Connect with us

تازه خبرونه

ملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه

د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه پلاوي پر مشرۍ حیرتان بندر ته سفر کړی او په دې بندر کې یې د چوپړتیاوو د پراختیا او د امارتي ادارو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.

د دغو پرېکړو له مخې؛ ټاکل شوې، چې اداري تشکیلات پراخ شي او په بندر کې بنسټیزې پروژې؛ معیاري تمځایونه، اداري ودانۍ، سړې خونې، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا عملي شي.

دغه راز د قاچاق د مخنیوي او د صادراتو او وارداتو د بهیر آسانولو لپاره د ډیجیټلي تلو او ګرځنده سکنرونو لګول هم په پام کې دي.

د اقتصادي معاونیت دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو طرحو له پلي کېدا سره به په حیرتان بندر کې سوداګریز خدمتونه ۲۴ ساعته او پرته له ځنډه وړاندې او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

هند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي هریش پارواټانني د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې، چې د « په وسله‌والو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه؛ ویلي، چې د یوناما د راپور له مخې: د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان ۷۵۰ وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له کبله د ملکي وګړو پر مرګ او ‌ژوبلې سختې نیوکې کړي او اسلام‌آباد یې د افغانستان له ملي واکمنۍ او نړیوالو قوانینو څخه پر ښکاره سرغړونه تورن کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي هریش پارواټانني د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې، چې د « په وسله‌والو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه؛ ویلي، چې د یوناما د راپور له مخې: د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان ۷۵۰ وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړې؛ پاکستان په روژه کې د کابل د «امید» د روږدو درملنې پر روغتون د «وحشیانه» هوايي برید مسوول هم دی.

د هند استازي پاکستان له دې کبله تر نیوکې لاندې راوست، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې نړیوالې غوښتنې له پامه غورځولې دي.

هغه ویلي: «دا دوه‌مخي‌توب دی، چې یو هېواد د نړیوالو قوانینو له لوړو اصولو خبرې کوي؛ خو د شپې په تیاره کې بې‌ګناه ملکي وګړي پر نښه کوي. د پاکستان هوايي بریدونه د تراویح له لمانځه وروسته ترسره شول؛ هغه مهال، چې د یوناما د څرګندونو له مخې ګڼ ناروغان له جوماته د وتلو په حال کې ول.»

د هند استازي زیاته کړې؛ د پاکستان دا ډول «کرکجنې یرغلیزې کړنې» د حیرانتیا وړ نه‌دي، ځکه دوی «خپل خلک بمباروي او سیسټماتیکه نسلي‌وژنه ترسره کوي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو

Published

on

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د حج ادا کولو لپاره له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰زره حاجیانو لېږد بریالی ترسره شوی دی.

یاد وزارت د چارشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې حاجیان د آریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او ټول ۳۰زره افغان حاجیان په ۹۷ الوتنو کې دې هېواد ته رسول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د حاجیانو د لېږد بهیر په دوه پړاوونو کې ترسره شوی؛ په لومړي پړاو کې څه باندې ۱۴زره او۸۰۰ حاجیان د ۴۸ مستقیمو الوتنو له لارې مدینې منورې ته ولېږدول شول او په دوه‌یم پړاو کې له ۱۵زره ډېر نور حاجیان د ۴۹ الوتنو له لارې د جدې هوايي ډګر څخه مکې مکرمې ته واستول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې ټول افغان حاجیان اوس د مسجدالحرام ترڅنګ د «محبس الجن» په مرکزي سیمه کې مېشت کړ شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې: سپېڅلو ځایونو؛ منی، عرفات او مزدلفې ته د حاجیانو د لېږد لپاره له سعودي چارواکو او خدماتي شرکتونو سره لازمې همغږۍ شوې او اړین خدمات لکه ټرانسپورټ، خوراکي توکي او روغتیايي آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې ده، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه نږدې دوه میلیون مسلمانان په مکه مکرمه کې د حج مراسمو ادا کولو ته چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

Published

on

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز ښارګوټی (لاجورد کمپلکس) پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان هم حق لري معیاري ښارونه، عصري بېخبناوې(زیربناوې) او پرمختللي استوګنیز ښارګوټي ولري.

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۴۴۸ عصري استوګنیز کورونه له معیاري نقشې او پرمختللیو آسانتیاوو سره جوړ شي، چې خلکو ته خوندي او هوسا ژوند برابر کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او له همدې کبله په بېلابېلو برخو کې سترې اقتصادي پروژې یو پر بل پسې پیلېږي او پرانیستل کېږي.

هغه زیاته کړې؛ لاجورد استوګنیز ښارګوټي ته ورته پروژې کولی شي د بلخ اقتصادي ځایګی د هېواد د یوه مهم تاریخي، فرهنګي، سوداګریز او صنعتي ولایت په توګه پیاوړی کړي او په شمالي زون کې اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.

دغه راز ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېخبنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د قوش‌تېپې، سړک جوړونې، برښنا تولید او صنعتي فابریکو ترڅنګ د ښاري پراختیا او ماسټرپلانونو پر پلي کولو هم کار روان ساتلی دی.

هغه د خصوصي سکټور رول د هېواد په اقتصادي وده کې اړین وباله او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه؛  بلخ ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو ارزونه، د پروژو چټکتیا، د بندري خدماتو ښه‌والی او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډېرو نورو آسانتیاوو برابرول دي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د لاجورد استوګنیز ښارګوټي پروژې پیل د هېواد د آبادۍ پر لور یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لامل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!