تازه خبرونه
ملګري ملتونه د افغان هلکانو او نجونو لپاره پر باکیفیته زدهکړو ټینګار کوي

په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت او نورو اړوند کارپوهانو ویلي، د نجونو د تعلیم مخنیوی هیڅ توجیه نهلری.
ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د چار شنبې پر ورځ د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره باید په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.
د ملګروملتونو په اعلامیه کې راغلي: داسې ښکاري، چې د دوهیم پرله پسې ښوونیز کال لپاره به تنکۍ نجونې د خپلو زدهکړو له بیا پیلولو منع شي – افغانستان به په نړۍ کې یوازنی هېواد وي، چې نجونې منځني ښوونځي، لیسو او د لوړو زدهکړو مرکزونو ته له تلو منع کوي.
د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تړونونو د یوه غړي هېواد په توګه، افغانستان مکلف دی، چې د جنسیت او یا کوم بل بنسټ له تبعیض پرته د پوهنې حق ته درناوی ولري او ترې ساتنه وکړي.
دوی دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ که څه هم پر زدهکړو بندیز بېرته واخیستل شي، مونږ د زدهکړې د کیفیت په اړه اندېښمن یو، چې د نجونو او هلکانو لپاره به چمتو شي.
دوی د هلکانو د ثانوي ښوونځیو په اړه هم ځورونکي راپورونه وړاندې کوي، چې له دیني ښوونکیو سره د وړ مسلکي ښوونکیو ځای په ځای کول، د ښوونځي په نصاب کې د پام وړ بدلونونه او د ښوونځيو د مضامینو محدودیت په ګوته کوي.
دوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې سمدلاسه ټول ثانوي ښوونځي او د نجونو او ځوانو میرمنو لپاره د لوړو زده کړو مرکزونه بېرته پرانیزي.
تازه خبرونه
امریکا د محمود شاه حبیبي په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۵ میلیون ډالر جایزې وړاندیز کړی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هغه افغانامریکایي سوداګر دی، چې نږدې دوه کاله مخکې لطلبانو (د افغانستان اسلامي امارت) استخباراتي ادارې نیولی و.

متحده ایالاتو د محمود شاه حبیبي د ځای او خوندي راستنېدا په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هغه افغانامریکایي سوداګر دی، چې نږدې دوه کاله مخکې لطلبانو (د افغانستان اسلامي امارت) استخباراتي ادارې نیولی و.
دا وړاندیز، چې د دوشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام له لارې خپور شوی؛ د حبیبي د برخلیک په اړه مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو ته نغوته کوي.
د راپورونو له مخې؛ هغه د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د زمري پر لسمه په کابل کې نیول شوی دی. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د ملکي هوایي چلند ادارې رییس و، چې د خپل موټر چلوونکي او د یوه سیمهییز مخابراتي شرکت له ۲۹ همکارانو سره یوځای ونیول شو.
د یادې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو( اسلامي امارت) تر اوسه د هغه د ځای یا حالت په اړه هیڅ معلومات ندي ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ؛ د حبیبي نیول رد کړي دي.
د امریکایي چارواکو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له پرلهپسې غوښتنو سره – سره د هغه د وضعیت په اړه هیڅ باوري څرګندونې ندي شوي.
د بایډن او اوس ټرمپ ادارې په بهر کې د توقیف شویو امریکایي وګړو بېرته راګرځول یو مهم لومړیتوب ګرځولی دی؛ د انعام وړاندیز د واشنګټن لخوا د پراخو هڅو یوه برخه جوړوي، چې پر طالبانو(اسلامي امارت) فشار راوړي او په سیمه کې د توقیف شویو امریکایانو د موندلو لپاره عامه همکاري هڅوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هغو اشخاصو څخه، چې په دې اړه معلومات لري؛ غوښتنه کړې، چې د خوندي او نامعلومو چینلونو له لارې د عدالت لپاره د انعامونو له پروګرام سره اړیکه ونیسي.
اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې نوې څرګندونې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه
په دې غونډه کې روزا اتونبایوا ګډونوالو ته د ملګروملتونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل او وایي، چې دغه طرحه د افغانانو د ګټو لپاره جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه، چې په کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د دې ټولنې موزاییک نومې پراخې طرحې جزئیات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې له دې نوښت څخه هدف د وضعیت عادي کول نه، بلکې د افغانانو د ګټو تحقق دی.
په دې غونډه کې روزا اتونبایوا ګډونوالو ته د ملګروملتونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل او وایي، چې دغه طرحه د افغانانو د ګټو لپاره جوړه شوې ده.
روزا اتونبایوا وایي:” د ملګرو ملتونو پراخه طرحه، د اوسني وضعیت د عادي کولو لپاره ډیزاین شوې نده، بلکې د افغانانو د ګټو لپاره ده. د هدفمندې ښکېلتیا موخه د داسې افغانستان ترلاسه کول دي، چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي؛ په بشپړ ډول له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي، پخپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي بل پړاو تجربه نکړي.”
میرمن اتونبایوا زیاته کړې؛ د نجونو پر زدهکړو ممنوعیت افغانستان له نړۍ څخه بېلوي او یو ځل بیا د افغانستان له چارسمبالي حکومته غواړي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه لغوه او د زدهکړو حق ورکړي.
روزا اتونبایواوایي: ” نړیواله ټولنه اوس هم په افغانستان کې د ښځو له اساسي حقونو څخه د بې برخې کېدو له کبله سخته اندېښمنه ده او دا موضوع له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو په لار کې اصلي خنډ شمېرل کیږي.”
د ملګروملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بحوث وایي: « په افغانستان کې د ښځو معنا لرونکی او پراخ ګډون د هر سیاسي او سولهییز بهیر د مشروعیت لپاره بنسټ دی. د ښځو له بشپړ او فعال ګډون پرته به د افغانستان په سیاسي او بشري برخو کې هیڅ رښتینی پرمختګ شونی نهوی او په دې هېواد کې به تلپاتې ثبات ترلاسه نشي.»
په دې غونډه کې دغه راز د امریکا استازي ډروټي شي ویلي، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن تګلاره د بیا کتنې په حال کې ده.
نوموړی وایي: ” پر افغانستان د طالبانو له واکمۍ نږدې څلور کاله تېریږي او وضعیت هماغه شان نازک دی. په افغانستان کې اوس د امریکا اصلي تمرکز د امریکایانو ژوند ژغورل، د ترهګریزو ګواښونو کمول او د نیول شویو ټولو امریکایانو د خوشې کولو ضمانت دی.”
بل لور ته د چین استازي له دغې شورا وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره د هېوادونو د تعامل زمینه برابره کړي او مرستندویان دې هم له افغانستان سره خپلې مرستې نه سیاسي کوي.
په ملګروملتونو کې د چین استازی ګنګ شوانګ وایي: ” مونږ له ټولو خواوو څخه تمه لرو، چې معقولې تمې ولري او د دې موضوع په اړه د عملي حل لارو د موندلو لپاره پر عملي روحیه بحث وکړي. د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان د ټولو مسایلو استازیتوب نهکوي او په هیڅ ډول د اوسنیو ستونزو اصلي لامل نهدي. نړیوال معیارونه باید مراعات شي. ښکېل لوري باید د افغانستان شرایط او دودونه هم درک کړي او له ډېرو سختو غوښتنو څخه ډډه وکړي.”
د قطر استازې وایي، چې د دوحې بهیر کاري ډلې غونډې به تر راتلونکو څو ورځو جوړې شي.
نوموړې ویلي، چې قطر به د جون له ۳۰ د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د اسلامي امارت د استازو په ګډون د دوحې بهیر د کاري ډلې د دوه غونډو کوربه وي.
په دې غونډو کې به د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکټور په اړه د کاري ډلې دوهیمه غونډه راونغاړي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له پیل راپدېخوا شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري افغانستان ته راغلي، چې تېره ورځ یې یوازې څو پناغوښتونکي له دې ټولنې سره ثبت کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې: “مونږ په سرحدي دروازو کې یوو او د کډوالو وضعیت څېړو. که ایرانیان غواړي افغانستان ته ننوځي؛ مونږ چمتو یوو، چې د دوی ملاتړ وکړو. مونږ اوسمهال په افغانستان کې د ایراني کډوالو لوی شمېر نلرو؛ خو شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یوازې پرون، یو څو تنه ایراني کډوال هم راجستر شوي دي.”
عرفات جمال دا هم ویلي؛ له ۲۰۲۳ راپدېخوا شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې تر فشار او جبر لاندې دي.
هغه ټینګار کړی؛ د کډوالو راستنېدل باید له انساني درناوي سره ترسره شي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې همکاري او پانګونه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس یادونه کړې، چې دا اداره د حکومتي ادارو او شریکو بنسټونو سره په همکارۍ کې د کډوالو د راستنېدو او په ټولنه کې د هغوی د بیا یوځای کېدو د بهیر د ښه مدیریت لپاره د پروګرامونو د پراختیا او پلي کولو لپاره کار کوي. له ګاونډ هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو انساني کوربتوب روان وساتي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
-
نړۍ3 days ago
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه1 day ago
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
هره ورځ ۸ زره کډوال له ایران څخه راستنیږي؛ په هرات کې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه
-
تازه خبرونه13 hours ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه12 hours ago
قطر په خپل هېواد کې د امریکا پر اډې د ایران برید سخت غندلی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر ایران اټومي زبرځواک او وسلوال رژیم برید وکړ- عراقچي