تازه خبرونه
په افغانستان کې له جګړو څخه زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې پیل شوې
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیوافپي) څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وېشل پیل شوي دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.
د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو او همدارنګه امیدوارو او شیدې ورکوونکو میرمنو لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم چمتو شوي، چې د خوارځواکۍ مخه پرې ونیول شي.
ټاکل شوې، چې دا مرسته د هېواد په اته ولایتونو ( په ختیځ کې نورستان، کونړ او ننګرهار او همدارنګه په جنوب کې پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) کې بې ځایه شویو کورنیو ته ورسیږي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې افغانان اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې د زیاتوالي، د سیمهییز تاوتریخوالي اغېزو او د لوږې او خوارځواکۍ خپرېدا په ګډون له ګڼو ناورینونو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال په هرو درې افغانانو کې یو یې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷.۴ میلیون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دا وړاندویېنه هم کیږي، چې سږکال به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د سوداګریزو لارو بندېدا او د سیمهییز تاوتریخوالي زیاتوالي د اومهتوکو د بیو د لوړېدا او په افغان بازار کې د لومړنیو توکو د کمښت خطر زیات کړی دی.
تازه خبرونه
پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې پر مناسبت خبرداری ورکړی، چې پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر زیات کړی او د قربانیانو د مخنیوي، پېژندنې او ملاتړ لپاره یې د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، یوازې ۱۱ سلنه راستنېدونکي ثابت کار یا کار و بار لري. په داسې حال کې، چې ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نهلري. نږدې نیمایي راستنېدونکي د پورونو او مالي مرستو پر مټ ژوند کوي، چې دا وضعیت د انساني قاچاق، جبري کار او نورو ښکېلاکي او استثماري کړنو خطر زیاتوي.
دواړو بنسټونو ویلي، چې قربانیان اوس هم ناامن کار، جبري مزدوري، جنسي ښکېلاک، د غلامۍ ورته حالتونو او آن د بدن د غړو جبري ایستلو ته اړ ایستل کېږي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ ښځې، ماشومان، راستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دې ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر استازي پولیاک اوک سري ویلي، اوسنيو فشارونو د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر ډېر کړی او د مخنیوي او ملاتړ د هڅو پیاوړتیا ته جدي اړتیا شته.
همداراز د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د افغانستان مشر میهیونګ پارک ویلي: د راستنېدونکو اوسنی شمېر د افغانستان د خلکو له وړتیا لوړ دی او که نړیواله ټولنه پراخ ملاتړ ونهکړي، ډېری راستنېدونکي به د کار، استوګنځي او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي؛ هغه وضعیت، چې کولی شي خلک د انساني قاچاق د شبکو ښکار کړي.
دواړو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سیمهییزو همکاریو، د ملاتړو خدمتونو، د پرلهپسې معیشتي فرصتونو او د خوندي کډوالۍ لارو پر پراختیا د انساني قاچاق د دې مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تازه خبرونه
څار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
تازه خبرونه
په پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بېپولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیولکېدا او ایستلکېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
بېپولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.
دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.
بېپولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بېوسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.
د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.
پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بېاسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نهلري.
بېپولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه ستانه شوي نهدي.
بېپولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
تازه خبرونه4 days agoپه سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
-
سوداگري4 days agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسلهوال برید کې ساه ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل ـ توکیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

