Connect with us

لوبی

شپږ افغان کرکټ‌لوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول

ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.

خپور شوی

د

شپږ افغان کرکټ‌لوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټ‌لیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.

ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.

همدارنګه رحمن‌الله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.

فضل‌الحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.

ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتله

په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو په نیمه‌پایلوبه کې کیپ‌ورډ ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

افغانستان له دې مخکې د سیالیو په ډله‌ییز پړاو کې لوبه له جاپان سره پرته له ‌ګوله مساوي کړې وه او پیرو ته یې ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د دې سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د کوربه هېواد، برازیل، پر وړاندې ولوبېږي.

Continue Reading

لوبی

د برازیل فوټسال سیالۍ نړیوال جام نویو موخو ته د رسېدا پر لوري لومړنی ګام دی

ډیډوویچ ویلي:« هڅه به وکړو، چې خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو او ښې پایلې ترلاسه کړو.»

Published

on

 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې روزونکي ډیجان ډیدوویچ ویلي، چې د لوبډلې لوبغاړي به هڅه وکړي د برازیل په شپږ‌اړخیزو سیالیو کې ښې پایلې ترلاسه او د افغانستان مثبت انځور نندارې ته وړاندې کړي.

ډیډوویچ ویلي:« هڅه به وکړو، چې خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو او ښې پایلې ترلاسه کړو.»

نوموړي زیاته کړې، چې دا سیالۍ د فوټسال نړیوال جام ته د رسېدا لپاره د لوبډلې د نویو لاسته‌راوړنو او موخو پر لوري لومړی ګام دی.

دا شپږ‌اړخیزې سیالۍ به د اوکټوبر له څوارلسمې تر اته‌لسمې د برازیل د پارانا ایالت په ساو ژوزه ډوس پینهایس ښار کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، جاپان، پیرو، برازیل، انډونیزیا او کیپ‌وېرډ لوبډلې ګډون کوي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په دوه‌یم ګروپ کې له جاپان او پیرو سره ده. د هېواد ملي لوبغاړي به د پنجشنبې پر ورځ له جاپان او د جمعې پر ورځ له پیرو سره سیالۍ وکړي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان بنګله‌دېش ته د ماتې ورکولو چانس ورنه‌کړ او لوبه مساوي پای ته ورسېده

افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله او په دوه‌یمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۲, ۱۴۰۵

افغانستان د سې‌شنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له بنګله‌دېش سره د یوې ټسټ لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې زړهراکښونکی ټینګار نندارې ته وړاندې کړ او لوبه یې مساوي پای ته ورسوله.

افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله او په دوه‌یمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.

صدیق‌الله اتل د افغانستان د دې ټینګار مخکښ و او په ۳۳۲ توپونو یې ۱۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه د لوبډلې هوډ او مبارزه وستایله او څرګندوي، چې دا سخته ترلاسه شوې پایله ورته بریا ته ورته ولوله رامنځته کوي.

افغانستان د ۴۷۹ منډو د هدف وڅاره او د دوه‌یمې پاڼۍ تر پایه یې اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د توپ‌وهنې له زغم ډکې او منظمې لوبې یې د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکو ته د بریا فرصت ورنه‌کړ.

اکرام علی‌خېل ۳۳ منډې وکړې او رحمت شاه په دوه‌یمه پاڼۍ کې ۵۱ منډې جوړې کړې.

رحمت شاه له دې مخکې په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه. د هغه ۱۰۵ منډې د افغانستان په دې تاریخي لوبه کې د لوبډلمشرۍ د لومړۍ ټسټ لوبې لومړۍ سلیزه وه.

بنګله‌دېش وروسته له هغې د بریا په درشل کې ښکارېده، چې خپله دوه‌یمه پاڼۍ یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو د ۳۷۲ منډو پر جوړولو اعلان کړه.

لیټن داس پر ۱۱۷ توپونو ۱۰۲ منډې، نجم‌الحسین شانټو ۸۲ او مشفق‌الرحیم ۸۱ منډې وکړې.

مهیدي حسن میراز په ۵۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

لیټن داس د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

هغه په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۳ منډې او په دوه‌یمه پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه.

نوموړي نهه لوبغاړي هم وسوځول او لومړنی ویکټ هغه ساتونکی شو، چې په یوه ټسټ لوبه کې یې د نیمه‌سلیزې، سلیزې او نهو سوځونو ریکارډ جوړ کړ.

د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکي حسن محمود هم تاریخي کارنامه ترسره کړه او د دغه هېواد لومړی توپ‌اچوونکی شو، چې په ټسټ کرکټ کې درې پرله‌پسې ویکټې اخلي.

هغه د افغانستان پر وړاندې د ۵۵ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې؛ ایباډوټ حسین هم د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څلور ویکټې واخیستې.

افغانستان له دې مخکې د بنګله‌دېش د ۳۴۶ منډو په ځواب کې د لومړۍ پاڼۍ له ۲۴۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

رحمت شاه او عبدالمالک، چې ۶۲ منډې یې کړې وې؛ د بنګله‌دېش د پیاوړې پیل شوې توپ‌وهنې وروسته د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړه.

د بنګله‌دېش لوبډلمشر شانټو د افغانستان لوبه وستایله او څرګندوي، لوبډله یې د بریا د نه ترلاسه کولو له کبله ناهیلې ده؛ خو له دې سیالۍ به ارزښتناک درسونه واخلي.

هغه د لیټن ډاس د بېرته ښه لوبېدا او د خپلې لوبډلې د چټکو توپ‌اچوونکو ونډه هم وستایله.

رحمت شاه بیا د لوبغاړو د هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ هغوی خپلې لوبې ته ژمن پاتې شول او پوهېدل، چې کله برید وکړي او کله دفاعي لوبه وکړي.

نوموړي د لوبې پر وروستۍ ورځ د صدیق‌الله اتل زغم او پوخوالی وستایه.

اوس د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو درې‌اړخیزې سیالۍ ته پام اوړي، چې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې به په کې برخه واخلي.

ټاکل شوې، چې بنګله‌دېش د شنبې پر ورځ د تلې پر پېنځه‌ویشتمه / د اوکټوبر پر اووه‌لسمه د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له زیمبابوې سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!