Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیران نن کابل ته راځي

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ به د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار  کابل ته ولاړ شي، چې د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې لپاره د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.

خپور شوی

د

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن پنجشنبه( د چنګاښ شپږویشتمه) د پاکستان او ازبکستان لوړ پوړي پلاوي به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر مشرۍکابل ته راشي، چې د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ به د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار  کابل ته ولاړ شي، چې د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې لپاره د ارزونې څېړنیز تړون لاسلیک کړي.

د پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ وزیر او د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به په دې سفر کې له اسحاق ډار سره  مل وي.

د UAP اوسپنې‌پټلۍ پروژه د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي، چې یو سټراټیژیک ریلي دهلیز به رامنځته کړي. د دې لارې له بشپړېدو سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه د پاکستان له سمندري بندرونو سره ونښلیږي او په دې توګه اقتصادي ادغام، ثبات او سیمه‌ییز پرمختګ ته وده ورکوي.

چارواکو ویلي؛ په کابل کې د دې تړون لاسلیک کول د نړیوال بېخبنایی پلان پلي کولو پر لوري یو اړین ګام دی، چې د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د بالقوه بدلونکي په توګه په پام کې نیول شوی دی.

ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به اسحاق ډار د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي او رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

Published

on

په نړۍ کې د جګړو د زیاتېدا او د بشري مرستو د کمېدا له کبله په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

د دې بنسټ د ماین پاکۍ برخې مسوولې کازومي اوګاوا ویلي، چې دفاعي لګښتونو ته د هېوادونو د پاملرنې له کبله د مالي سرچینو کمښت پر بشري پروګرامونو مستقیم اغېز کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې پر منځنۍ کچه هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو زیات ککړ ګڼل کېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام د ملکي وګړو؛ په ځانګړي توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ دی.

په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېر یو کال کې ۴۷۴ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰۰ کیلومټر مربع څخه زیاتې ځمکې اوس هم د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله ککړې دي، چې شاوخوا اووه میلیون کسان له خطر سره مخ کوي.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال ۱۵۵ د ماین پاکۍ ډلې د ۱۰ پروګرامونو په چوکاټ کې د ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کار کوي، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دې فعالیتونو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم راپور ورکړی و، چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله له مرګ او ژوبلې سره مخ کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ

تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.

Published

on

په کابل کې د یو شمېر کلتوري شخصیتونو، لیکوالانو او د کتاب مینه‌والو په ګډون یو د کتاب نندارتون جوړ شوی دی.

تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.

دا نندارتون، چې د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې جوړ شوی؛ په ادبي، ټولنیزو، تاریخي، ښوونیزو او نورو بېلابېلو کټګوریو کې سلګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ رسنۍ دې د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې فعالیت وکړي ـ اسلامي امارت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر وايي، چې له تېر یو کال راپدېخوا په هېواد کې له ۱۰۰ څخه ډېر د رسنیو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې رسنۍ باید د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ فعالیت وکړي، د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسي او د اسلامي امارت د رهبرۍ ویناوې پراخه خپرې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر وايي، چې له تېر یو کال راپدېخوا په هېواد کې له ۱۰۰ څخه ډېر د رسنیو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې لسګونه فرهنګي او رسنیز پروګرامونه ترسره شوي او د ځینو رسنیزو جوازونو وېش هم ترسره شوی او هڅې روانې دي، چې اداري بهیرونه ساده او د رسنیز خدمت کیفیت ښه شي.

مهاجر همدارنګه د هېواد اقتصادي وضعیت ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د اقتصادي شرایطو د ښه کېدا په اړه هیلې شته او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

نوموړي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزو ته هم نغوته کړې او ډاډ یې ورکړ، چې د دې ستونزو د حل لپاره لازم هڅې په پام کې نیول شوې دي.

همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خُبیب غفران ویلي، چې اسلامي امارت د رسنیو آزادۍ، د خبریالانو خوندیتوب او د شخصي حریم درناوي ته ژمن دی.

هغه د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی، چې رسنۍ دې په خپلو خپرونو کې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکو ته پاملرنه ولري؛ ځکه د وزارت موخه په ټول هېواد کې معلوماتو لاسرسی آسانه کول او مسلکي کول دي.

دغه راز د مطبوعاتو د آزادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت یونسکو په یوه پیغام کې د بیان آزادۍ د ساتنې او د ژورنالېزم د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او څرګندوي، چې دا د سولې بنسټ دی.

یونسکو زیاته کړې؛ باوري او تائید شويو معلوماتو ته لاسرسی یو غوراوی نه، بلکې د سوله‌ییزو، عادلانه او پایدارو ټولنو د جوړولو یوه بنسټیزه اړتیا هم ده.

د دې ادارې پر باور؛ کله، چې معلومات تحریف شي، د تفرقې او بې باورۍ زمینه برابروي؛ خو آزاد او رښتیني معلومات بیا حساب وړاندې کول پیاوړې کوي، خبرې اترې پراخوي او له بشري حقونو ملاتړ کوي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د می درېیمه د دولتونو د ژمنې یادونه کوي، چې د رسنیو آزادۍ ته درناوی وکړي او همدارنګه د خبریالانو لپاره د مطبوعاتو د آزادۍ له ننګونو او مسلکي اصولو د فکر کولو فرصت هم دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د مطبوعاتو آزادي د ټولو آزادیو بنسټ دی.

دا ورځ په ۱۹۹۱ ز.کال کې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري بنسټ(یونیسکو) وړاندیز کړې او په ۱۹۹۳ ز.کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې رسمي اعلان کړه.

په‌دې ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹ مادې پر بنسټ د مطبوعاتو آزادۍ او خبریالانو ته درناوی کیږي.

دا ورځ له محدودیتونو او فشارونو سره د مخ رسنیو د ملاتړ څلی بلل کیږي او د هغو خبریالانو یادګار دی، چې په دنده کې مړه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!