Connect with us

تازه خبرونه

د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو په اړه مشورتي لویه جرګه پیل شوه

خپور شوی

د

د سولې مشورتې لویه جرګه نن جمعه د زمري ۱۷ د اګست ۷ په کابل کې له ټینګو امنیتي تدابیرو سره پیل شوې، چې درې یا پېنځه ورځې به روانه وي.

د دغې جرګې د جوړوونکیو د څرګندونو له مخې؛ د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ۷۰۰ میرمنو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو برخه اخیستې، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو او د سولې خبرو په اړه به بحث او خبرې کوي.

دا شورا د ټول هیواد له مخورو مشرانو، د مړني ټولنو له استازیو او سیاستپوهانو څخه جوړه شوې ده.

د سولې مشورتي جرګه به ولسمشر غني ته د سولې په برخه کې مشورې ورکوي.

د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دوحې هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې یې د افغانستان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او طالبان د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو خوشې کولو ته اړ شول.

طالبانو له اختر یوه ورځ مخکې په ډاګه کړه، چې ټول ۱۰۰۰ حکومتي بندیان یې خوشې کړل او د هوکړې ټاکلی شمېر بندیان پوره شول. اوس طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي او که دا بندیان خوشې نشي؛ خپلمنځی خبرې هم نه پیلیږي.   

په هره توګه حکومت وایي؛ پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو داسې جرمونه کړي، چې باید خوشې نشي او د برخلیک ټاکلو لپاره یې نن د زمري ۱۷ او د اګست ۷ د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شوه.

ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې استازیو ته د خبرو په پیل کې وویل؛ د دوحې د هوکړې له مخې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي ، نه غوښتل شوي بندیان.

هغه وویل، چې حکومت د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو ته ژمن ندی؛ خو طالب بندیان د حکومت د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه خوشې شوي د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل کیدو په لاره کې یو لوی خنډ دی او ولسمشر له مشورتي لویې جرګې غوښتنه کړې، چې دا مسله حل کړي.

دغه راز امریکایي مشرانو د سولې مشسورتي لویې جرګې له کوړیدو هرکلی کړی او په لویه جرګه کې د استازیو راټولول یې په افغانستان کې د سولې لپاره د ملاتړ پیاوړي کولو لپاره ارزښتمن ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ له ۴۰ کلنې جګړې، وینې تویولو او ویجاړیو وروسته دواړه خواوې چمتو دي، چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي بهیر پیل کړي.

په افغانستان کې د ناتو لوړپوړي ملکي استازی ستیفانو پینتاکورو ویلي؛ لویه جرګه په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره یو قرصت دی او د بندیانو آزادول په افغانستان کې د لنډمهاله خبرو پیل کیدو ته زمینه برابروي.

د ستیفانو د تویتي څرګندونو له مخې؛ هغه د جرګې له استازوو هیله کړی، چې په خپلو غونډو کې د سولې لپاره ملي کړنلاره پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه

د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.

Published

on

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنه‌یي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.

حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرله‌پسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”

عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»

هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد څرګنده کړې: افغانان باید د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، تخنیکي او تعلیمي وده کې له خپل رول لاس وانخلي او دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي.

Published

on

په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې، چې تازه خپره شوې؛ د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تعلیمي اړوند برخو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او وایي، چې افغانستان لکه څنګه، چې د تمدنونو مرکز پاتې شوی دغه راز باید د تولید مرکز هم شي او په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي. 

زلمي خلیلزاد د نورو هېوادونو د مداخلو په اړه د افغانانو د رامنځته شوي یووالي او رامنځته شویو اړتیاوو په اړه ویلي: اقتصادي، سیاسي، نړیوال او تعلیمي مسایلو ته پاملرنه  نه یوازې د ستونزو په حل کې کاري ونډه لري، بلکې اړیکې هم ور سره بدلېدی شي.

دغه راز زلمي خلیلزاد زیاته کړې؛ افغانان باید ځانته له ضرر رسولو ډډه وکړي او له دښمن سره یوځای نشي؛ ځکه سیمه او نړۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره لاسونه غځوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانان د پاکستان پر پرتله د ډیپلوماسۍ ښه استعداد لري او اړیکې هم جوړولی شي.

دا، چې افغانان له لوږې، بېکارۍ سره د مبارزې او ګانديانو سره د اړیکو لپاره څه کولی شي؟ خلیلزاد یې په اړه ویلي؛ دا هر څه اوس د افغانستان تر کنټرول لاندي ندي؛ خو حکومت باید د دیني تعلیم تر څنګ ښځو ته هم د تخنیکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ ځکه افغانستان د تمدن مرکز پاتې شوی او باید د تولید مرکز هم شي.

هغه ډاډ څرګند کړی، چې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.

د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان د مرکز په ګډون پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو او په کې د ماشومانو او ښځو د وژنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي: پاکستان باید له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لار غوره کړي.

خلیلزاد ویلي: پاکستان د ستونزو په رامنځته کولو کې مجرم دی؛ افغانستان او پاکستان باید لومړی ډیپلوماسۍ ته غاړه کېدي؛ بیا د حل لارو ته کار وشي. طالبان(اسلامي امارت) خبرو ته چمتو دی؛ خو د پاکستان پوځي رهبري تېروتنه کوي او خپله غوښتنه پر زور پر افغانستان تپل غواړي. پاکستان دا هم ویلی نشي، چې څه غواړي؛ خو دا ښکاره ده، چې شر او جګړه غواړي.

په دې اړه خلیلزاد ویلي؛ زه په دې هیله یم، چې د سیمې د هېوادونو پر مداخله کېدی شي پدوی(پاکستان) کې بدلون راشي. هغه څه، چې پاکستان غواړي، دا ماته معقوله نه‌ښکاري؛ ځکه د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې(له پوځیانو سره) ښکېل دي او افغانان نشي کولی له هغو سره جګړه وکړي. که دواړه لوري هوکړه وکړي؛ په دې اړه ډاډ رامنځته کېدی شي او دا به د پیل ټکی وي.

نوموړي ویلي؛ د پاکستان له جوړېدا را پدېخوا دواړو لوریو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. امریکا د سرحدي ستونزې د حل غوښتنه کړې؛ خو هغه مهال افغانستان روسیې ته نږدې شو او سیاسي شرایطو بدلون وکړ. 

 دغه راز زلمي خلیلزاد د سولې او امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي: امریکا غوښتل، چې ځواکونه وباسي؛ ځکه نړیواله غوښتنه دا وه، چې د افغانستان له خاورې امریکا تر ګواښ لاندې نده. جمهوریت دا استعداد نلرلو، چې طالبان مات کړي او مذاکرات یې هم موافق نه‌ول. طالبان په جنګ کې او جمهوریت په مذاکراتو کې بریالي نه‌ ول. همدا علت و، چې جمهوریت زه ملامت کړم، چې خلیلزاد د طالبانو(اسلامي ) ملاتړ وکړ. که دوی(جمهوریت) هېندارې ته وګوري؛ ځان به وپېژني، چې څه یې کړي دي. دوی پر قدرت ساتلو ټینګار کاوه او خلکو ته یې پاملرنه نلرله.

خلیلزاد دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا په جمهوریت کې ځینو خلکو سوله نه غوښته؟ ویلي:  ولسمشر دوه مسلې لرلې؛ هغه د امریکا وتل نه منل او غوښتل یې، چې طالبان(اسلامي امارت) د نوموړي پر مشرۍ حکومت ته غاړه کېدی او برادر د عبدالله عبدالله ځایناستی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر دا هم نه غوښتل، چې جمهوریت له امارت سره یوځای شي. جمهوریت په تحلیل کې پاتې راغی؛ ځکه، چې په امریکا کې بدلون ته پر تمه ول.

همدارنګه په مذاکراتو او خبرو کې د پاکستان د ګډون په اړه د پوښتنې په ځواب کې خلیلزاد ویلي: زه ،پمپیو، باجوه او د آی‌اس‌آی رییس، چې اوس زنداني دی؛ د هغه وخت په خبرو کې زما(خلیلزاد) ګډون نه غوښته او دا یې د وخت بهرنیو چارو وزیر پمپیو ته ویلي وه؛ خو پمپیو ورته وویل، چې تاسې څه غواړئ؟ پاکستان د ملابرادر د آزادولو غوښتنه وکړه.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ لومړی مونږ غوښته، چې د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وشي؛ خو کله، چې په افغان رسنیو کې له ما پوښتنه وشوه؛ ما هغه وخت په مرکه کې ملابرادر «وطن‌پرست» وباله، چې بیا پر ما له هر لوري نیوکې پیل شوې؛ خو ورسره د خبرو بڼه بدله شوه.

نوموړي زیاته کړې؛ عبدالله عبدالله او حامد کرزي  د حکومت د سوله‌ییز حل غوښتنه راپورته او خبرو ته غاړه کېښوده، خو امریکا د وتلو پرېکړه کړې وه او اشرف غني په امریکا کې بدلونونو ته پر تمه و. دې هڅو مثبتې پایلې ونلرلې؛ انتقالی حکومت رد شو. امریکا او نورو هېوادونو خپل سفارتو نه وویستل؛ خو که د نړۍ اړیکې عادي حال ته راوګرځي؛ سوله اړینه ده.

له روسیې سره د طالبانو(اسلامي امارت) د اړېکو په اړه پوښتنې ته خلیلزاد داسې ځواب ورکړی دی: چین او روسیه خپلې غوښتنې لري؛ زه د امریکا د ښو اړیکو غوښتونکی یم. افغانستان اړتیا لري، چې د خپلو ګټو د ساتلو او خطرونو سره د مبارزې لپاره کوم لوري ته ځي او یا د تعامل لار خپلوي.

 خلیلزاد له اسلامي امارت سره د امریکایي بندیانو د بند په اړه پوښتنې ته ویلي: د بندیانو ساتل او نه محاکمه سمه نده او د فشار کار ترې اخیستل هم سم ندی؛ باید د حل لار ورته پیدا شي.

دغه راز خلیلزاد د اوکراین او ایران د جګړې او د چین د ګټو په اړه د امریکا د ښکېلېدا پوښتنې ته په ځواب کې ویلي:  اوسني شرایط دا غواړي، چې د حقایقو او شرایطو پر بنسټ له امریکا سره مثبتې اړیکې رامنځته شي. د امریکایي بندیانو آزادول به اړیکو ته لار پرانځي. او سترې ګټې به په پام کې ونیول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول –  ملي دفاع وزارت

د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخي: “د یکشنې پر ورځ( د کب لسمه ) د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په راولپنډۍ کې د نورخان پر پوځي اډه، د بلوچستان د کویټې ۱۲قول اردو، د مومند ایجنسۍ د خیبر پښتونخوا کمپ او همدارنګه غلني پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره کړي او د پام وړ زیان یې وراړولی دی.”

Published

on

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د دې وزارت هوايي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان پر ګڼو مهمو پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخي: “د یکشنې پر ورځ( د کب لسمه ) د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په راولپنډۍ کې د نورخان پر پوځي اډه، د بلوچستان د کویټې ۱۲قول اردو، د مومند ایجنسۍ د خیبر پښتونخوا کمپ او همدارنګه غلني پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره کړي او د پام وړ زیان یې وراړولی دی.”

ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دا بریدونه د “پاکستاني پوځ هوايي بریدونو” په ځواب کې ترسره شوي، چې د شپې له‌خوا یې کابل، بګرام او ځینې نورې سیمې پر نښه کړې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي: “هر څومره، چې پاکستانۍ شریره پوځي کړۍ زمونږ له هوايي حریم سرغړونه او سپکاوی وکړي، هومره به له سخت غبرګون سره مخ شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!