تازه خبرونه
طالبانو د سرپرست وزیرانو نومونه په ډاګه کړل
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د وږي ۱۶ / د سپټمبر ۷ یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې دا سرپرست وزیران به د سرپرست لومړي وزیر او د هغه تر مشرۍ لاندې خپلې اړوند ورسپارل شوې دندې ترسره کوي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سرپرست لومړي وزیر ملا محمد حسن، لومړي مرستیال ملابرادر او دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې سرپرستې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په پوره ایماندارۍ دولتي او حکومتي چارې د سرپرستانو په توګه ترسره کړي.
دغه راز مجاهد زیاته کړې؛ دفاع وزارت ته مولوي محمد یعقوب عمري، کورنیو چارو وزارت ته ملا سراج الدین حقاني،بهرنیو چارو وزارت ته مولوی امیرخان متقي، د ماليې وزارت ته ملا هدایت الله بدري، د پوهنې وزارت ته شیخ مولوي نورالله منیر، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته خیرالله خیرخوا، د اقتصاد وزارت ته قاري دین محمد حنیف، د حج او اوقاف وزارت ته شیخ نورمحمد ثاقیب، عدلیې وزارت ته عبدالحکیم شرعي،، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نور الله نوري، د کلیو او پراختیا وزارت ته ملا محمد یونس اخوندزاده، د امر بالمعرف او نهی او نهي له منکر وزارت ته شیخ محمد خالد، د ټولګټو چارو وزارت ته ملا عبدالمنان عمري، د کانونو او پترولیم وزارت ته ملا محمد عیسی اخوند، د برښنا او اوبو وزارت ته ملا عبداللطیف منصور، د هوایي چلند او ټرانسپورټ وزارت ته ملا حمیدالله اخوندزاده، د لوړو زدکړو وزارت ته مولوي عبدالباقي حقاني، د مخابراتو وزارت ته مولوي نجیب الله حقاني، د کدوالو چارو وزارت ته مولوي خلیل الرحمن حقاني، د ملي امنیت ریاست ته ملا عبدالحق وثیق، د افغانستان بانک مشرمحمد ادریس، د اداري چارو وزارت ته مولوي احمد جان احمدي، د دفاع وزارت مرستیالۍ ته ملا محمد فاضل مظلوم، د پوځ لوی درستیزۍ ته قاري فتح الدین، د کورنیو چارو وزارت مرستیالۍ ته مولوي نور جلال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالۍ ته ذبیح الله مجاهد، د ملي امنیت لومړي مرستیالۍ ته ملا تاج محمد جواد، د ملي امنیت اداري مرستیالۍ ته ملا رحمت الله نجیب او د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر صد د مبارزې مرستیالۍ ته ملا عبدالحق اخوند سرپرستان ټاکلي او اړوند دندو ته ورپېژندل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د سرپرستې کابینې له اعلامه موخه داده، چې د حکومتدارۍ بهیر عادي حالت ته راوګرزي او ډېر ژر به نورو اړوند بنسټونو ته هم نوې څېرې او مشران وټاکل شي.
که څه هم ذبیح الله مجاهد د ملا هبة الله اخوندزاده نوم نه اخلي؛ خو خلیل الرحمن حقاني په یوه ناسته کې ویلي، چې راتلونکی حکومت به د مشر ملا صاحب لخوا رهبري کیږي.
حقاني زیاته کړې، چې خلک ترې ملاتړ کوي او تر څنګ یې دریږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ټول خواریکښ اوسیدونکي، اداري مامورین او ښوونکي خپلو ورخنیو دندو ته د ورستنېدو په اړه اندېښمن دي؛ خو طالبانو ټولو هېوادوالو ته د کار، معاش او اقتصادي ودې ډاډ ورکړی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .
ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
