تازه خبرونه
مونږ په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کوو- هند
هغه د هند روانو بشري مرستو او پراختیایي ملګرتیاوو ته په نغوته(اشاره ) کې د “افغانستان د ترټولو لوی سیمهییز پراختیایي ملګري” په توګه د هند رول روښانه کړ او څرګندوي، چې هند به د افغانانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کول روان وساتي.
د چین په چینګدائو کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د دفاع وزیرانو د ناستې پرمهال د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د افغانستان له سولې، امنیت او ثبات څخه د نوي ډیلي کلک ملاتړ تکرار کړ.
هغه د هند روانو بشري مرستو او پراختیایي ملګرتیاوو ته په نغوته(اشاره ) کې د افغانستان د ترټولو لوی سیمهییز پراختیایي ملګري په توګه د هند رول روښانه کړ او څرګندوي، چې هند به د افغانانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کول روان وساتي.
راجنات سینګ زیاته کړې: “هند تل په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د ملاتړ کولو لپاره تلپاتې او ثابته پالیسي لرلې او زمونږ لومړیتوبونه خلکو ته بشري مرستې چمتو کول او د دې هېواد له پراختیایي اړتیاوو سره مرسته کول دي.”
هغه د نړیوالو ننګونو لکه له ترهګرۍ، سایبري ګواښونو او ترکیبي جګړې سره د مبارزې لپاره د ګډ عمل پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د شانګهای همکارۍ ټولنې په چوکاټ کې یې د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سینګ د شانګهای همکارۍ ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ، چې د سیمهییزې سولې د ساتلو او د خپلو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره نوره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې: “هند د دې ټولنې د غړو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور له زیاتوالي ملاتړ کوي. مونږ ټول باید د خپلې سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډه ګامونه پورته کړو.”
د سیمهییز اتصال په اړه د هند د دفاع وزیر له مرکزي آسیا سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد هوډ بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې دا تعاملات باید د دې ټولنې د غړو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو سره سم ترسره شي.
د یادونې ده، چې د شانګهای همکارۍ ټولنې د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې پر ورځ پیل شوه او د دې غړو هېوادونو دفاعي چارواکي د سیمهییز امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او دفاعي همکارۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله کوي.
تازه خبرونه
اقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
اقتصادي کميسیون د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د معیار او کیفیت ادارې لهخوا وړاندې شوي ۶۶ کورنۍ معیاري مسودې او د آزمېښت لارې چارې وڅېړلې او تائید یې کړې.
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
دغه معیارونه او د آزمېښت لارې چارې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ټوکر، کیمیاوي او پلاستیکي توکو، مخابراتو او برښنا، کانکېندنې، ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې او یو شمېر نورو برخو کې کارول کیږي.
په دې غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو د ډبرو سکرو د تخلیې، بارولو، پروسس او بستهبندۍ د مرکزونو د مالکیت په اړه هم بحث وشو.
له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد مرکزونه دې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اړوند وي او دغه وزارت دې د هغوی اړوندې چارې پر مخ یوسي.
تازه خبرونه
د طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د طب افغان زدهکړیالانو د خپلو زدهکړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلامآباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې مشر صاحبزاده وسیم حیدر، د اسلامآباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او د اسلامآباد د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.
د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان طبي زدهکړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زدهکړو پر دوام اغېز کولی شي.
له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زدهکړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.
وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زدهکړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.
دغه دوسیه د ډېرو افغان زدهکړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زدهکړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زدهکړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامآباد ستره محکمه به اوس د افغان زدهکړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.
تازه خبرونه
د ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بشري حقونو «حالوش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نهدرلود.
حالوش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول.
عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي.
د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته دوام ورکړی دی.
حالوش ویلي، چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د قربانیانو کورنیو د مړو د لېږد او خاورو ته سپارلو لپاره هڅې کولې.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د قربانیانو کره شمېر او د پېښې ټول جزئیات یې په خپلواکه توګه نهدي تائید کړي او د یو شمېر قربانیانو هویت او د مړینې کره لامل اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی1 day agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ3 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
-
لوبی2 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
