Connect with us

تازه خبرونه

روسیې په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه د پوره څېړنې غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

روسیې نن (چهارشنبه د لیندۍ ۱۲) له افغان حکومت وغوښتل؛ په کابل کې دې د پرونۍ چاودنې په اړه بشپړه څېړنه وکړي، چې په کې د روسیې د سفارت څلور کارمندان لږ څه ټپیان شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا له افغانستان څخه وغوښتل، چې د اړوند پېښې په اړه پوره څېړنه وکړي او په دې هېواد کې د روسیې د سفارت د کارمندانو د امنیت د تامین لپاره خپلې ټولې لازمې هڅې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د روسیې سفارت یو شمېر کارمندان په یوه بمي چاودنه کې ټپیان شوي دي.

زخاروا په ډاګه کړې، چې تېره ورځ د دسمبر پر لومړۍ نېټه په کابل کې د روسیې سفارت د کارمندانو موتر ته نږدې د سړک غاړې ماین چاودنې روسي ډیپلوماټان لږ څه ټپي کړي دي.

هغې زیاته کړې؛ روسي ډیپلوماټان نېغ په نېغه پر نښه شوي ندي؛ خو دا اوس څرګنده نده، چې هدف څوک و.

د روسیې د سفارت کارمندانو ویلي؛ لومړنۍ پلټنې ښیې، چې د برید موخه د افغان امنیتي ځواکونو یو موټر و.

هغې ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفارت د خپلو کارمندانو د امنیت خوندیتوب ته بشپړې لازمې هڅې کړې دي.

تازه خبرونه

افغان او ازبک استازو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

یاد وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتېدا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث او اندونه وړاندې شول.

Published

on

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د تاشکند والي میرزایف زویر توییروویچ په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتېدا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث او اندونه وړاندې شول.

احمدالله زاهد په دې ناسته کې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب بازار وباله او د ازبکستان پانګوال یې وهڅول، چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه د تاشکند والي ته بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي او شته فرصتونه له نږدې وڅېړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د تاشکند والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو له پراختیا هرکلی کړی او د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره یې د ډېرې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه همدارنګه ژمنه کړې، چې د روان کال په جولای میاشت کې به له شاوخوا ۱۰۰ ازبک سوداګرو سره یوځای کابل ته سفر وکړي.

دواړو لوریو هیله څرګنده کړې، چې دا ډول لیدنې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې او د ګډې پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال په کابل کې دنده پیل کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) دفتر ویلي، لمارکیس به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري او د یوناما د پراختیايي چارو مشري به هم کوي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۵

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي ټاکل شوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکیس د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي شپږویشتمه) په کابل کې رسمي دنده پیل کړه. نوموړی د اینډریکا راتواته پر ځای ټاکل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) دفتر ویلي، لمارکیس به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري او د یوناما د پراختیايي چارو مشري به هم کوي.

هغه له دې مخکې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او هایټي په ګډون د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ماموریتونو کې دندې ترسره کړې دي او په دې نړیواله ټولنه کې له درې لسیزو ډېره کاري تجربه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د یـونـامـا د مامــوریت لـه غځېـــدا وروستـــه ستــرو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې تمې څرګندې کړې

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د رایو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه او سترو نړیوالو قدرتونو د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل لومړیتوبونه او تمې څرګندې کړې.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.

د رای ورکولو له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا د ځانګړې سیاسي استازولۍ مرستیالې استازې جنیفر لوکیټا په ستونزمنو شرایطو کې د یوناما له فعالیتونو ستاینه وکړه.

هغې ویلي:« د یوناما ارزښتناک راپورونه د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پرېکړو لپاره مهم بنسټ برابروي؛ هغه هېواد، چې وضعیت یې اوس هم ستونزمن دی. د بشري ناورین د مهارولو او د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د یوناما هڅې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.»

جنیفر لوکیټا د یوناما له سټراټیژیکې ارزونې هرکلی وکړ او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ژر ټاکلو غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.

هغې زیاته کړې:« طالبان باید د ترهګرۍ ضد ژمنې ترسره کړي، د افغانستان نړیوال مکلفیتونه رعایت کړي، د یرغمل نیولو له سیاست څخه لاس واخلي او د ښځو او نجونو د حقونو نقض پای ته ورسوي.»

روسیې هم له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ. په ملګرو ملتونو کې د روسیې شارژدافیرې انا اوېستګنېوا د افغانستان د اقتصادي پراختیا او بشري اړتیاوو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

هغې ویلي:« مونږ داسې ګډ سند تصویب کړی، چې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو څخه د پاک، سوله‌ییز او هوسا افغانستان په جوړولو کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي.»

اوېستګنېوا د یوناما د سټراټیژیکې ارزونې ملاتړ وکړ؛ خو خبرداری یې ورکړ، چې دا بهیر باید د لویدیځو هېوادونو د لومړیتوبونو د پلي کولو لپاره ونه کارول شي.

هغې زیاته کړې:« د منلو وړ نه ده، چې دا ارزونه د یوناما د هغو لویدیځو هېوادونو د ګټو د ساتونکي پر بنسټ بدله شي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې یې له افغانستان څخه په بې‌پروا ډول وتل غوره کړل.»

نوموړې له افغان چارواکو سره د تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګندووي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت له داسې تګلارې پرته ناشونی دی، چې د دغه هېواد نړیوالې ادغام ته لاره هواره کړي.

چین، چې د افغانستان اړوند د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو مسوول هېواد دی، ویلي؛ نوی پرېکړه‌لیک د یوناما مرکزي رول نور هم پیاوړی کوي او ورسره مرسته کوي، چې له نویو واقعیتونو سره ځان عیار کړي.

د چین استازي امنیت شورا ته ویلي:« دغه پرېکړه‌لیک د یوناما اساسي دندې؛ لکه د نړیوالو مرستو همغږي، د اړیکو او منځګړیتوب آسانتیا او د بشري حقونو ملاتړ، ساتي او پیاوړې کوي.»

چین همدارنګه د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

د چین استازي څرګنده کړې:« مونږ له اړوند هېوادونو غواړو، چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ژر تر ژره بېرته وسپاري او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.»

په دغه پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې بیا تکرار شوې دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش څخه غوښتل شوي، چې د یوناما سټراتیژیکه ارزونه ترسره او د راتلونکي کال د مارچ تر پایه د دې ماموریت د راتلونکې تګلارې په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!