Connect with us

سوداگري

د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره مو له نړیوال بانک سره هوکړه کړې

خپور شوی

د

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ملت ته د حساب وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې له نړیوال بانک سره یې د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د عملي کولو په اړه د همکارۍ هوکړه کړې ده.

د برښنا شرکت اجرائیوي رییس صفي الله احمدزي ویلي: هر کال به د کاسا زر پروژې له لارې ۶۵ میلیون دالر عواید افغانستان ته راځي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، ډېر ژر به په کابل کې د چمتلې سب ستېشن پرانیستل شي.

د دغه شرکت مسوولینو په ډاګه کړې، چې آسیایي بانک به د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولته برښنا په لګښت کې مرسته وکړي.

برښنا شرکت ویلي، چې په هېواد کې د انرژۍ لګښت ډېر شوی دی.

دغه راز ویل شوي، چې په تېر یو کال کې کندهار ته د کجکي د ۱۷۰ کیلومتره برښنا مزي د لېږد بشپړېدل، د ۳۳ میلیارد افغانیو عوایدو راټولول او د ۱۴۹۶ جریبه غصب شوې ځمکې او ۴۶ ودانیو بېرته راګرځول د دې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.

د راپورونو له مخې، برښنا شرکت په تېر یوه کال کې ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د وارداتي برښنا لګښت ۳۸۴ میلیون امریکايي دالر ورکړي دي.

دغه شرکت اوس هم له کورنیو سرچینو څخه ۵۰۰ کیلوواته برښنا لري، چې ارزښت یې ۳،۵ میلیارد افغانیو ته رسېږي.

سوداگري

ایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمه‌ییز نښلون سند لاسلیک کړ

د ایران سفارت په دوشنبه ښار کې ویلي، دغه سند د افغانستان، ایران او تاجکستان ټرانسپورټي چارواکو د مشهد د درې‌اړخیزه غونډې پر مهال لاسلیک کړی دی.

Published

on

ایران، افغانستان او تاجکستان د یوه ګډ هوکړه‌لیک له لاسلیکولو سره د ټرانزیټي همکاریو، د توکو د نړیوال لېږد رالېږد او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز نښلون پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایران سفارت په دوشنبه ښار کې ویلي، دغه سند د افغانستان، ایران او تاجکستان ټرانسپورټي چارواکو د مشهد د درې‌اړخیزه غونډې پر مهال لاسلیک کړی دی.

د راپور له مخې، دغه غونډه د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، د توکو د نړیوال ټرانزیټ د ودې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوال ټرانسپورټ په برخه کې د همغږۍ له لارې د رغنده تعاملاتو د پراختیا پر موخه جوړه شوې وه.

دغه هوکړه‌لیک د ایران د سړکونو او سړکیز ټرانسپورټ د ادارې رییس او د ترانسپورټ وزارت مرستیال رضا اکبري، د تاجکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال شایسته سعیدمرادزاده او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د حقوقي چارو او هوکړه‌لیکونو عمومي رییس یارمحمد رمضان لاسلیک کړی دی.

تمه ده، چې د دې هوکړې پلي کېدل به د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د توکو د ټرانزیټ آسانتیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

Continue Reading

سوداگري

ایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا وغږېدل

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.

Published

on

 

ایران، افغانستان او تاجکستان په یوه درې‌اړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سړکیز لېږد رالېږد د همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د توکو د سړکیز لېږد رالېږد په برخه کې د درې‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ټرانزیټي دهلېزونو فعالول، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا د بحث اړین ټکي وه.

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ټینګار کړی، چې دغه نوښت کولی شي نړیواله سوداګري آسانه او په سیمه کې له پرله‌پسې پرمختګ ملاتړ وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د مشهد غونډه له ګډو ظرفیتونو څخه د غوره ګټې اخیستنې، د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، په نړیوالو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د سیمې د ونډې د زیاتوالي او د ټرانزیټي بنسټیزو پروژو د پراختیا لپاره اړین ګام بلل کېږي.

Continue Reading

سوداگري

قزاقستان د اړتیا وړ معدني اومه توکي له افغانستان څخه واردوي

د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.

Published

on

د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایوف ویلي، چې هېواد یې د فلزاتو د ویلې کولو فابریکو او فلزي صنعتونو د اړتیا وړ اومه توکو د برابرولو لپاره له افغانستان او قرغزستان سره هوکړې کړې دي.

د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې د تولید نسبي کمښت د ځینو صنعتي ودانیو د پلان شویو رغنیزو او د کورنیو معدني زېرمو د تدریجي کمېدا له کبله رامنځته شوی دی.

د قزاقستان د صنعت وزیر زیاته کړې، د اومه توکو د پرله‌پسې برابرونې لپاره د نویو تدابیرو له پلي کېدا سره د دې سکټور فعالیت د کال د لومړیو پېنځه میاشتو پر پرتله ۱.۸ سلنه ښه شوی دی.

هغه ویلي، چې کورنیو تولیدوونکو د مسو، جستو او سرو زرو د اومه توکو عرضه زیاته کړې، د جستو د غليظو معدني توکو لېږد بېرته پیل شوی او له افغانستان او قرغزستان څخه د معدني اومه توکو د واردولو لپاره هم هوکړې شوې دي.

ناګاسپایوف همداراز ویلي؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د قزاقستان د تولیدي سکټور وده ۹.۸ سلنې ته رسېدلې، چې تر ډېره د نویو فابریکو او صنعتي پروژو د پرانیستې پایله ده.

هغه ویلي؛ تر اوسه د ۲۵۲ میلیارډ ټنګو پر ارزښت ۷۴ پانګیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې له ۴ زره او ۳۰۰ څخه ډېرې دایمي دندې یې رامنځته کړې دي.

د قزاقستان حکومت پلان لري، چې د روان کال تر پایه د ۱.۷ ټریلیون ټنګو پر ټولیز ارزښت ۲۰۰ نورې پانګیزې پروژې هم عملي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117