Connect with us

تازه خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

خپور شوی

د

 

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې د نړۍ د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره سره د ژغورونکو مرستو د برابرولو کچه تر هر وخت ډېره ټیټه شوې ده او میلیونونه کسان په «هېر شویو ناورینونو » کې له سخت خطر سره مخ دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

د NRC سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د وینزویلا او سوډان په ګډون د میلیونونو کسانو لپاره «برخه‌لیک ټاکونکی کال» دی او خبرداری یې ورکړی، چې د مرستو پرله‌پسې کمښت کولی شي د «سترو انساني تلفاتو» لامل شي.

هغه زیاته کړې؛ هېوادونه باید بشري مرستې د اړتیا پر بنسټ، نه د سیاسي ملاحظاتو پر اساس ووېشي او له هغو هېوادونو یې، چې مالي سرچینې لري د بشري ناورینونو پر وړاندې له مسوولیت څخه د ډکو کړنو د تر سره کولو ِوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د NRC د «هېر شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی او د بشري پروګرامونو تمویل یې شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

NRC خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمېدا په داسې حال کې ده، چې له ۲۱.۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور هم له ګاونډ هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د عاجلو بشري مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کورنۍ په افغانستان او نورو ناورین ځپلیو هېوادونو کې له لوږې، بې‌کورۍ او زیاتې ناامیدۍ سره مخ شي.

تازه خبرونه

د طب افغان زده‌کړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه

د اسلامي جمعیت طلبه‌وو اتحادیې(آی‌جي‌ټي) د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پي‌ام‌ډي‌سي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلام‌آباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.

Published

on

د طب افغان زده‌کړیالانو د خپلو زده‌کړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلام‌آباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.

د اسلامي جمعیت طلبه‌وو اتحادیې(آی‌جي‌ټي) د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پي‌ام‌ډي‌سي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلام‌آباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.

د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبه‌وو اتحادیې مشر صاحب‌زاده وسیم حیدر، د اسلام‌آباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو او د اسلام‌‌آباد د اسلامي جمعیت طلبه‌وو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.

د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې له‌خوا پر مخ وړل کیږي.

افغان طبي زده‌کړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زده‌کړو پر دوام اغېز کولی شي.

له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو  په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زده‌کړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.

وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زده‌کړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.

دغه دوسیه د ډېرو افغان زده‌کړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زده‌کړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زده‌کړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.

د اسلام‌‌آباد ستره محکمه به اوس د افغان زده‌کړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي

د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مک‌سوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د بشري حقونو «حال‌وش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مک‌سوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نه‌درلود.

حال‌وش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول.

عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي.

د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته دوام ورکړی دی.

حال‌وش ویلي، چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د قربانیانو کورنیو د مړو د لېږد او خاورو ته سپارلو لپاره هڅې کولې.

دې بنسټ ټینګار کړی، چې د قربانیانو کره شمېر او د پېښې ټول جزئیات یې په خپلواکه توګه نه‌دي تائید کړي او د یو شمېر قربانیانو هویت او د مړینې کره لامل اوس هم تر څېړنې لاندې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي هند ته د سفر پر مهال په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د څارنې له یوه خصوصي لابراتوار او د ګجرات ایالت له څو هغو کارخونو لیدنه وکړه، چې طبي وسایل، خوراکي توکي او د طبي محصولاتو اومه توکي تولیدوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کیفیت د څارنې، د لابراتوار له تخنیکي وړتیاوو د ګټې اخیستنې او د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د هوکړې له مخې؛ هندي لابراتوار به افغان لوري ته د همکاریو داسې بشپړه طرحه وړاندې کړي، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ګډو همکاریو د څرنګوالي د روښانه کولو لپاره تخنیکي ناستې ترسره شي.

دغه راز یاد لابراتوار د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی او د عامې روغتیا وزارت به هم اړین معلومات دې مرکز ته وړاندې کړي.

د دې سفر په بله برخه کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي د ګجرات ایالت د طبي وسایلو له یوې تولیدي کارخانې، د خوراکي توکو له یوې لویې تولیدي کارخانې او د طبي محصولاتو د اومو توکو له یوې تولیدي کارخانې لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو پر مهال د تولیدي بهیر، تخنیکي وړتیاوې، د ټکنالوژۍ کارونه او د کیفیت د معیارونو مراعاتول وکتل شول. همدارنګه، د معیاري طبي وسایلو، خوراکي توکو او د طبي محصولاتو د اومه توکو د تولید او برابرولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له شته وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د شوې هوکړې له مخې به هندي کارخانې د خپلو تولیدي محصولاتو تفصیلي نوملړ له افغان لوري سره شریک کړي، چې د اړتیاوو له ارزونې وروسته د باکیفیته او معیاري محصولاتو د مناسبې بیې په بدل کې د برابرولو زمینه برابره شي.

دغه راز د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې د طبي وسایلو د تولید د زمینې د ارزونې لپاره، د طبي وسایلو د تولیدي کارخانې مسوولانو ته د سفر بلنه ورکړ شوې ده.

دا لیدنې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د سیمې هېوادونو له تخنیکي او تولیدي وړتیاوو څخه پر ګټه اخیستنه د باکیفیته او معیاري درملو، طبي وسایلو او طبي توکو ته د لاسرسي زمینه نوره هم پیاوړې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!