نړۍ
مونږ هيڅکله د ټولواکۍ او پراختیا غوښتنې په لټه کې نه وو
د چين ولسمشر او د واکمن ګوند مشر ويلي: مونږ بايد پر ټينګ هوډ د ملي امنيت په برخه کې يوه هر اړخيزه او پراخه تګلاره ولرو او د هېواد په ټولو برخو کې ملي امنيت پلی کړو.
د چين ولسمشر شي جين پينګ د يکشنبې پر ورځ د تلې ۲۴ ) د کمونست ګوند د شلمې کانګرې په پرانيستونکې وينا کې ټينګار کړی، چې هېواد يې هیڅکله د ټولواکۍ او پراختیا غوښتنې په لټه کې ندی، بلکې له هرې بڼې واکمنۍ او د سړې جګړې د غوښتنو، د هېوادونو په کورنیو چارو کې د ځواکمنو هېوادونو د لاسوهنې او د ځواکمنۍ د دوه مخۍ پر وړاندې ټینګ دریځ لري.
د چين د رسمي رسنيو د څرګندونو له مخې، شي جين پينګ ټينګار کړی: ملي امنيت د هر ډول بيارغونې او عصري کېدو بنسټ دی او ټولنيز ثبات د پياوړي او هوسا چين د جوړولو لپاره بنسټیز شرط دی.
د چين د واکمن ګوند مشر ویلي: مونږ بايد ټينګ هوډ ولرو؛ د ملي امنيت په اړه يوه هر اړخيزه او پراخه تګلاره ولرو او د هېواد په ټولو برخو کې ملي امنيت پلی کړو.
د چين د کمونست ګوند شلمه ملي کانګره نن (دوشنبه) په بېجينګ کې د دغه هېواد د سترو سياسي پېښو او هم د نړۍ له مهمو پېښو په توګه د ولسمشر پر وینا پيل شوه، چې په کې به د چين د پرمختګ لپاره اړینې پرېکړې رامنځته شي.
د چين د واکمن ګوند يو زيات شمېر غړي او لوړ پوړي چارواکي د بېجينګ د ولسي کانګرې په لوی تالار کې حاضر ول.
جين پينګ څرګنده کړې: چين هڅه کوي له نورو هېوادونو سره د همکارۍ او مثبتو اړيکو د پراخولو له لارې د ثبات او متوازن پرمختګ لپاره دوستانه اړيکې ټينګې کړي.
د چین ولسمشر په تایوان کې د امریکا د لاسوهنې په اړه څرګنده کړې: د تایوان مسئلې حل کول د چین خپله کورنۍ مسله ده؛ یوه داسې مسله، چې باید د چین لخوا حل شي. مونږ به له تایوان سره د سوله ییز بیا یوځای کیدو لپاره هڅې روانې وساتو؛ خو مونږ به هیڅکله د نظامي لارو کارولو ته زړه ښه نکړو او مونږ په دې برخه کې د هر راز اړین ګامونو د پورته کولو حق لرو.
دغه سرمشريزه غونډه په هرو پېنځه کلونو کې يو ځل تر سره کيږي او په کې تر ټولو مهمه پرېکړه د دغه هېواد د واکمن ګوند په توګه د چين د کمونست ګوند د نوي عمومي منشي ټاکنه ده.
د چين د کمونست ګوند د کانګرې تر سره کېدل په دې ورځو کې د نړۍ يو له مهمو مراسمو څخه ګڼل کېږي او د خپل اهميت له کبله د لويديځ په شمول د نړۍ بېلا بېل هېوادونه یې مهمې پېښې څاري.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
نړۍ
یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.
جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.
د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.
نړۍ
ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.
په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.
ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”
ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»
هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشهيي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.
په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوهیمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
تازه خبرونه2 days agoد افغان ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې دښمن ته درانده زیانونه واوښتل
