نړۍ
روسیې د اوکراین د سولې په خبرو کې خپل شرایط وړاندې کړل
هغه یادښت او شرایط، چې په رسمي ډول د استانبول په خبرو کې وړاندې شوي؛ مسکو د خپلې اوږدمهاله جګړې پر اهدافو ټینګار کړی دی.
د روسیې رسنیو د خپور شوي یادښت له مخې؛ روسیې د دوشنبې پر ورځ د سولې په خبرو اترو کې اوکراین ته څرګنده کړې، چې دوی به یوازې هغه وخت د جګړې پای ته له رسېدو سره هوکړه وکړي، چې کیف د خپلې خاورې لویه برخه پریږدي او د خپلې اردو د اندازې محدودیتونه ومني.
هغه یادښت او شرایط، چې په رسمي ډول د استانبول په خبرو کې وړاندې شوي؛ مسکو د خپلې اوږدمهاله جګړې پر اهدافو ټینګار کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اوکراین پرلهپسې د روسیې شرایط د تسلیمېدو په څیر رد کړي دي.
د جګړې ښکېلو خواوو پلاوي یوازې د یو ساعت لپاره سره ولیدل؛ د ۲۰۲۲ له مارچ راپدېخوا د خبرو اترو په دوهیم پړاو کې دوی هوکړه وکړه، چې د نورو جنګي بندیانو په ګډون د ټپي ځوانانو پر تبادله تمرکز وکړي او د ۱۲ زره وژل شویو سرتېرو کنګل شوي مړي یو بل ته بېرته وسپاري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا غونډه غوره وبلله او څرګندوي؛ هیله لري، چې دا کار د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ترکیه کې له ټرمپ سره د لیدنې لپاره سره راټول کړي.
په دې ناسته کې د ترمپ، زیلینسکي او اروپایي متحدینو لخوا وړاندیز شوی اوربند له پامه غورځول شوی دی.
مسکو وايي، چې دوی د اوږدې مودې تړون غواړي؛ نه د دښمنۍ بندول.
کیف وايي، چې پوتین له سولې سره علاقه نلري.
ټرمپ ویلي؛ امریکا چمتو ده، چې د منځګړیتوب هڅې پریږدي؛ خو که دواړه خواوې د یوې هوکړې پر لور پرمختګ وښيي.
د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف، چې د کیف پلاوي مشري یې کوله ویلي؛ کیف د سولې خپله نقشه جوړه کړې او د روسیې پر یادښت به بیاکتنه وکړي.
عمروف وایي، چې اوکراین د جون تر پایه پورې د نورو خبرو اترو وړاندیز کړی؛ خو ډاډمن دی، چې یوازې د زیلینسکي او پوتین ترمنځ ناسته کولی شي ډېری پاتې مسلې حل کړي.
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین روسیې ته د ۴۰۰ تښتول شویو ماشومانو نوملړ چمتو کړی؛ خو روسي پلاوي هوکړه کړې، چې یوازې د ۱۰ ماشومانو د بېرته ستنېدو لپاره کار وکړي.
روسیه وايي، چې ماشومان د دوی د ساتنې لپاره د جګړې له سیمو څخه لېږدول شوي دي.
د روسیې یادښت، چې انټرفیکس خبري سرچینې خپور کړی څرګندوي؛ د جګړې حل کول د کریمیه ټاپووزمې، چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې ځانته ضمیمه کړه او څلور نورې اوکرایني سیمې، چې مسکو یې د خپلې خاورې په توګه ادعا کوي – په نړیواله کچه پېژندلو ته اړتیا لري. اوکراین باید خپل ځواکونه له دې ټولو سیمو څخه وباسي.
یادښت د مسکو هغه غوښتنې بیا تکرار کړي، چې اوکراین یو بې طرفه دولت شي؛ د ناټو غړیتوب رد کړي او د روسي ژبو له حقونو ساتنه وکړي، روسي رسمي ژبه کړي او پر نازیزم د ویاړ منع کولو قانون تصویب کړي. اوکراین د نازیزم تور او د روسي ژبو پر وړاندې تبعیض ردوي.
روسیې د سولې د تړون او اوربند لپاره خپل شرایط هم رسمي کړل او دوه غوراوي یې وړاندې کړل، چې د اوکراین لپاره عملي نهښکاري.
د متن له مخې؛ لومړی غوراوی د اوکراین لپاره دا و، چې د لوهانڅک، ډونیتڅک، زاپوریزیا او خرسون سیمو څخه بشپړ پوځي وتل پیل کړي. له دې سیمو څخه روسیه پر لومړۍ سیمې بشپړ کنټرول لري؛ خو د پاتې هغو شاوخوا ۷۰ سلنه واک لري.
دوهیم غوراوی یو داسې وړاندیز دی، چې اوکراین ته یې د پوځي خوځښتونو د بندولو او د بهرنیو پوځي مرستو، سپوږمکۍ مخابراتو او استخباراتو د بندولو غوښتنه ده. کیف به هم پوځي حکومت لغوه کوي او په ۱۰۰ ورځو کې دننه باید د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.
د روسیې د پلاوي مشر ولادمیر مدینسکي ویلي، چې مسکو د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د راټولولو لپاره “د جبهې په ځینو برخو کې له دوه څخه تر درې ورځو پورې د ځانګړي اوربند” وړاندیز کړی دی.
د اوکراین د چمتو شوې او وړاندیز شوې نقشې له مخې، چې یوه کاپي یې رویټرز لیدلې؛ کیف غواړي په خپل پوځي ځواک کې هیڅ محدودیت ونلري، د اوکراین د هغو برخو په اړه، چې د مسکو ځواکونو نیولي دي د روسیې د حاکمیت نړیواله پېژندنه ونلري او د سولې له کومې معاملې وروسته هیڅ تاوان ونهغواړي.
د یکشنبې پر ورځ اوکراین ویلي، چې دوی د “غڼې تار” نومو په عملیاتو کې ۱۱۷ ډرون الوتنې کړي او د روسیې پر اوږده واټن بم غورځونکو الوتکو یې برید وکړ، چې د سایبریا او د هېواد د لرې شمال په هوایي ډګرونو کې د اټومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.
د سپوږمکۍ انځورونه ښیي، چې بریدونو د پام وړ زیان اړولی دی. که څه هم دواړو خواوو د زیانونو د کچې په اړه متضاد معلومات ورکړي دي.
لویدیځ پوځي شنونکو دا بریدونه، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه زرګونه میله لرې ول؛ د جګړې په بهیر کې د اوکراین ترټولو زړور عملیات وبلل.
د روسیې د سټراټیژیک بمبار بېړۍ د “درې ګونه” ځواکونو برخه ده؛ له ځمکې او اوبتلونو څخه توغول کیږي د هېواد اټومي وسلې یې د نړۍ ترټولو سترې دي. امریکا او د هغې متحدین د اوکراین په شخړه کې درېیمې نړیوالې جګړې ته د روسیې شونې خطر ته ډېر پام کوي، چې پوتین یې د روسیې د اټومي ځواک په اړه پرلهپسې ګواښونه کړي دي.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه5 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه5 days agoله احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړئ – د عدلیې وزیر
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
