویو لومړیو بریدونو کې وژل شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو مشرتابه مجتبا خامنه‌یي ته د وفادارۍ ژمنه کړې او د سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی چمتو دي، چې له نوي مذهبي رهبر ملاتړ روان وساتي.

د ایران امنیت شورا رییس علي لاریجاني د یکشنبې پر ورځ د ایران په دولتي ټلویزیون کې له اعلان وروسته ویلي، چې د خبرګانو مجلس د نوي ستر مذهبي رهبر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه؛ سره له دې، چې ورسره ګواښونه هم مل ول.

لاریجاني ویلي؛ مجتبا خامنه‌یي کولی شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد رهبري وکړي او پر نوي رهبر یې د راټولېدو غوښتنه وکړه.

ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په ټوله سیمه کې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی د امریکا نااړینو دولتي کارمندانو او د هغو د کورنۍ غړو ته امر کړی، چې د خطرونو له کبله له سعودي عربستان څخه ووځي.

د سعودي دفاع وزارت د امریکا پر سفارت د ایران له برید وروسته د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی یوه ډرون الوتکه ویشتلې، چې هڅه یې کوله ډیپلوماټیکه سیمه پر نښه کړي.

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د کمپاین پر نهمه ورځ د جګړې شدت زیات او د تهران پر فضا تور لوګی پورته شو. د ایران اوسېدونکو ویلي، چې د تېلو پر زیرمو د بریدونو له کبله د شپې آسمان پر نارنجي شعلو ړنا و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي، چې دا برید پراخه و.

ویل کیږي، چې د ایران د نوي مذهبي مشر له معرفي کولو وروسته د تېلو بیه هم لوړه شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه

هغه په ​​یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.

Published

on

د ایران د خبرګانو مجلس غړی محمد مهدي میرباقري ويلي، چې د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه د “اکثریت” نظر چمتو شوی دی.

هغه په ​​یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د خبرګانو مجلس په دې اړه یو کوچنی اختلاف لري، چې آیا د دوی وروستۍ پرېکړه باید له حضوري ناستې وروسته وشي یا پرته له داسې رسمي مراسمو رامنځته شي.

دغه راز د خبرګانو مجلس بل غړي محسن حیدري آل کثیر په یوه ویډیو کې ویلي؛ په اوسنيو شرایطو کې د وروستۍ رایې لپاره د غونډې مخامخ یا حضوري ناسته ممکنه نده.

نوموړي زیاته کړې: دا غوراوی د علي خامنه‌یي د  سپارښتنې له مخې د ایران رهبر باید داسې څوک وي، چې دښمن ترې کرکه ولري؛ نه دا، چې ستایل شوی وي.

حیدري آل کثیر د غوره شوي ځایناستي په اړه وایي: «حتا لوی شیطان (امریکا) د هغه نوم یاد کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه: د خامنه‌یي زوی مجتبی ورته د «نه منلو » غوراوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!