Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر په اختریز پیغام کې د یووالي، زغم او له بې‌وزلو د ملاتړ غوښتنه وکړه

دغه راز یې له الله‌پاک څخه وغوښتل، چې د روژې، تراویح، صدقې او نورو نیکو اعمالو په ګډون د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه قبول کړي او ټول د تقوا، اخلاص او استقامت په لاره کې ثابت وساتي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د کوچني اختر مبارکي افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کړې او د هېواد د اسلامي نظام لپاره یې د یووالي، زغم او له بې‌وزلو هېوادوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه راز یې له الله‌پاک څخه وغوښتل، چې د روژې، تراویح، صدقې او نورو نیکو اعمالو په ګډون د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه قبول کړي او ټول د تقوا، اخلاص او استقامت په لاره کې ثابت وساتي.

د اسلامي امارت رهبر په خپل اختریز پیغام کې د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو پر وړاندې کولو د روژې او لمانځه فضیلت، د فطر د صدقې برکت او د صبر او ټولنیزې خواخوږۍ ارزښت ته نغوته(اشاره) کړې ده.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده څرګنده کړې، چې د روژې میاشت د صبر، تقوا او ټولنیزې خواخوږۍ میاشت ده او مسلمانان باید د دې میاشتې او اختر رښتینې روحیه د اسلامي اخلاقو، بښنې، شفقت او د اړمنو؛ په ځانګړي توګه یتیمانو او بې‌وزلو سره د مرستې له لارې ونمانځي.

هغه دغه راز پر مسلمانانو غږ کړی، چې بدبیني، نفرت، کینه او اختلافات یوې خوا ته کړي او خپل یووالي او پیوستون پیاوړی کړي.

د مؤمنانو رهبر ټینګار کړی، چې امنیت، یووالي او د اسلامي احکامو اطاعت، د اسلامي نظام د شرعي قوانینو مراعات او له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره همکاري د خلکو او چارواکو له مهمو دندو څخه دي، چې له فساد او فتنې څخه پاکه سالمه ټولنه جوړه شي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده همدارنګه د دیني زده‌کړو او روزنې، د هېواد د ودې او پرمختګ، د ځوانانو، ماشومانو او له کډوالۍ څخه راستنېدونکو لپاره د ملاتړ او په نړۍ کې د نورو مسلمانانو د درناوي په ارزښت او اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې اسلامي امارت له نورو اسلامي هېوادونو سره د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او د مسلمانانو د حقونو هر ډول سرغړونه کلکه غندي.

د پیغام په پای کې یادونه کوي، چې الله تعالی دې مسلمانان له هر ډول ناورینونو او ستونزو څخه وساتي، د اسلام د لارې شهیدانو ته لوړ مقام ورکړي، ناروغانو او ټپیانو ته شفا ورکړي او اسلامي ملت ته عزت، یووالي او بریالیتوب ورپر برخه کړي.

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵
Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان اف‌سي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوه‌اویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان اف‌سي درې ګوله مخکې شو.

محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان اف‌سي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې آرمان اف‌سي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.

پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوه‌یمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!