تازه خبرونه
د یوناما مشرۍ د کورنیو چارو له چارسمبالي څخه د ورکو شویو ښځو په اړه څېړنه غوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي، چې د ورکو شویو ښځینه هڅاندو موضوع وڅېړي او خلاصون یې ډاډمن کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز په دې اړه د کورنیو چارو له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.
یوناما ټویټ کړی، چې: هغې د طالبانو (اسلامي امارت) له مشرتابه د ورکو شویو ښځینه هڅاندو موضوع وڅېړي، چې د راپورونو له مخې تېره اوونۍ له خپلو کورونو څخه تښتول شوي؛ وڅېړي او خوندیتوب یې ډاډه کړي.
د راپورونو له مخې؛ تمنا زریاب پرواني او د هغې درې خویندې او پروانه ابراهیم خېل، چې د اسلامي امارت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه، له خپلو کورونو نیول شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت هم ټویټ کړی، چې د دې وزارت چارسمبالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې سره کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي؛ میرمن ډیبرا لاینز په افغانستان کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د ملګرو ملتونو د بنسټونو له امنیته ډاډ څرګند کړی دی.
هغې ویلي، نړیواله ټولنه قانع ده، چې مونږ باید له افغانانو سره د فقر په له منځه وړلو کې مرسته وکړو.
د یادونې، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ دوشنبې پر ورځ د سلواغې پر څلورمه په مزارشریف ښار کې ۴۰ هېوادوال په داسې حال کې ونیول شول، چې په ناقانونه توګه یې غوښتل د هوا له لارې بهر ته ووځي.
تازه خبرونه
زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

تازه خبرونه
زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون
تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 5 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی