Connect with us

سوداگري

سعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل

د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړه‌لیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.

خپور شوی

د

د سعودي عربستان «دلتا انرژي» شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، په هرات کې د طبیعي ګازو د کارونې او د سیمه‌ییزې ګاز نل‌لیکې د جوړولو د امکان ارزونې په برخو کې یو لړ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړه‌لیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.

د هوکړه‌لیکونو له مخې؛ دلتا انرژي به ځمک‌پوهنیزې او جیو فزیکي څېړنې، زلزله‌پوهنې، اکتشافي برمه‌کاري او د زیرمو ارزونه ترسره کړي، چې د افغانستان د هایډروکاربني سرچینو کچه او سوداګریز ظرفیت یې معلوم شي.

دغه شرکت به په هرات صنعتي ښارګوټي، هرات ښار او نورو منظور شویو سیمو کې د طبیعي ګازو د کارونې او اړوند بېخبناوو په اړه د یوې هر اړخیزې څېړنې د تمویل او ترسره کولو مسوولیت هم پر غاړه واخلي. په دې څېړنه کې به د صنعتي فعالیتونو، برښنا تولید او نورو انرژۍ اړتیاوو لپاره د طبیعي ګازو احتمالي کارونې وڅېړل شي.

د هوکړه‌لیکونو په بله برخه کې د ۷۰۰ کیلومټره اوږدې«سنټ‌ګاز؛ د هوساینې دهلیز» ګاز نل‌لیکې د طرحې د ارزونې لپاره چوکاټ رامنځته شوی دی. وړاندیز شوې نل‌لیکه کولی شي د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته څېرمه د ګاز د ترلاسه کولو یوه نقطه د کندهار سپین‌بولډک ولسوالۍ ته څېرمه له یوې انتقالي نقطې سره ونښلوي.

دلتا انرژي اټکل کړی، چې د دې نل‌لیکې پلي کول به د ۱۰ کلونو په موده کې شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري؛ خو د دې پروژې عملي کېدل د تخنیکي او اقتصادي څېړنو له ترسره کېدا، د مالي سرچینو له برابرېدا، د قانوني جوازونو له ترلاسه کولو او د پانګونې د وروستۍ پرېکړې له کولو سره تړاو لري.

د وړاندیز شوې نل‌لیکې موخه د یوه سټراټیژیک انرژۍ دهلیز د رامنځته کېدا ارزونه بلل شوې، چې د تائید او عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان د پراختیا په حال کې د ګازو سرچینې له کورنیو او سیمه‌ییزو بازارونو سره ونښلوي.

دلتا انرژي ټینګار کړی، چې د دې نل‌لیکې د جوړولو هر ډول پرېکړه به د اکتشاف د بریالیتوب، د ګازو د زیرمو د بشپړتیا د اثبات، د تخنیکي او اقتصادي څېړنو، د اړینو جوازونو د ترلاسه کولو او د پروژې د مالي سرچینو له برابرېدا سره تړلې وي.

دغه شرکت ویلي، چې د انرژۍ جامع پروګرام یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د لسګونو میلیارډونو ډالرو احتمالي پانګونه ولري. په دې پانګونه کې اکتشاف، د نفت او ګازو د ساحو پراختیا، د طبیعي ګازو کارونه، د ګازو د لېږد بېخبناوې او اړوند تاسیسات شامل دي.

د دلتا انرژي د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام ښايي د ۱۰ کلونو په موده کې د اکتشاف، د ساحو د پراختیا، د ګازو د کارونې، د نل‌لیکو د بېخبناوو او اړوند تاسیساتو په برخو کې شاوخوا ۶۰ میلیارډ ډالره احتمالي پانګونه ولري؛ خو دا اټکل هم د تخنیکي او سوداګریزې امکان‌سنجونې، مالي سرچینو، قانوني جوازونو او د پانګونې د وروستیو پرېکړو له ترسره کېدا سره مشروط دی.

د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې د مدیره پلاوي رییس شیخ بدر محمد الایبان ویلي، چې دغه پروژه یوازې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونه نه‌ده، بلکې د یوه ګډ او بشپړ انرژۍ نظام د رامنځته کولو فرصت دی، چې په اوږده مهال کې پر افغانستان او سیمه اغېز کولی شي.

هغه ویلي، د دې طرحې لپاره د «هوساینې دهلیز» نوم؛ ځکه غوره شوی، چې وروستی هدف یې خلک دي او د انرژۍ سرچینې هغه مهال تر ټولو ډېره ګټه رامنځته کوي، چې د صنعتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا، سیمه‌ییزې نښلونې او اقتصادي فرصتونو لپاره زمینه برابره کړي.

الایبان زیاته کړې، د شرکت تګلاره به پړاو پر پړاو او پر کره ارزونو ولاړه وي او کار به له اکتشاف او تخنیکي ارزونو پیلېږي. د کار راتلونکي پړاوونه به یوازې هغه مهال تعقیب شي، چې د سرچینو شتون، اقتصادي توجیه، مالي سرچینې او اړین جوازونه یې ملاتړ وکړي.

د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې رییس او شریک چاهر التکي ویلي، چې دغه شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د همکارۍ له پیل او د هېواد د انرژۍ د پراختیا په نوي پړاو کې له ګډون څخه خوښ دی.

هغه ټینګار کړی، چې اکتشاف لومړیتوب لري او د کره ځمک‌پوهنیزو او تخنیکي څېړنو له لارې باید په قراردادي ساحه کې د شته هایډروکاربني سرچینو څرنګوالی او کچه معلومه شي.

د التکي د څرګندونو له مخې، د دغو ارزونو پایلې به د سرچینو د پراختیا لپاره مناسبه لاره وټاکي.

هغه زیاته کړې، چې شرکت په ورته وخت کې د انرژۍ پراخ بهیر هم ارزوي.

په هرات کې د ګازو د کارونې پروګرام به د صنعت او سیمه‌ییزې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو څرنګوالی وڅېړي او د «سنټ‌ګاز دهلیز» طرحه به د دې پروګرام سیمه‌ییز او اوږدمهاله اړخ جوړوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د دغو هوکړه‌لیکونو لاسلیک د هېواد د هایډروکاربني سرچینو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

هغه ویلي، له دلتا انرژي سره همکاري د اکتشاف د بهیر د پرمختګ، د افغانستان د طبیعي ګازو د سرچینو د ظرفیت ارزونې او د هغو بېخبناوو د پراختیا لپاره فرصت برابروي، چې د اقتصادي فعالیتونو او د هېواد د انرژۍ د خوندیتوب ملاتړ کولی شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت د پروژو د اکتشاف، ارزونې او پراختیا په ټولو پړاوونو کې له دلتا انرژي سره همکارۍ ته چمتو دی.

د دلتا انرژي د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروګرام د انرژۍ د پورته‌لاس برخې د سرچینو د اکتشاف او تولید له بهیر سره د ګازو د کورنۍ کارونې او سیمه‌ییزو بېخبناوو د نښلولو لپاره طرحه شوی دی. د اقتصادي توجیه په صورت کې دغه پروګرام کولی شي د صنعتونو له پراختیا، انرژۍ ته د لاسرسي له زیاتېدا، د کاري فرصتونو له رامنځته کېدا او د سیمه‌ییزې نښلونې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

وړاندیز شوی «سنټ‌ګاز؛ د هوساینې دهلیز» نل‌لیکه هم د عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان ونډه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د انرژۍ او ټرانزیټ له اړخه پیاوړې کړي.

دلتا انرژي د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت او د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې غړی دی، چې د انرژۍ د پراختیا، د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، طبیعي ګازو، د انرژۍ د بېخبناوو، نل‌لیکو او اړوند پروژو د پراختیا په برخو کې فعالیت کوي.

دغه شرکت ویلي؛ د نړیوالو همکاریو او پروژو د پراختیا له لارې د انرژۍ او بېخبناوو پر هغو لویو فرصتونو تمرکز کوي، چې د کوربه هېوادونو، پانګوالو او سیمه‌ییزو لوریو لپاره د اوږدمهاله اقتصادي ارزښت د رامنځته کولو وړتیا ولري.

سوداگري

ملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست

ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(چارشنبه) په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د امام ابوحنیفه(رح) پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست.

ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي، دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو په پېژندنه، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کې مهم ګام دی.

ملا برادر زیاته کړې، د افغانستان کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات؛ لکه تازه او وچې مېوې، لوړ کیفیت لري او کولی شي د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي ویلي:« د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د سوداګرۍ پر یوه مهم اصل؛ یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي، چې د نړۍ هېوادونه وکولی شي د تولیداتو، صنعتونو او ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې نسبي یا مطلق امتیازونه لري او دا چاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ له بنسټیزو عواملو څخه ده.

ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د محدودو امکاناتو ترڅنګ د اقتصادي ودې او پراختیا د نیمګړو پروګرامونو له بشپړولو سره، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د بیا رغونې لپاره نوي پړاوونه هم پیل کړي دي.

نوموړي د واخان اقتصادي او سوداګریز سړک پرانیستې ته په نغوته کې څرګنده کړه:« دغه سړک چین د افغانستان له لارې په تر ټولو لنډه لار د اروپا له بازارونو سره نښلوي او افغانستان په سیمه کې پر یوه فعال ټرانزیټي او سوداګریز مرکز بدلوي.»

ملا برادر زیاته کړې، د ټرانزیټي عوایدو ترڅنګ به د وخت پر تېرېدو د دې لارې په اوږدو کې لویې او مهمې بېخبناوې هم جوړې شي.

هغه ویلي، د سیمې د نښلولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ښيي، چې افغانستان د خپلو پولو د« ګواښ له ټکو څخه د سټراټېژیکې اقتصادي همکارۍ د نښلولو پر ټکو» د بدلولو په حال کې دی او دا چاره د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د بهرنیو پانګونو غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت به په راتلونکي کې له هېواده بهر د افغانستان د کانونو د اومه توکو د لېږد اجازه ورنه‌کړي.

د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم عمومي او نړیوال نندارتون کې د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو محصولات او تولیدات په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغو غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ودانیز توکي، لاسي صنایع، غالۍ، پلاسټیک او اوسپنې ویلې کولو محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون به اووه ورځې روان وي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بېلاروس ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.

د بېلاروس د صنعت وزارت د دې هېواد د نړیوال صنعت په نندارتون کې د افغانستان د ګډون له کبله مننه کړې او افغانستان ته یې د ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو د استازولیو د لېږدولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ د ټراکټورونو او ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو ترڅنګ هغه شرکتونه هم شامل دي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې کارېدونکي ماشینونه او وسایط جوړوي او بېلاروس غواړي، چې د دغو شرکتونو استازولې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د بېلاروس دوه‌یم نړیوال صنعتي نندارتون هم د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په ګډون جوړ شوی، چې د اروپا او آسیا له هېوادونو څخه یې هم ګڼ‌شمېر نندارچیان لیدنه کوي.

Continue Reading

سوداگري

افغان او تاجک استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

په دې خبرو کې سید کریم هاشمي د تاجکستان سوداګرو او پانګوالو ته د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.

ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې پر پېنځلسمه په کابل کې پیل شي.

د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د دوشنبه ښار په جوړېدونکي ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.

دواړو لوریو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!