تازه خبرونه
مونږ د بریټانویانو لهخوا د افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نهوینو – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ د اشخاصو د محاکمه کولو لپاره مونږ د بریټانویانو لهخوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نلرو؛ ځکه په هېواد کې مو عمومي بښنه اعلان شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې فرمان کې ټولو ته بښنه شوې ده او هیڅوک پر تېرو کړنو نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم محاکمه شوي او نه به هم محاکمه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “هغه راپورونه، چې د ځینو اشخاصو نومونه له افشا کېدو وروسته د دوی د محاکمې په اړه خپاره شوي؛ ناسم او بې بنسټه دي. د استخباراتو ریاست اړتیا نلري؛ هغه اشخاص محاکمه کړي، چې په عمومي بښنه کې راغلي دي.”
خبرپاڼې زیاته کړې: “د دغو اشخاصو پورې اړوند ټول اسناد او معلومات په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست کې شته دی او مونږ د بریټانویانو لهخوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نهوینو.”
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې له بښنې فرمان سره – سره؛ هیڅوک به محاکمه یا تر څارنې لاندې ونهنول شي. هغه اوازې ناسمې دي، چې پ دې اړه خپریږي. یوازې د خلکو د وېرولو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اندېښنې رامنځته کولو لپاره دي، چې مونږ یې پر کلکه ردوو.
حمدالله فطرت ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت له هیچا سره د غچ اخیستلو چلند نهکوي او هیڅوک حق یا اجازه نلري، چې څوک تعقیب او تر پوښتنې لاندې ونیسي او یا زیان ورورسوي.”
همدارنګه د ډیلي ټیلګراف په ګډون یو شمېر بریټانوي رسنیو د سېشنبې پر ورځ د جولای پر بېنځلسمه راپور ورکړ، چې د بریټانیا حکومت د بریټانوي ځواکونو د شاوخوا ۲۵ زره افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو په لېږد او بیا میشتېدنه کې نږدې ۷ میلیارډ پونډه لګښت کړی، چې د پناه غوښتنه یې کړې وه.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د بریټانیا دفاع وزیر د سېشنبې پر ورځ د هېواد پارلمان ته له هغو افغانانو څخه بښنه وغوښته، چې معلومات یې پر ناڅاپي بڼه د “تخنیکي څارنې” له کبله افشا شوي وه.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د نوملړ ناڅاپه افشا کېدل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې رامنځته شول، چې وروسته د بریټانیا حکومت هڅه وکړه، چې په نوملړ کې شاملو افغانانو ژوند د رسنیو له لارې د دې موضوع د راپور ورکولو او په نوملړ کې د شاملو کسانو د لېږدولو د پلان په پلي کولو سره نور هم له خطر سره مخ نهکړي.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
تازه خبرونه
په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سېشنبې پر شپه د فیضآباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووهویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
