نړۍ
یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.
جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.
د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.
نړۍ
د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.
دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.
نړۍ
ټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوهیم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.
ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.
ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.
نړۍ
په راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلاي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپلو بنسټیزو موخو د بشپړولو په درشل کې ده او په راتلونکو دوه یا درې اوونیو کې به پرې نور سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
دا جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوې او په سیمه کې یې د لبنان او ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ګډون پراخې نښتې رامنځته کړې دي.
دغه راز د هرمز تنګي تړلکېدا د تېلو بیې لوړې او په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې رامنځته کړې او د نړیوالو ادارو په ګډون د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې دې بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیولې او که ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا به بیا برید وکړي.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې پهډاګه کړې، چې هېواد یې د امریکا له عامو خلکو سره هیڅ دښمني نلري.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامآباد د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی؛ خو له دواړو خواوو څخه یې ځواب ترلاسه کړی نهدی.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
-
تازه خبرونه4 days agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په جنګ کې د جنګي جنایت پر تور تورن اسټرالیایي سرتېري ونیول شو
-
سوداگري5 days agoافغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
