تازه خبرونه
سعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
د راپورونو له مخې؛ د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې پراخ زیانونه اړولي، لسګونه کسان «شهیدان » شوي او سلګونه نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر کورنۍ هم بې کوره شوې دي.
د سعودي عربستان او بحرین بهرنیو چارو وزارتونو په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له کبله د افغانستان له خلکو او زلزله ځپلیو کورنیو سره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د خبرپاڼې پر خپرولو د افغانستان د شمال زلزله ځپلیو کورنیو ته خپله خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
د سعودي عربستان سفارت پر رامنځته شوې دردمنې پېښې خواشینۍ ښودلې او څرګندوي؛ ریاض«د ورور ملت افغانستان» تر څنګ ولاړ دی او ټپیانو ته د روغتیا هیله لري.
د دې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سعودي عربستان د افغانستان د خلکو غم خپل غم بولي او د دې پېښې شهیدانو ته د بښنې او مغفرت دعاوې کوي.
دغه راز د بحرین بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د افغانستان خلکو ته خواشینۍ او خواخوږي وړاندې کوي او وایي: هېواد یې په دې سخت وخت کې د “افغانستان د دوست او ورور ملت” تر څنګ ولاړ دی او د زلزله ځپلیو کورنیو ته د زغم او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوي.
د راپورونو له مخې؛ د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې پراخ زیانونه اړولي، لسګونه کسان «شهیدان » شوي او سلګونه نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر کورنۍ هم بې کوره شوې دي.
