لوبی
د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولي د لومړۍ ورځې د لوبو پایلې
د دې سیالیو په دوهیمه لوبه کې نوید نادري وکولی شو، چې اقبال حسن څلور پر صفر مات کړي.
د ۲۰۲۵ کال د آریانا سنوکر اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې صالح محمد محمدي وکولی شول، چې ساحل ابراهیمي ته ۴ پر یو ماتې ورکړي او له مخې یې لرې کړي.
د دې سیالیو په دوهیمه لوبه کې نوید نادري وکولی شو، چې اقبال حسن څلور پر صفر مات کړي.
په درېیمه لوبه کې علي احمد بریالی شو محمد صادق محمدي ته څلور پر دوه ماتې ورکړي.
په څلورمه لوبه کې محمد رییس هوتک وکولی شو، چې علي سخي څلور پر صفر وګټي.
په ټول افغانستان کې د سنوکر مېنهوال کولی شي د لیدو وړ دا سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلویزیون، آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، آریانا سپورټ یوټیوب پاڼې او د آریانا ټلویزیون اوبپاڼې ننداره کړي.
دا سیالۍ، چې پرون ( د سلواغې درویشتمه / د فبروري یوولسمه ) پیل شوي د روانې میاشتې تر نههویشتمې / اووهلسمې پورې به روانې وي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
-
تازه خبرونه4 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه4 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه3 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
نړۍ5 days agoد ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
لوبی5 days agoد افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي
