Connect with us

تازه خبرونه

فیسبوک د حکومتونو ترڅارنې لاندې رسنۍ په نښه کوي

خپور شوی

د

د فیسبوک نړیوالې شبکې په ډاګه کړې، چې د حکومتونو تر څارنې لاندې ټولو رسنیزو شبکو ته ځانګړې نښې جوړوي.

فیسبوک ټولنیز شرکت غواړي یو شمېر رسنیزې پاڼې لکه د روسیې سپوتنیک، د ایران پریس ټي وي او د چین سیهنووا خبري آژانس د منفی او دولتي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې نښې وکاروي.

له دې کاره موخه د خلکو پوهول ښودل شوي، چې دا رسنۍ نا دولتي ندي، بلکې د دولت لخوا څارل کیږي.

فیسبوک تېره ورځ  په یوه اعلامیه  کې په ډاګه کړې، چې په سږني دوبي کې به د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د دغو رسنیو ټولې خبرتیاوي او تبلیغات دلته بند شي.

فیسبوک څرګندوې: مونږ دغو خپرونکیو ته د روڼتیا زمینه برابروو؛ ځکه، چې دوی د رسنیو له لارې دولتي ستراتیزیکې موخې پالي او مونږ باید خلک او اوریدونکي وپوهوو، چې څه اوري او ګوري له دولتي اغېزه برخمن دي.

دې بنسټ دا هم په داګه کړې، چې ناپېیلې او نادولتي رسنۍ به په نښه نشي.

فیسبوک په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د امریکا په ولسمشریزوټاکنو کې د بهرنيو لاسوهنو د مخنیوي لپاره  یې دا پرېکړه کړې ده.

فیسبوک شرکت په دې وروستیو کې د خپلو کارکوونکیو له نیوکو سره مخ شوی، چې ولې یې د ټول هېواد په کچه د روان تاوتریخوالي په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو مخنیوی ندی کړی.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان ملګری او همکار هېواد دی – محمد یعقوب مجاهد

عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له خلکو سره د قطر له اوږدمهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.

Published

on

د دفاع وزارت ویاند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر له شارژدافیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې قطر د " ملګري او همکار" هېواد په توګه وستایه او له دې هېواد سره یې د دوامداره اړیکو د ودې او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له خلکو سره د قطر له اوږدمهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.

د خوارزمي د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د اقتصاد، سوداګرۍ، د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او نورو اړوند مسلو په برخو کې د ډېرو نورو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت چارسمبالي پرون په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره هم لیدنه کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین په تخار کې د خپل وګړي د وژنې د عاملینو د پېژندنې او سزا ورکولو غوښتنه وکړه

د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي؛ بیجینګ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

Published

on

د چین حکومت د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د چینایي کان کیندونکي د وژنې په اړه اسلامي امارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي؛ بیجینګ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

ماو وایي، چې چين له دې وژنې سخت ټکان خوړلی او پر کلکه يې وغندله.

دا چینایي تبعه، چې "لي" نومېږي د روانې اوونۍ د سې‌شنبې پر ورځ د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د تخار پولیسو ویلي، چې هغه له خپل ژباړونکي سره د امنیتي چارواکو له خبرولو پرته له خپل کارځای څخه نامعلوم لوري ته وتلل و.

د داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د جرمني په یوه پارک کې د چړې د برید پر تور یو افغان ونیول شو

د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي، چې د چارشنبې پر سهاردغه کس په سکوینټل پارک کې د پخلنځي پر چړې برید وکړ.

Published

on

د جرمني چارواکو اعلان کړی؛ د اشافنبرګ د ښار په یوه پارک کې یو ۲۸ کلن افغان، چې د چړې پر برید یې دوه کسان وژلي؛ نیول شوی دی.

د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي، چې د چارشنبې پر سهاردغه کس په سکوینټل پارک کې د پخلنځي پر چړې برید وکړ.

هغه زیاته کړې، چې په دې بريد کې يو ۴۱ کلن جرمني او يو دوه کلن ماشوم، چې مراکشي الاصله و؛ ووژل شول.

دغه راز د دوه ماشومانو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.

هرمن ویلي؛ دغه کس، چې د تاوتریخوالي د ډک چلند مخینه لري؛ د رواني ناروغۍ تر درملنې لاندې و. هغه زیاته کړې، چې د دغه کس د پناه غوښتنې بهیر تړل شوی و او هغه ویلي وه، چې په ډسمبر کې به په خپله خوښه له جرمني ووځي؛ خو هغه په ​​جرمني کې پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو بریدونو وروسته د جرمني حکومت د تېر کال په اګست کې د افغان مجرمینو د ایستلو بهیر اعلان کړې دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!