Connect with us

نړۍ

ملګري ملتونه د امریکا پر مشرۍ د سولې په هڅه کې مرسته نه‌کوي – ټرمپ

ټرمپ د ملګرو ملتونو اتیایمې، خو ۱۹۳ کسیزې عمومي غونډې ته د نړیوالې سولې د رامنځته کوونکي په توګه د خپلو ادعاوو د تکرار تر څنګ وویل: “ما اووه جګړې پای ته ورسولې او ما د دغو هېوادونو له هر مشر سره اړیکه ونیوله؛ خو ما له ملګرو ملتونو څخه د مرستې او وړاندیز یوه ټیلیفوني اړیکه هم ترلاسه نکړه.

خپور شوی

د

د رویټرز په یوه راپور کې راغلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌ شنبې پر ورځ پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه، چې د امریکا پر مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ نه‌کوي؛ خو بیا یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش ته ډاډ ورکړ، چې امریکا له دې نړیوالې ټولنې ۱۰۰ سلنه ملاتړ کوي.

ټرمپ د ملګرو ملتونو اتیایمې، خو ۱۹۳ کسیزې عمومي غونډې ته د نړیوالې سولې د رامنځته کوونکي په توګه د خپلو ادعاوو د تکرار تر څنګ وویل: “ما اووه جګړې پای ته ورسولې او ما د دغو هېوادونو له هر مشر سره اړیکه ونیوله؛ خو ما له ملګرو ملتونو څخه د مرستې او وړاندیز یوه ټیلیفوني اړیکه هم ترلاسه نکړه.

د ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه د څو اړخیزو بنسټونو په اړه د هغه د اوږدې مودې اندېښنه ښیي. هغه پرله‌پسې د ملګرو ملتونو د نړیوالو بنسټونو؛ د اغېزمنتوب، لګښت او حساب ورکولو په اړه پوښتنې راپورته کړې او استدلال کوي، چې دوی ډېری وختونه د امریکا ګټو ته خدمت نه‌کوي.

ټرمپ په نیویارک کې د نړۍ د مشرانو کلنۍ غونډې ته د نږدې یو ساعت وینا پر مهال وویل.”د ملګرو ملتونو موخه څه ده؟ ملګري ملتونه پراخه وړتیا لري … خو دا حتا دې وړتیا ته هم نږدې شوې نده”.

هغه ویلي؛ ” ښکاري؛ دوی یوازې داسې یو لیک لیکي، چې خورا ځواکمنې کلمې ولري او بیا وروسته د هغه لیک پوښتنه هم نکوي. دا تشې خبرې دي او تشې خبرې جګړه نه‌حل کوي. یوازنی شی، چې جګړه او جګړې حل کوي عمل دی.”

د راپورونو له مخې؛ ټرمپ په سږنۍ جنورۍ کې دفتر ته له ستنېدا راپدېخوا د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي ګوټرش سره ولیدل.

ټرمپ ګوټرش ته وویل: “زمونږ هېواد له ملګرو ملتونو سل په سلو کې ملاتړ کوي. شونې ده، چې زه ورسره کله ناکله مخالفت ولرم؛ خو زه یې په بشپړ ډول ملاتړ کوم، ځکه له دې بنسټ سره د سولې لپاره امکانات ډېر دي.”

ګوټرش هغه ته وویل؛ ملګري ملتونه ” بشپړ ستاسې په واک کې دي، چې د عادلانه سولې لپاره ګډ کار وکړئ.”

ګوټرش تېره اوونۍ له ملګرو ملتونو دفاع وکړه، چې “د سولې په منځګړیتوب کې خورا ځواکمنې هڅې لري … خو مونږ نه ګازره لرو او نه هم لرګی.”

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوازنۍ بنسټ دی، چې کولی شي بندیزونه ولګوي؛ خو دا د غزې او اوکراین په شخړو کې پاتې راغلې؛ ځکه، چې امریکا او روسیه د ویټو واک او ځواک لري.

ګوټرش خبریالانو ته ویلي: “امریکا ګازره او لرګی لري؛ ځکه که په ځینو شرایطو کې تاسې دا دواړه سره یوځای کړئ، فکر کوم، چې وکولی شوو دا ډاډ ترلاسه او خورا ګټوره لار ولرو، چې لږ تر لږه د سولې ځینې پروسې وکولی شي بریالۍ پایلې ته لار اواره کړي.”

ټرمپ غواړي، چې ملګرو ملتونو ته د امریکا بودجه راکمه کړي؛ د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا سره یې د امریکا ښکېلتیا وځنډوله، د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې د فلسطین لپاره د بودجې کنګل وغځاوه او د ملګرو ملتونو له کلتوري ادارې یونیسکو څخه ووت. هغه دغه راز د پاریس له اقلیمي تړون او د روغتیا نړیوالې ټولنې څخه د وتلو نیت هم لري.

د ملګرو ملتونو ټولنه سږکال په نغدي بحران کې ۸۰ کلن شوه او ګوټرش ورته د لارو په لټه کې دی …. واشنګټن د ملګرو ملتونو ترټولو لوی مرسته کوونکی دی؛ ورپسې چین د ملګرو ملتونو د ټولې بودجې ۲۲ سلنه او د هغې د سوله ساتو بودجې ۲۷ سلنه چمتو کوي.

ملګرو ملتونو ويلي؛ امریکا اوسمهال ټولټال ۲.۸ میلیارډ ډالر پوروړې ده، چې ۱.۵ میلیارډ ډالر یې عادي بودجه ده. دا تادیات داوطلبانه ندي.

رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ په طنزي توګه خپله یوه اندېشنه هم وښوده، چې هغه او لومړۍ میرمن ملانیا ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته پر لاره ول او برښنایي زینې او ټله‌‌پرامپټر ناڅاپه کار بند کړ.

هغه وویل: “زه یوازې دومره ویلی شم؛ هغه څوک، چې ټله‌پرامپټر اداره کوي له ​​لویې ستونزې سره مخ دی او دا هغه دوه شیان دي، چې ما له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړل.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي؛ سپینې ماڼۍ پخپله ټله‌پرامپټر اداره کړی. د ټرمپ د وینا له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بایربوک وویل؛ “د ملګرو ملتونو ټله‌پرامپټرونه بشپړ کار کوي.”

نړۍ

په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

Published

on

د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نه‌و.

پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نه‌ده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.

Continue Reading

نړۍ

روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

Published

on

 

د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.

په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بې‌بنسټه» بللې دي.

ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.

Continue Reading

نړۍ

سعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

 

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګډې دفاع ژمنې سمدستي پلې او سعودي عربستان ته هوکړه شوي ځواکونه او پوځي تجهیزات چټک واستوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کړنه به د تصویب شویو میکانیزمونو او د درې هېوادونو د ملي قوانینو له مخې پلي کیږي.

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي: په دې غونډه کې د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې پر سعودي عربستان او اسلامي سپېڅلو ځایونو بریدونه بللي؛ د درې هېوادونو پر« یووالي او پیوستون» ټینګار شوی دی.

دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په مدینه منوره کې پر یوه برښنا وېش مرکز د برید راپورونه خپاره شول.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې له ایران سره د همغږو حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي ویلي؛ په دې برید کې هغه تاسیسات پر نښه شوي، چې مسجد نبوي ته برښنا برابروي.

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال په اګست کې د« مکې ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید د درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کیږي.

دغه تړون په لومړي سر کې د هر هېواد د پوځي او دفاعي ژمنو په اړه لږ جزئیات لرل.

نوې خبرپاڼه ښيي، چې دغه تړون له عمومي چوکاټ څخه د پلي کېدا پړاو ته داخل شوی؛ ځکه دې درې هېوادونو اوس د ځواکونو او پوځي وړتیاوو د استولو د میکانیزمونو پر پلي کولو هوکړه کړې ده.

.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!