Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه له افغانستان سره اړیکو ته اړه ده ـ کریمي

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۲

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې، چې لګول شوي بندیزونه دې لرې شي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ کچه دې راټیټه شي او د اړیکو نوی پړاو دې جوړ شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل رامنځته کول د ټولو خواوو په ګټه دی.

بلال کریمي په‌دې اړه وايي: لکه څنګه، چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک پر رسمیت پېژندلو ته اړ دي؛ نړیواله ټولنه او د نړۍ هېوادونه هم دې (له افغانستان سره اړیکو) ته اړتیا لري. که په افغانستان کې ثبات وي، په ټولو برخو کې مونږ له ننګونو او اندېښنو څخه ژغورل کیږو، ځکه که پر ځان‌بسیا او پخپلو پښو ولاړ هېواد ولرو د هغې مثبتې اغېزې به په ټولو هېوادونو کې پلي شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو پر ایستلو د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د فشار او جبر پالیسي کار نه‌کوي.

دا مهال د اسلامي امارت ۱۳ لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تورنوملړ کې دي او له افغانستان څخه بهر سفر نه‌شي کولی.

بلال کریمي ټینګار وکړ: د انزوا او د تشو د رامنځته کولو پالیسي باید پای ته ورسېږي. که مونږ په ټولو مواردو کې خبرې اترې، تفاهم او مذاکرې ولرو. هغه اندېښنې، چې شتون لري له سوله‌ییزو لارو حل کېدای شي؛ نو غوره ده، چې ناکامي تجربې بیا تکرار نه‌شي.

د هېواد یو شمېر سیاستوالو ويلي، د ملګرو ملتونو له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو پر نه‌ایستلو سربېره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په نه‌منلو کې د چارسمبالي حکومت د پاتې راتلو له کبله بندیزونه اوس هم دوام لري.

له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیر ویلي وه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ نېټه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د یو شمېر کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډو تر اوسه د پام وړ پایلې نه‌دي لرلې.

تازه خبرونه

امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

Published

on

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې له‌خوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.

چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.

په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.

ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

نورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو پر پراختیا بحث اوخبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره په ځانګړي توګه د پنبې، انارو، جلغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو افغان صادراتي توکو په برخو کې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کېدا او برابرولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګمرکي، ټرانزیټي او ټرانسپورتي آسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د چینایي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا د ډاډ وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د چین په سټراټیژۍ کې افغانستان د پانګونې لپاره طبیعي او نه هېریدونکي فرصتونو لري.

هغه د دواړو هېوادونو د مسوولو ادارو او خصوصي سکټورونو د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وګڼله.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاوو او د پانګونې د پراخولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وشو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!