Connect with us

نړۍ

عربي متحده اماراتو په اوونیزې رخصتۍ کې بدلون راوست

خپور شوی

د

د راپورونو له مخې؛ عربي متحده امارات په پام کې لري، چې له نړیوالو اقتصادي بازارونو سره د همغږۍ لپاره د راتلونکي کال له پیله د اوونۍ حکومتي کاري ورځې څلورنیمو ورځو ته راواړوي؛ شنبه او یکشنبه به رخصتي وي.

په راپور کې راغلي، چې خصوصي شرکتونه په خپله پرېکړه کې آزاد دي، چې کومې کاري ورځې غوره کوي.

په خلیج کې د تېلو تولیدونکی دغه هېواد د سیمې د سوداګرۍ او ګرځندوی مرکز دی، چې اوس په اوونۍ کې دوه ورځې (جمعه  او شنبه) رخصتي لري؛ خو د راروان ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې یې اوونۍ د جمعې پر ماسپښین پای ته رسیږي؛ شنبه او یکشنبه به د ښوونځیو په ګډون ټولې ادارې رخصت وي او دوشنبه به کاري ورځ پیلیږي.

د بشري منابعو او اماراتو وزیر عبدالرحمن الاعوار رویټرز ته څرګنده کړې: هر شرکت کولی شي د خپلو کارمندانو لپاره د اوونۍ پای او پیل غوره او کار تر سره کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې عربي متحده اماراتو له سعودي عربستان سره د مخ پر ودې اقتصادي سیالي پر مهال د بهرنۍ پانګونې او استعدادونو لپاره اقتصادي سیالۍ تر سره کړې دي.

په دې سني مسلمان هېواد کې هر ډول مذهبي حساسیتونه په پام کې نیول شوي او کډوال یې د وګړیو ډېره برخه جوړوي. حکومت څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ به کار د ماسپښین پر ۱۲ بجو د مسلمانانو د جمغې له لمانځه مخکې پای ته رسیږي.

په راپور کې راغلي؛ د اوونۍ اوږده رخصتي به د کارمندانو په کاري ژوند کې تعادل  پیاوړی کړي.

حکومت وبلي؛ په ډېرو مسلمانو هېوادونو لکه اندونیزیا او مراکش کې د اوونۍ شنبه او یکشنبه رخصتي ده.

عربي متحده اماراتو دا هم ویلي، چې دا کړنه به په دې هېواد کې میشتو څو ملي اونړیوالو شرکتونو ته له هغو هېوادونو سره آسانه مالي، سوداګریزې اړیکې او اقتصادي راکړه ورکړه ډاډمنه کړي،  چې د شنبې او یکشنبې رخصتۍ لري.

حکومتي چارواکو ویلي؛ دا بدلون به د مرکزي بانک په څېر پر د دولتي ادارو کاري ساعتونه هم اغېزمن کړي؛ خو اقتصادي راکړه ورکړه به هم د نړیوالو بازارونو سره ګډه شي.

د حکومتي چاواکو د څرګندونو له مخې به دا کار هغه تشه هم له منځه یوسي، چې په تېرو کې رامنځته شوې ده.

د ستراتیژۍ لوی مشر محمد علي یاسین، وویلي، مالي سکتور به له پرمختللیو بازارونو سره همهاله د تادیاتو د حل کولو څخه ګټه پورته کړي او د ګرځندوی صنعت ته به هم ورسره وده وکړي.

هغه وایي: دا کار د سيمې د نورو هېوادونو لپاره هم يوه ښه تجربه کېدی شي.

جمعه د خلیج په نورو پېنځه عربي او ډېريو مسلمان هېوادونو کې د اوونۍ عمومي رخصتي ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ عربي متحده  اماراتو د سوداګرۍ او ګټې د راجلبولو لپاره د اوږدې مودې ویزې رامنځته کړي او سربېره پر دې یې د واده دمخه د ژوند کولو، الکولو او د شخصي وضعیت قوانین هم آزاد کړي دي.

نړۍ

ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

Published

on

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر ​​هېواد له برید سره خیانت کړی دی.

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونه‌مني.

د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.

دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”

Continue Reading

نړۍ

یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

Published

on

یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په ​​خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.

نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نه‌غوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.

څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.

په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.

د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنه‌یي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنه‌یي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»

ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.

Continue Reading

نړۍ

له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بې‌ساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند  هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونه‌ګوري.

چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.

د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.

ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!