تازه خبرونه
د کابل پولیتخنیک د جیولوژۍ او کانونو پوهنځي فارغان، شرکتونو ته د کار لپاره وروپېژندل شول
د لومړي ځل لپاره د کابل پولیتخنیک د جیولوژۍ او کانونو پوهنځي د ۱۴۰۱ کال ټول ۳۸ فارغان د کانونو په پروژو کې د کار لپاره کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته معرفي او پر کار وګمارل شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې درېیمه ) په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې څرګنده کړه: مونږ د ۱۴۰۱ کال ټول فارغان له پولیتخنیک، کان کیندنې، اکتشاف، جیولوژي او انجینرۍ څخه استخدام کړل.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې؛ افغانستان بډایه کاني زېرمې لري او دوی مسوولیت لري، چې دغه زېرمې په سمه توګه مدیریت کړي او خپل ولس او هېواد ته په صداقت او رښتیا کار وکړي او هېواد پر ځانبسیا شي.
نوموړی وایي: له سرپو څخه نیولې تر سرو زرو، جستو او مسو او له یاقوتو څخه تر بیروجو پورې؛ مونږ او تاسې په هره څانګه کې هر څه لرو، الحمدلله. یوازې همت پکار دی؛ اخلاص پکار دی او صداقت ته اړتیا ده.
دغه راز د پولیتخنیک پوهنتون مسوولینو ویلي، چې د شرکتونو او دولتي بنسټونو له داخلي ظرفیتونو څخه کار اخیستل اړین دي.
د کابل پولي تخنيک پوهنتون عمومي ریيس عبدالرشيد اقبال ويلي: راځئ، چې خپل انجنير د لږې تجربې او پوهې پر لرلو له بهرنۍ پوهې او تجربه لرونکي انجنيره غوره وګڼو. هغه به هیڅکله زمونږ په ګټه نه وي؛ خو همدغه بې تجربې او د لږ پوهې لرونکی انجنیر به زمونږ په ګټه وي.
د افغان انوسټ شرکت رییس شیېرباز کمین زاده ویلي: راځئ، چې په خپل هیواد کې ظرفیتونه ولټوو. راځئ، چې خپل کانونه استخراج کړو. تر هغې، چې مونږ دا ظرفیت پیدا کوو؛ مونږ به بهرني انجنیران وکاروو. د همدغو محصلینو ۷۵ سلنه محصلین، چې نن فارغ شوي دي؛ ان شاالله مونږ به ورته د کار زمینه برابره کړو او هغو ته به معاش ورکوو.
اوسمهال پر ډېرو کانونو د استخراج کار روان دی او باور دا دی، چې د طبیعي زیرمو استخراج او پروسس تخصصي بشري سرچینو ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
نړۍ2 days agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه1 day agoپه نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
