لوبی
لیگ قهرمانان افغانستان؛ پیروزی یک بر صفر سرخپوشان خوافی دربرابر آریانا خوست
رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
سرخپوشان خوافي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د شپږم پړاو لوبې پر مهال آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
له دې بریا سره سرخپوشان خوافي له شپږو لوبو ۱۸ امتیازونه لري او اوس هم د افغانستان اتلانو لیګ روشن د لښتیلیک( جدول) په سر کې دی. دې لوبډلې خپلې ټولې شپږ لوبې ګټلي او تر اوسه یې ماتې نهده خوړلې.
دغه راز آریانا خوست په دې سیالیو کې خپله لومړۍ ماتې ومنله.
سرخپوشان خوافي د لوبې په ځینو احصائیو کې هم برلاسي وه؛ دې لوبډلې پېنځه کارنرونه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې آریانا خوست دوه کارنرونه وهلي وه. همدارنګه سرخپوشان خوافي ۵۵ سلنه ګوزارونه د ګول پر لوري کړي؛ خو د آریانا خوست دا کچه ۴۵ سلنه وه.
د افغانستان اتلانو لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
لوبی
بنګلهدېش د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې پر درېیمه ورځ ۳۲۹ منډې مخکې شو
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د غوره توپوهنې پر مټ خپله مخکښي پیاوړی کړه او د ۳۲۹ منډو پر توپیر مخکې شو.
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
حسن محمود پېنځه او عبادت حسین څلور لوبغاړي وسوځول او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۴۰ منډو پر جوړولو وسوځېد. رحمت شاه، چې په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د لوبډلمشر په توګه لوبه کوله؛ د ۱۰۵ منډو پر جوړولو د افغانستان غوره توپوهونکی شو. عبدالمالک هم ۶۲ منډې جوړې کړې.
حسن محمود د درې پرلهپسې لوبغاړو پر سوځولو(هټټرېک) کولو د بنګلهدېش لومړنی چټک توپاچوونکی شو، چې په ټسټ لوبو کې دې لاستهراوړنې ته رسیږي. نوموړي په خپله اوولسمه ټسټ لوبه کې د ویکټو شمېر ۵۰ ته هم ورساوه.
بنګلهدېش دوهیمه پاڼۍ په ښه پیل سره پیل کړه؛ خو د درې لوبغاړو تر ژر سوځېدا وروسته افغانستان بېرته لوبې ته د راګرځېدا هیله پیدا کړه.
دغه راز مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۵۹ منډو ملګرتیا وکړه او د لوبې بهیر یې د بنګلهدېش پر ګټه بدل کړ.
مشفقالرحیم په ۱۴۸ توپونو ۸۱ او شانټو په ۱۹۱ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان د درېیمې ورځې په وروستیو کې یو ځل بیا د لوبې ډګر ته ور وګرځېد.
ضیاءالرحمن؛ مشفقالرحیم او حسن محمود وسوځول او قیس احمد هم د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې شانټو له ډګره بهر کړ.
بنګلهدېش به څلورمه ورځ د ۳۲۹ منډو پر مخکښۍ پیل کړي؛ خو افغانستان هڅه کوي، چې د منډو واټن راکم او لوبې ته بېرته راوګرځي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو دوهیمه برخه به په کابل کې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدا وروسته د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیل شي او سیالۍ به د نومبر تر شپاړلسمې روانې وي؛ هغه ورځ به د روان فصل اتله لوبډله هم معلومه شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د شپږم پړاو په لومړۍ برخه کې لوبډلو د لښتیلیک د غوره ځای خپلولو لپاره په زړهراکښونکې لوبې وکړې.
سرخپوشان خوافي له غوره لوبډلو څخه وه؛ خو د تېر فصل اتله ابومسلم فراه، عمر ځواک او نورې لوبډلې هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.
د لیګ د لښتیلیک د وروستي حالت په ټاکلو کې به پاتې لوبډلې مهم رول ولوبوي او د لوبډلو دوامداره ښه لوبه او د امتیازونو ترلاسه کول به د اتلولۍ په ګټلو کې پرېکنده وي.
د نهه لوبو له ترسره کېدا وروسته سرخپوشان خوافي د نهه بریاوو او ۲۷ امتیازونو پر لرلو د لښتیلیک په سر کې ده. ابومسلم فراه او عمر ځواک بیا هره یوه ۱۹ امتیازونه لري.
د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه(ATN) به د افغانستان اتلانو لیګ د لوبو خپرول روان وساتي او د ټلویزیون، راډیو او ډیجیټلي خپرونو له لارې به مېنهوالو ته د لوبو او سیالیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
له مینهوالو غوښتل شوي، چې د لوبو د مهالوېش، پایلو، لښتیلیک او نورو تازه معلوماتو لپاره د ATN خواله رسنۍ وڅاري.
لوبی
افغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګلهدېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوهیمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.
افغانستان د دوهیمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.
د بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.
د افغانستان پر توپاچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.
عبدالمالک او رحمتشاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.
افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګلهدېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګلهدېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.
د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوالو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
-
تازه خبرونه5 days agoفرانسې له اسلامي امارت سره د افغانانو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې
-
تازه خبرونه4 days agoیو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
-
سوداگري4 days agoپه ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې

