لوبی
د ۲۰۲۵ آسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان ښه وځلېدو
د افغانستان راتلونکې ګروپي لوبې به د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله دېش پر وړاندې او بیا د وږي پر اووهویشتمه / د سپتمبر پر اتهلسمه د سریلانکا پر وړاندې تر سره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د آسیا جام په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې افغان لوبغاړو نه ستړې کېدونکې هحې وکړې او دا یې وښودله، چې دوی دې سیالۍ ته بشپړ چمتووالی لرلو.
صدیق اتل او عظمت الله عمرزی زړاراښکونکې لوبه وکړه او د ۱۸۹ منډو هدف یې وټاکه. په داسې حال کې، چې افغان توپاچوونکو هم دې هدف ته د رسېدو لپاره د هانګکانګ لوبډلې مخه ونیوله.
دا پرېکنده بریا د آسیایي سیالیو وروستیو پړاوونو ته د وړتیا لرلو یو هیلهبښونکې پیل دی.
افغانستان، چې له بنګله دېش، سریلانکا او هانګ کانګ سره د دې سیالۍ په (ب) ګروپ کې دی؛ لومړی باید د آسیا له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي.
د افغانستان راتلونکې ګروپي لوبې به د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله دېش پر وړاندې او بیا د وږي پر اووهویشتمه / د سپتمبر پر اتهلسمه د سریلانکا پر وړاندې تر سره شي.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
لوبی
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټلیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.
ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.
همدارنګه رحمنالله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.
فضلالحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
لوبی
افغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
هندي رسنیو راپور ورکړی؛ افغانستان به ښایي په ډیلي کې راروان سپټمبر د هند پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
افغانستان دا مهال د هند پر وړاندې د یوې ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې روانه میاشت ترسره شي.
افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د نړیوالو سیالیو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو لوبغالي د خپلو کورنیو ډګرونو په توګه کارولي دي.
-
لوبی5 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports5 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
