تازه خبرونه
ناتو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار کړی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ ویلي؛ ناټو به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په درې بنسټیزو برخو کې له افغانستان ملاتړ روان ساتي.
ینس سټولټنبرګ نن د فرانسې له ولسمشر ایمانویل میکرون سره د یوې غونډې پر مهال ویلي؛ څنګه، چې په افغانستان کې زمونږ د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسېدلی؛ نو مونږ د اړیکو د یو نوی څپرکي پرانیسته کوو. د ناتو راتلونکی ملاتړ به درې بنسټیزې ستنې ولري.
مونږ به په دې درې واړو برخو کې له ظرفیت جوړونې، له امنیتی بنسټونو مالي ملاتړ او له افغانستان څخه بهر د افغان ځواکونو روزنه او دغه راز د تدارکاتي سکتور په ګډون به د کابل له هوایي ډګره ملاتړ کوو.
سټولټنبرګ ویلي؛ له هرڅه لومړی مونږ نیت لرو، چې امنیتي ادارو ته د مشورې او ظرفیت جوړونې ملاتړ چمتو کړو او همدارنګه له امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وکړو.
نوموړی وایي؛ په دوه یم ګام کې غواړو، چې له افغانستان څخه بهر افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته نظامي روزنه برابره کړو.
هغه زیاته کړې؛ درېیم پلان مو دادی، چې د کابل هوای ډګر عملیاتو د ملاتړ لپاره د خدماتو بودجوي ملاتړ رامنځته کړو.
ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کوي، چې دا هرڅه به د ناټو متحدینو او نړیواې ټولې ته د دې ځواک ورکړي، د افغانستان له خلکو سره مرستې او د سولې هڅې روانې وساتي.
تازه خبرونه
افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخيپله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.
په کابل کې پر نشهیي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.
د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخيپله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.
قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سېشنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.
تازه خبرونه
د روږدو پر روغتون د پاکستانيو پوځیانو په هوايي برید کې ۴۰۰ کسان شهیدان او سلګونه ټپیان دي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه هوايي برید د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون شوی دی.
د اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې د دوشنبې پر شپه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځي رژیم له برید وروسته لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه هوايي برید د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون شوی دی.
حمدالله فطرت په ایکسپاڼه کې لیکلي: “د دې برید په پایله کې د روغتون لویه برخه ویجاړه شوې او د ځاني زیان د لوړ شمېر په اړه جدي اندېښنه رامنځته شوې ده. له بده مرغه تر اوسه پورې د شهیدانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.”
هغه زیاته کړې؛ دمګړۍ هم د ژغورنې ډله د اور د مهارولو او د زیانمنو د ژغورنې هڅه کوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ ویلي، چې هغه د پاکستاني هوايي بریدونو او په پایله کې د ملکي تلفاتو د نويو راپورونو له کبله “اندېښمن” دی.
نوموړي په ایکسپاڼه کې لیکلي: « خپله خواخوږي وړاندې کوم. زه پر ټولو خواوو غږ کوم، چې تاوتریخوالی راکم کړي، لږ تر لږه زغم وکاروي او د ملکي وګړو او ملکي سیمو لکه روغتونونو د ساتنې په ګډون د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي».
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشهيي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼشمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشهیي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه وکړه او په کابل کې یې پر مخدره توکو د روږدو کسانو روغتون پر نښه کړی دی.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼشمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشهیي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.
مجاهد زیاته کړې: “مونږ دا جرم پر سختو ټکو غندو او دا د ټولو انساني نورمونو او اصولو خلاف عمل ګڼو.”
نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د دغو هوایي بریدونو مخه ونیسي.
-
تازه خبرونه2 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
نړۍ2 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
سوداگري2 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه21 hours agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: په افغانستان کې د یوناما ماموریت په اړه د ملگرو ملتونو غونډه
