تازه خبرونه
ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښمن شو
ریچارډ بنټ پرون (سېشنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورورکوونکي ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې اندښمن شوی او د دغو کسانو د ساتنې او افغانستان ته د هغوی د ستنولو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
ریچارډ بنټ پرون (سېشنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.
نوموړي دغه راز پر افغان کډوالو د نه ستنېدو غږ وکړ او په کوربه هېوادونو کې یې د دغو کډوالو پر پاتې کېدو او ملاتړ ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي څرګنده کړې، چې د سیمې په کوربه هېوادونو کې باید له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او لازمې اسانتیاوې زیاتې کړي.
له دې مخکې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي وه، چې پاکستاني پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او ۱۸۳ یې شړلي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستنه ډېره شوې ده.
تازه خبرونه
متقي د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) خپره شوې؛ امیرخان متقي په افغانستان کې د چین د پراختیایي پروژو له پلي کولو ستاینه کړې او یادونه یې وکړه، چې د امنیت له تامین وروسته اقتصادي بیارغونه د حکومت تر ټولو لوی مسوولیت دی او اسلامي امارت له خپلو ټولو سرچینو څخه پر ګټنې دې سکټور ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې له رییس چن شیاوډونګ سره وکتل او دواړو خواوو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) خپره شوې؛ امیرخان متقي په افغانستان کې د چین د پراختیایي پروژو له پلي کولو ستاینه کړې او یادونه یې وکړه، چې د امنیت له تامین وروسته اقتصادي بیارغونه د حکومت تر ټولو لوی مسوولیت دی او اسلامي امارت له خپلو ټولو سرچینو څخه پر ګټنې دې سکټور ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او چین ترمنځ به د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله بنستیزو پروژو په برخو کې نږدې همکاري رامنځته شي او د چین دې ادارې ته یې د بیارغونې پروژو د لومړیتوب ورکولو لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړل.
دغه راز چن شیاوډونګ له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او وایي؛ د هغه تر مدیریت لاندې د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ اداره چمتو ده، چې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.
هغه دا ژمنه هم وکړه، چې چین به د بېخبناوو پر پراختیا، څارویو سکټور او د افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې د څېړنو ترسره کولو کې هم برخه واخلي.
تازه خبرونه
د چک جمهوریت ولسمشر د افغان زنداني په وژنه کې تورن سرتېري وبښل
ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.

د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول د چارشنبې پر ورځ د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو څلور غړي، چې د یوه پخواني افغان حکومتي سرتېري د وژنې پر تور محاکمه کېدل؛ وبښل.
ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.
د چک جمهوریت رسنیو راپور ورکړی، چې دا تورونه د ۱۹ کلن وحیدالله خان له وژنې سره تړاو لري، چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان لویدیځ شینډنډ د اډې پر چکي سرتېرو د برید پر تور نیول شوی و.
په دې برید کې یو چکي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان ول.
د پاول دفتر څرګنده کړې: “د دې قضیې د ټولو اړخونو له بشپړې ارزونې وروسته ولسمشر په ځانګړي توګه د جګړې د وخت د وضعیت هغه استثنایي ماهیت په پام کې ونیوه، چې په کې د بیاکتنې لاندې پېښه رامنځته شوه.”
دې دفتر زیاته کړې، چې سرتېري اوس هم د تاوتریخوالي د جرمونو پر تور تورن شوي ندي.
نیویارک ټایمز په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې د دې پېښې راپور ورکړ.
په راپور کې راغلي، چې وحیدالله خان له نیول کیدو وروسته د امریکایي او چکي ځواکونو لخوا وهل شوی و. کله، چې هغه پر همغه ورځ افغان ځواکونو ته راستون شو؛ نو بېحاله و او بیا لږ وروسته مړ شو.
په هغه وخت کې راپور ورکړ شوی و، چې امریکایي او چکي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنې کوي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت په پاکستان کې د ښوونځي پر بس برید وغانده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه افغانستان ته منسوبوي؛ ردوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس، چې زدهکوونکي یې لېږدول؛ مرګونی برید غندلی او وایي، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو بریدونه د توجیه وړ ندي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه افغانستان ته منسوبوي؛ ردوي.
هغه وایي: “پاکستاني چارواکي بايد افغانستان بې له کوم دليله د دې پېښو مسوول ونهګڼي. اسلامي امارت هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي. د داسې ادعاوو لپاره هیڅ ثبوت نشته.”
پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې په دې برید کې د هند لاسپوڅي لاس لري؛ خو نوی ډیلي دا ادعا ردوي.
ویل کیږي، چې د بلوچستان ولایت په خضدار سیمه کې له پاکستاني پوځ سره تړلي د یوه ښوونځي زدهکوونکو پر بس په برید کې د درې ماشومانو په ګډون پېنځه کسان ووژل شول.
-
نړۍ3 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
سوداگري2 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
نړۍ2 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
روغتيا2 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
روغتيا3 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ