تازه خبرونه
د پاکستان کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو په اړه شهباز شریف ته راپور ورکړ
په دې کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو د وروستۍ نېټې له پای ته رسېدو وروسته د اقداماتو پر پلي کولو ټینګار وشو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چارشنبې پر ورځ( د وري پر دیارلسمه) له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل او په اختر کې یې د امنیت او د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په اړه راپور ورکړ.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو د وروستۍ نېټې له پای ته رسېدو وروسته د اقداماتو پر پلي کولو ټینګار وشو.
پاکستانيو چارواکو خبرداری ورکړی؛ د هغو افغان کډوالو پر وړاندې به قانوني اقدامات وشي، چې د ACC کارتونو او اسنادو پرته له پاکستان څخه د وتلو له ټاکل شوي مهالوېش څخه سرغړونه کوي.
دغه راز پاکستانيو رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخېراپور ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د «په خپله خوښه د وتلو» د ضرب الاجل له ختمیدو سره د پاکستان حکومت د پنجشنبې پر ورځ د دغو مهاجرینو د جبري ایستلو دوهیم پړاو پیل کړ.
يو شمېر افغان کډوال وايي، چې پوليسو د اسلامآباد، راولپنډۍ او پېښور په بېلابېلو سيمو کې د افغانانو نيول پيل کړي او افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو هڅې يې ګړندۍ کړي دي.
هغو افغان کډوالو، چې له څلورو لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې اوسېږي؛ یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دوی د اوسېدو موده وغځوي.
افغان کډوال وایي: زه دلته زدکړه کوم؛ د نهم ټولګي زدکوونکی یم. زمونږ امتحان ته څو ورځې پاتې دي؛ د پاکستان له حکومته رحم غواړم. مونږ دې دلته پاتېکېدو ته پرېږدي، چې ښه راتلونکی جوړ کړو.
دې کډوال زیاته کړې: دا ډېره غیرعادلانه ده؛ مونږ په پاکستان کې لوی شوي یوو او دلته مو کلونه کلونه تېر کړي او ژوند مو کړی دی. مونږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو؛ مونږ دې نه شړي، چې آرام ژوند وکړو.
د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې یوازې ویزه لرونکي په پاکستان کې ژوند کولی شي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت هم ویلي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ویزو د ورکولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د مهاجرینو د باعزته ستنېدو او له هغوی سره د انساني چلند غوښتنه کوي.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
تازه خبرونه5 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی3 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
